کور / تازه خبرونه / موسی کلا : طالبانو پر يوې امنيتي پوستې بريد کړئ

موسی کلا : طالبانو پر يوې امنيتي پوستې بريد کړئ

تيره ورځ دهلمندولايت دموسى كلاولسوالۍ پريوه امنيتى پوستى دوسلوالوطالبانوله لورى بريدسوى چى دبريدپه پيله كى دواړوښكيلوغاړوته مرگ ژوبله اوښتى ده دغه خبره ددغه ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال محمدحسين انډيوال وكړه نوموړى وويل چى مرګژوبله هغه مهال رامنځ ته سوه كله چى وسلوالوطالبانودپوليسوپر يوى امنيتى پوستى بريدوكړنوموړى وويل چى په دغه بريدكى احتمالاّڅلوتنه وسلوال طآلبان وژل سوى اويوتن پوليس ژوبل سوى خوولى نوموړى داونه ويل چى دوسلوالوطالبانومړى دجگړى په ډګركى پاته سوى اوكه نوموړودځان سره وړى دى .


خووسلوال طالبان دامنى چى بريدددوى له لورى ترسره سوى قاري يوسف احمدى چى ځان دوسلوالوطالبانووياندمعرفى كوى ديوناڅرګندځاى څخه دټيلفون په ليكه كى وويل چى دموسى كلا ولسوالۍ په جګړه كى ددوى ملګروته ددپه وينا هيڅ زيان نه دى اوښتى ولى نوموړى وويل چى په دغه جګړه كى ددوى ملګروافغان پوليس شل تنه وژلى دى .


ولى دهلمندامنيه قوماندان ددوى داخبره په كلكه ردكړه .


ديوبل خبرله دوې ورځى وړاندى ددغه ولايت نادعلى ولسوالۍ پوري اړونده مارجه په پاى كى ددوتنوجسدونه موندل سوى چى دڅيړونوګرويږونوورسته امنيه قوماندان نوموړى جسدونه دغلووښودل نوموړى وويل چى دغه كسان دلوى لاري غله وه چى وخت ناوته به يي غلاوى كولى ولى انډيوال داونه ويل چى نوموړى غله دكوم ځاى وه اوپه كوموسيموكى يي غلاوى كولى .


خوپه سيمه كى ځايي كسانو هم دوژل سووكسانو تائيدوكړ اودايي وويل چى وژل سوى كسان غله وه يوكس دنوم نه ښودولوپه شرط ديونامعلوم ځاى څخه دټيلفون په ليكه كى وويل چى دغوكسانو هروخت دمارجه دشورشورك په سيمه كى وخت ناوته غلاوى كولى ولى نوموړى زياته كړه چى داراته معلومه نه چى يادسوى كسان دچاله لورى وژل سوى دى ولى دومره يي وويل چى په يادسوى سيمه كى مى دنوموړوجسدونه وليدل .


اوددى ترڅنګ دنادعلى ولسوالۍ شمال ختيځ لوري ته دچاه نجيرپه سيمه كى هم تيره ورځ يوجسدموندل سوى دى تردامهاله يي پيژندګلوى نه ده سوى امنيه قوماندان په چاه نجيركى ديوتن جسدتائيدوى خولى نوموړى وويل چى تردامهاله دجنائي تحقيقات سرته نه دى رسيدلى چى دنوموړى جسدپه اړه پوره معلومات دركړم چى څوك دى اودكوم ځاى اوسيدونكى دي .


ديادونى وړده چى داډول جسدونه وخت ناوخته په دغه ولايت كى موندل كيږى خوولى دوژل سوكسانو وژنه تردامهاله كومى ډلى په غاړه نه ده اخيستى څومياشتى  مخكى هم ددغه ولايت په مركزلښكرګاه كى دتيلوپه دكانونوكى ديوكس جسدپيداسو خولى بايدوويل سى چى دنوموړى په اړه چى څوك دى  دوى ورځى وروسته معلومه سوه چى يوحكومتى سرتيرى وه خوولى پړه يي چاپر غاړه وانه خيسته .