احمدولي کرزى د قيوم کرزي پخواني ساتونکي وژلى
د کندهار د ولايتي شورا د رئيس احمدولي کرزي د مړيني پخلى د افغانستان له جمهوري رياست څخه هم وسو، خو د مړيني د علت په باب يې لا سم معلومات نه دي خپاره سوي.
له کندهاره د لراوبر يوې سرچينې وويل چي ښاغلى ولي کرزى د کندهار په ولايتي شورا کي دننه د قومندان اختر محمد له خوا چي ډېر نيژدې ملګرى دئ، ووژل سو.
د آزادۍ راډيو په خپلو راپورونو کي د نوموړي وژونکى عبدالله، بيا سردارمحمد او وروسته د اسدالله په نوم ياد کئ.
د بي بي سي انګليسي ويبپاڼي بيا ويلي چي ښاغلى ولي کرزى د خپل ساتونکي په لاس په خپل کور کي وژل سوى دئ، خو د آزادۍ راډيو يو بل راپور وايي يو کس د عريضې د امضاء کولو په پلمه د ولي کرزي د ناستي خوني ته ورغلى وو، چي وروسته يې په توپنچه وواژه.
د کندهار د ولايتي شورا مرستيال حاجي آغا لالي دستګيري آزادۍ راډيو ته وويل چي د پېښي پر مهال دى خپله هم د احمدولي کرزي په کور کي وو. دستګيري وايي ډزي يې واورېدې چي دوى له بلي خوني ورغلل احمدولي کرزى ټپي وو، خو روغتون ته په لاره کي يې ساه ورکړه.
آغالالى دستګيري وايي د سردارمحمد په نوم دغه کس چي ولي کرزى يې وواژه، پخوا د نوموړي د مشر ورور قيوم خان کرزي ساتونکى وو او په دې وروستيو وختونو کي د قيوم کرزي په سپارښتنه د نوموړي ساتونکى مقرر سوى وو.
د کندهار د ولايت مقام خبرپاڼه وايي سردارمحمد نومى کس د احمدولي کرزي پر کور د راګرځېدلو امنيتي پوستو قومندان وو.
د ولسي جرګې مرستيال خالد پښتون وايي سردارمحمد د کرز د ګاونډي کلي ذاکر شريف د کلي اوسېدونکى وو او د کرزيانو له کورنۍ سره يې ډېري نيژدې قومي اړيکي او شناخت درلودئ او د هغوى د اعتماد سړى وو.
يوه بله سرچينه وايي د ساتونکي او ولي کرزي ترمنځ لومړى لفظي شخړه وسوه، چي وروسته يې ولي کرزى وواژه او د هغه نورو ساتونکو بيا قاتل پسي مړ کړ.
يو بل راپور وايي د احمدولي کرزي قاتل د نوموړي څو نور باډيګارډان هم وژلي دي.
طالبانو د احمدولي کرزي مړيني ته سوړ غبرګون ښودلى، او په لومړي عکس العمل کي يې وويل چي دوى د قاتل په باب تحقيقات کوي، خو آزادۍ راډيو د قاري يوسف احمدي له خولې وويل چي احمدولي کرزى يې د بدر د عملياتو په ترڅ کي وواژه، طالبانو د هغه د قاتل په باب نور جزيات نه دي ورکړي.
د اردو پواينټ په نوم يوې پاکستانۍ رسنۍ اونۍ دمخه د جولاى پر درېيمه يو داسي خبر خپور کړ چي ګني احمدولي کرزى د هغه په خپل کور کي د چاودني له امله ټپي سوى او د ٢٣ تنو په ګډون د کندهار د پوليسو لوړ پوړي مشران پکښي مړه سوي دي.
احمدولي کرزى د کرزيانو په کورنۍ کي تر ټولو مقتدر مشر ګڼل کېدئ، چي هر وخت به د غربي رسنيو او لوېديځو چارواکو له خوا د نشيي توکو په قاچاق او په کندهار کي د غير قانوني کارونو په ترسره کېدو متهم کېدى، خو نوموړي به دغه تورونه ردول.
