كندهار:ساپى ،غواړوافغاني رسنۍ دتقليدپرځاى په ځان بسياكړو

حاجی پوپل | جولای 11th, 2011


دحكومت درسنيواومعلوماتودمركزچارواكي وايې غواړي افغاني رسنى دمعلوماتوله پلوه دنړيوالومطبوعاتولپاره خبري منبع وگرځوي .
اوس داسي نيوكي موجودي دي چې زياتره افغاني رسنۍ له نړيوالومطبوعاتوڅخه په تقليدددوهم لاس معلومات خپره وي .
په كندهاركې دعامه اړيكودحوزه وي كنفرانس پرمهال چارواكوغوښتنه وكړل چې رسنۍ بايددحقايقوپربنياددټولنې انځور وړاندي كړي .
دغوموخي ته درسېدولپاره دحكومت درسنيواومعلوماتودمركزمرستيال صفت الله ساپي لراوبرته وويل چې غواړي دمعلوماتوله پلوه افغاني رسنۍ په ځان بسيااوباوري كړي .
نوموړي زياته كړل چې اوس زياتره ستونزه پدې كې وي چې افغاني رسنۍ له نړيوالومطبوعاتو ددوهم لاس معلومات دتقليدپه بڼه خپره وي .
ده وويل چې په نننۍ نړۍ كې له رسنيزي دپيلوماسى څخه نظامونه اوسياستونه كاراخلي .
(موږكوښښ كوو چې افغاني رسنۍ دافغانستان دټولوموضوعاتوپه باب دلمړي لاس معلومات ولري اونړيوالومطبوعاتوته يوه غوره منبع وگرځي )
دكندهاروالي پوهنوال توريالي ويساپدغه كنفرانس كې له خبريالانوڅخه وغوښتل چې مروج اصطلاحات په خپلووروځنيوراپورونو،ليكنواوژورناليستكي چاروكې وكاروي .
ده وويل چې ځيني ليكولان دډيروسختواصطلاحاتوپه كارونه سره خپلومخاطبينوته گرانه وي چې دهغوى په مقصدباندي پوهه سي .

Copyright Larawbar 2007-2024