کور / تازه خبرونه / د افغان پوځ او طالب وسلوالو تر منځ پرون څو ساعلته نښته شوې ده

د افغان پوځ او طالب وسلوالو تر منځ پرون څو ساعلته نښته شوې ده

د هلمند د موسى کلا په ولسوالۍ  کي د افغان حکومت او وسله والو طالبانو تر منځ څوساعته نښته سوې


چي د چارواکو په وينا څلور طالبان وژل سوي او يو پوليس ټپي سوى دى .


خو وسله وال طالبان د خپلو ملګرو  وژل کېدل نه مني او د شلو پوليسو د وژل کېدو تر څنګ ادعاکوي چي د څو ساعتونو لپاره يې موسى کلا ولسوالي هم کلابنده کړې وه .


د يوه بل خبر له مخي  د نادعلي په ولسوالۍ کي ددولت مخاليفينو دوه تنه ولسي خلک ددولت سره د تړاو په تور وژلي  دي .



تيره ورځ مازېګر مهال د هلمند د موسى کلا په ولسوالۍ کي د وسله والو طالبانو او افغان پوليسو تر منځ وسله واله نښته سوې چي د ځايې خلکو په وينا دواړو لورو يو پر بل له درنو وسلو څخه کار واخيست  او څو ساعته يې جګړه وکړه .


د هلمند د پوليسو مشر مل پاسوال محمد حسين انډيوال  د  يک شنبې په ورځ وويل چي  وسله والو طالبانو د موسى کلا په ولسوالۍ کي د پوليسو پر څو امنيتي پوستو بريدونه وکړه چي د پوليسو د مقاومت په پايله کي څلور ته وسله والو طالبان ووژل سوه او يو پوليس ټپي سوى دى .


وسله وال طالبان  د خپلو ملګرو وژل کېدل نه مني او د شلو پوليسو  د وژل کېدو تر څنګ دا اعا هم کوي چي د څو ساعتونو لپاره يې د موسى کلا ولسوالۍ کلابنده کړې وه ، طالب وياند قاري يوسف احمدي وايې چي اوس هم د موسى کلا ولسوالۍ اطرافي سيمي ددوئ په لاس کي دي .


خو افغان چارواکي دغه ادعا نه مني .


د يوه بل خبر له مخي د نادعلي په ولسوالۍ کي ددولت  وسله والو مخاليفينو دوه تنه ولسي خلک د حکومت سره د تړاو په تور وژلي دي ، خو چارواکو تر اوسه په دى اړه څه نه دي ويلي .


په هلمند کي ډېر ځله ځايې خلک  ددولت وسله والو مخاليفينو د حکومت سره د تړاو په تور وژلي چي د ځينو پړه يې وسله وال طالبان پر خپله غاړه اخلي .