بلي خوا ته د سياسي چارو شنونکي په اوسني وخت کي د احمدلي کرزي مړينه د افغانستان په تېره د کندهار او شاوخوا سيمو په تاوان بولي.
د سياسي چارو شنونکى محمداسحاق اتمر وايي د افغانستان د ولسمشر حامدکرزي رواني حالت ته دا يوه غټه ضربه ده چي د افغانستان پر حالاتو به هم تاثير وکړي.
نوموړي وويل د ورور مړينه د يوه واکمن مشر دپاره تر ټولو غټ ګوزار وي.
د ولسي جرګې مرستيال خالد پښتون هم په دې نظر دئ چي د احمدولي خان مړينه کندهار او د شاوخوا سيمو امنيت ته غټ تاوان کوي.
خالد پښتون وويل احمدولي کرزى يو بانفوذه مشر وو او د شاوخوا ولايتونو په قومونو کي يې ډېر نفوذ درلودى، چي ممکن په مړينه يې يوه سياسي خلا رامنځته سي او د امنيت ګډوډوونکي به له دې مسئلې څخه د ځان په ګټه استفاده وکړي.
د کندهار د ولايتي شورا مرستيال حاجي آغالالى وايي د نوموړي همدا نفوذ د دې لامل سو، چي ٢٠ ورځي دمخه د کندهار مخور او قومي مشران ولسمشر کرزي ته ورغلل او له هغه څخه يې د کندهار د والي په توګه د احمدولي کرزي د مقررۍ غوښتنه وکړه.
پروسږکال داسي راپورونه هم خپاره سوي وو چي احمدولي کرزي د خپل قومي نفوذ په ذريعه د طالبانو له غټو مشرانو سره په تماس کي وو او د سولي دپاره يې هڅي کولې.
احمدولي کرزي له رسنيو سره خپله هم منلي وو چي د طالبانو له دوهم مشر ملابرادر سره يې د هغه تر نيول کېدو لږ دمخه دوه واره مخامخ ليدلي وو او له دولت سره د سولي په باب يې خبري ورسره کړي وې.
يوه بل امريکايي نظامي چارواکي بيا وويل چي احمدولي کرزى په کندهار کي د دوى له عملياتو سره مخالف دئ او نه غواړي چي طالبان د ښار له لمنو څخه وشړل سي.
د امريکا يوه پوځي مقام تېر کال وويل پر احمدولي کرزي له طالبانو سره د اړيکو او د نشيي توکو په قاچاق کي د لاس لرلو شک دئ او که دا تورونه پر هغه ثابت سي دوى به يې ووژني.
احمدولي کرزى په ١٩٦١ کال د کندهار د کرز په کلي کي زېږېدلى وو، چي پر افغانستان د روسانو تر يرغل وروسته امريکا ته مهاجر سو.
نوموړى تر ٢٠٠٢ کال پوري په امريکا کي د يوه رستورانت په چلولو بوخت وو، خو کندهار ته تر راتګ وروسته يې د خپلي قبيلې قومي مشري ترلاسه کړه، په بېړنۍ لويه جرګه او د اساسي قانون په لويه جرګه کي يې د کندهار استازيتوب وکئ.
نوموړى د کندهار د اصلاحي کمېسون مشر هم وو، چي د ٢٠٠٥ کال د ولايتي شورا تر ټاکنو وروسته يې د دې شورا د رياست چاري پر مخ بېولې.
احمدولي کرزي د ٢٠٠٩ کال په ټاکنو کي يو ځل بيا ځان کانديد کړ او د ولايتي شورا رياست يې له ځان سره وساتئ.
احمدولي کرزى د پنځو کوچنيانو (دوو زامنو او درو لوڼو) پلار وو چي د کورنۍ په وينا يې وروستى زوى يې يوه مياشت دمخه زېږېدلى وو.