طالبانو د پترس ادعا خوشی تبلیغات وبلل
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته یوه لیکلې څرګندونه لیږلې او په هغه کی یې د جنرال ډیویډ پترس دا وروستۍ څرګندونه په کلکه رد کړې ده چی ویلی یې وو په تیرو دوو میاشتو ( یعنی مې او جون ) کی د طالبانو په حملو کی خورا لږښت راغلی دی .
ذبیح الله مجاهد وایی چی دا ادعا یوه بې اساسه لاپه ده چی هیڅ حقیقت نه لری ، بلکی زموږ حملې د پخوا غوندی زیاتی او سختی دي . مجاهد د خپلو دغسی حملو او امریکایی تلفاتو څو بیلګې هم ذکر کړي دي او زیاتوی چی د پترس دا ادعا تبلیغاتی هدف لری دا ځکه چی د هغه پوځی ستراتیژی د ماتې سره مخامخ سوې او هغه اوس د یو شکست خورده جنرال په توګه پیژندل سوﺉ دی نو ځکه زیار باسي چی په دې ډول ادعاګانو سره خپل بایللی اعتبار جبران کړی .
مجاهد په پای کی وایی چی زموږ مبارزه اوس تر بل هر وخت په ښه وضعیت کی قرار لری او د هری ورځی په تیرېدو سره د بری او فتحی منزل ته نږدې کیږو .