د ناټو خپل سري عملیاتو تر ۵۰ زیات ولسی وګړی وژلي
په هلمند ولایت دڅوکلونو راپه دی خوا زاتی ړندی بمباری اودچورلوکو په واسته په ولسوالیو کی عام وګړی دناټو دمرمیو ښکار ګرځیدلی چی ولایتی حکومت او مرکزی حکومت تر اوسه پوری ځان ناخبره ښی او یا که خبر دی پر همدی موضوعاتو باندی سر نه خلاسوی او نه غواړی چی ولس په دی خبر سی .
ددی څخه داسی معلومیږی چی په افغانستان کی افغان حکومت هیڅ واک نه لری چی دنړیوالو ځواکونو په وړاندی خپل ښکاره دریز وښی او مخامخ ددوی سره کښینی او دهمدی موضوعاتو په اړه ورسره خبری وکړی .
دافغانستان ځواک دنړیوالو ځواکونو په اشاره کار کوی او خپله اجازه نه لری چی په سیمه کی عملیات تر سره کړی دبیلګی په توګه دهلمند ولایت په مارجه ولسوالی په کال ۲۰۱۱په ۳میاشت کی یولړ عملیات کیدونکی وه او افغان سرتیرو خپل پوره چمتووالی نیولی وه خو یوامریکایی جنرال په مارجه کی خپل یو افسرته ویلی وه چی دا عملیات دی نه کیږی او یو امریکایی افسردقوماندانی دفتر ته راننوتی او امنیه قوماندان غلام ولی ته یی وویل چی دا عملیات دی دڅو وروځو لپاره ماتل شی نوموړی قوماندان ورته وویل چی موږ کره راپور لرو چی هلته دښمن سته او موږ ټول چمتو یو خو امریکایی افسر ورته وویل چی دادجنرال امر دی او دا درته وایو که تاسو هلته عملیات پیل کړه او هرڅه درباندی وسوه موږ در سره مرسته نسو کولای نو غلام ولی دی ته اړ سو چی بیرته یی افغان ملی اردو نظم عامه او ملی پولیسو ته وویل چی دا عملیات داوس لپاره ودرول سوه نو دا معلومه سوه چی افغان حکومت هیڅ واک نه لری او دنړیوالو په اشاره کار کوی .
نړیوال ځواکونه د هلمند ولایت په داسی سیمه کی عام ولس وژنی چی هلته هیڅ حکومت وجود نه لری او په دغه وژنه کی ځان ناخبره ښی او که دولت هم خبر شی ځان ورباندی کوڼ ښی دغه وژنی نړیوال ځواکونه دهلمندولایت په شمالی ولسوالی کی کوی او دا معلومه ده چی شمالی ولسوالی ګڼ میشته ولسوالی دی یاد ځواکونه دیو طالب په خاطر لس بیګناه وګړی وژنی او هر څوک چی ووینی ورته طالب ښکاری په هلمند ولایت کی نړیوالو ځواکونو لس فیصده طالب لمینځه وړی او ۹۰٪فیصده عام ولس لمینځه څخه وړی دی چی دبیلګی په توکه دنوزاد ولسوالی ،کجکی ،سنګین ،موسی کلا او په داورستیو کی یی دباغران ولسوالی په نښه کړی چی یاده ولسوالی دا مهال په مکمله توګه دوسله والو طالبانو په ولکه کی ده .
څه دپاسه شل ورځی کیږی چی په باغران ولسوالی کی نړیوال ځواکونه لنډمهاله عملیات ترسره کوی چی درارسیدلو راپورونو له مخی تر پنځوس ۵۰زیات ولسی وګړی یی وژلی او ددی عملیاتو ورځ معلومه نه ده چی هر کله ددوی زړه وغواړی دوی دغه لنډ عملیات تر سره کوی او یا هم دهوا څخه دچورلکو په واسطه عام ولس یی په نښه کړی دباغران دولسوالی په ګیردی باغران کی یی دری ولسی وګړی وژلی او دولسوالی په مرکز کی یی مالی تاوانونه رسولی دی همدارنګه دګریکی په سیمه کی دیوطالب او یو قوماندان ملا شاه جهان په ګډون ۲۵ ولسی وګړی وژلی اوپه پایسنګ سیمه کی یی هم مالی تاوان رسولی دی اوتیره دوشنبه په ورځ چی د۲۰۱۱-۷پر۳تاریخ دباغران ولسوالی دمایګان په سیمه کی چی دولسوالی دمرکز شمال طرف ته په پنځلس کیلومتری کی پرته سیمه ده دناټو ځواکونو له لوری چاپه وهل سوی ده چی دځای خلکو په وینا په دغه چاپه کی شپوږویشت ۲۶ولسی وګړی وژل سوی نوموړوکسانو دتلیفون په واسطه وویل چی په یادو وژل سو کسانو کی ښځی ماشومان بوډاګان شامل دی چی ددوی په وینا یو بوډا د۱۲۰کالو په عمر هم ووچی په همدی ډزو کی وژل سوی دی .
دهمدی ولسوالی یو پخوانی مجاهد حاجی عبدلواحد چی په حاجی رئیس هم ورته ویل کیږی هم دا خبره کوی چی یاد کسان وژل سوی دی چی په وژل سو کی دوی ښځی او دری بوډا ګان دی نوموړی زیاته کړه چی یاده چاپه ددوشنبی په سهار اته بجی وسول چی یادی چاپی دشپی تر نهه نیمو بجو پوری دوام درلود .
دغه کسان دناټو ځواکونو دچورلکو په واسطه دهوا نه وژلی دی او دخلکو په وینا چی هر څوک به دخپل کور څخه دباندی وتلی دوی ویشتلی دی .
که څه هم ولایتی چارواکی په دی نه دی خبر مرکزی دولت هم ځان کوڼ اچولی او دملی اردو مشران هم په یادو پیښو نه دی خبر خو یواځی دوسله والو طالبانو ویاند قاری محمد یوسف احمدی دخپل شپږ کسانو دوژولو خبره منی چی په باغران ولسوالی کی وژل سوی دی او پاته نور ټول عام ولس ښی .
دباغران څخه دټیلفون په لیکه حاجی سدوخان وویل چی ددوی سره سخت ظلم روان دی او دامهال دوی دسختو مشکلاتو سره مخ دی او خپل روزمره کار ته نه سی تلای نوموړی وویل که چیری هر څوک دخپل کوره دکار په لوری ووزی نو زړه یی په قرار نه وی او زړه نازړه خپل کروندی ته روان وی.