کور / سياسي / ایا د کمیسون دا پریکړه او مشوره ورکول به قانوني وي؟

ایا د کمیسون دا پریکړه او مشوره ورکول به قانوني وي؟

ګرانولیدونکو اواوریدونکو به اوریدلی وی چی تیره اونۍ دټولټاکنو دخپلواک ولی متهم کمیسون له خوا یو شپږ فقره ئی وړاندیز جناب کرزی صاحب ته وړاندی شو او دولسی جرګی د کړکیچنی موضوع په باب یی داسی تقاضا وه چی کرزی دی ددوی په کړنو صمه کیږیدی او که نه نوددی موضوع پایی به خورانور هم کړکیچ پیداکړی . جناب کرزی صاحب ددی وړاندیز دغور او څیړنی لپاره یو کمیسو ن وټاکه ترڅو جناب کرزی ته مشوره ورکړی چی دی باید څه وکړی .
زما په عقیده دکومی ورځی څخه چی دکمیسون ټاکنی کلتور رواج پیداکړی دی ترننه یی هم کوم داسی سالم اجرات نه دی ترسره کړی چی ستونزه ورباندی حل شوی وی او په اصطلاح هغه دجومعی مړی ورڅخه جوړشوی دی بل کوم مفهوم نه لری اوددی کار عمده ضرورت په دوه ټکو کی دی :-
۱. یا خو تصمیم نیونکی مسول شخص چی په پیښو ستونزوتصمیم ونیسی دزیات کاری مصروفیت له امله نشی کولی موضوع دقیقآ وګوری اوبیاتصمیم ورباندی ونیسی او قطعی کړی .
۲. یا اصلآ ورسره ددی استعداد نه وی چی دیوی موضوع پرصحت اوعدم صحت باندی وپوهیږی اوتصمیم ورباندی ونیسی اودادواړه وجهی واقعیت لری اوشته دی اودکمیسونونو کلتور عمومیت پیداکړی دی اوالبته نن سبا یوضرورت دی اودسره تیرول هم دی .
په هرحال رسنیو اعلان وکړ چی کمیسون ښاغلی کرزی ته داسی مشوره ورکړه چی ابتدایی محکمی دقضی په حقوقی اړخ پریکړه یا قرار صادر کړی دی او جزاﺉی برخه دی په استیناف کی وڅیړل شی که زه غلط نه یم پوه شوی داسی می واوریدل اوددی خبر په اوریدو راسره دالاندی پوښتنی راپیداشوی .
۱. متل دی وایی :- زه دی په مسلمانۍ کی شک ګڼم ته مر یدان نیسی .
دولسی جرګی داتهام څخه لاندی غړو تراوسه لاددی محکمی مشروعیت نه دی منلی اوکمیسون خبره استیناف ته ورسوله ایا په حقوقی برخه کی چی لومړۍ محکمی کومه پریکړه اوقرارصادر کړی دی متهمونوماندانو اویا دهغو قانونی وکیل یا وکیلانو ته دابلاغ دپاڼی په واسطه ابلاغ شوی دی قناعت یاعدم قناعت ورباندی اخستل شوی دی او که داپریکړه یا قرار غیابی دی ؟
۲. ترڅو پوری چی په پیښه قضیه باندی په جزای برخه کی چی کمیسون یادونه کړی ده اوله محکمه خپله پریکړه ونه کړی داستیناف محکمه چی له نومه یی پیداده اودوهمه محکمه ده دپریکړی یارسیده ګۍواک لری او که لری یی قانونی استنادیی څه دی ؟ خیر دی که زما خبره غلطه وی باید تصمیم نیونکی مشوره ورکوونکی کمیسون باید دړندو په څیر غرګی وارنه کړی اوخلکو ته دقانون په رڼا کی توضیحات ورکړی ترڅو دهرڅه دمخه دقضی ددواړو خواو نوماندانو قناعت حاصل شی او خلک هم ډاډه شی چی دقضی سیر اوحرکت قانونی دی .
پخوانو قاضیانو خو به داسی کول چی که په کومه قضیه کی به حق الله او حق العبد دواړه موجود و په هره خواکی چی به موجه اوقاطع دلائل موجودو هغه به یی فیصله کوله اودوهمه برخه به یی ددوسی داکمال په صورت کی اویا په همدی اوله مرحله کی چی دمدعی دثبوت لپاره کافی او موجه دلایل موجود نه و په عدم سمع اوعدم وقوع دجرم خپله پریکړه صادروله دحق العبد او حق الله مدعی ته لارخلاصه وه اوکولی شول په داخل دمیعاد کی دبلی پورته محکمی غوروغواړی اودابلاغ په پاڼه خپله غوښتنه درج کړی . ایا په پیښه قضیه کی ددغه پورتنو قانونی ضرورتونو رعایت شوی دی که نه ؟ زه باورلرم چی ددی ټکو رعایت نه دی شوی ځکه چی متهمو نوماندانو لاتر اوسه داولی محکمی مشروعیت نه دی منلی نودپریکړو په باب به یی څه تصمیم نیولی وی طبعآ چی دامراحل پاتی دی او خبره په استیناف ورغله هیله ده چی داخبره دستری محکمی یادجمهوری ریاست دټاکل شوی کمیسون اویاداولی محکمی له خوا توضیح شی اوعام ذهنیت روښانه شی که څه هم په دی برخه کی داولی محکمی مشر حقیق صاحب څه ویلی دی ولی ګونګ دی .
زیاتو توضیحاتو ته ضرورت لیدل کیږی او بایدداکثریت خلکو دفهم مطابق توضیح شی ځکه چی حضرت محمد صلی الله علیه وسلم فرمایلی دی ږ
( كلم الناس علي قدر عقولهم ) ترجمه یی :- چی دخلکو دفهم مطابق خبری وکړی او خلک پوه کړﺉ .
اجازه راکړﺉ غواړم په وزیرستان کی یوی پخوانۍ کیسی ته دلته ځای ورکړم وایی :-
په وزیرستان کی دیوی میرمنی عمر یو سلو دیرش کلو ته رسیدلی و چی یو پک سیک یی ولیدنو تندی ته یی ټق ورکړ اوویی ویل : وی الله قربان دی شم زما عمر دی ددی دپاره ډیر کړی وچی پک سیک دی راباندی لیده .
موږ هم داسی پریکړی اوکړنی ګورو چی نه مولیدلی وی اونه مواوریدلی وی اواستناد یی هم په قوانینوکوی او په خاص ډول په اساسی قانون . خدای دی وکړی چی په غلطه نه یم زما برداشت خودادی چی داټول جنجالونه چی روان دی په دی کی په خاص ډول دحکومت بهرنیو قوتونو چی په افغانستان کی دی په خاص ډول دامریکا اودیو شمیر هغه افغانانو چی خپلی نارړا مادی ګټی په خطر کی وینی پوره ونډه لری که چرته داجنجالونه ورک شی خو په هیوادکی امن راځی او چی امن راشی نوبیا خو نه دانظام پاتی کیږی اونه دبهرنیانو دشتون لپاره مجوز قانونی لیدل کیږی اوورسره سم دنارواګټو خاوندان دعدالت میز ته ودرول کیږی اوداخبره افسانه نه ده یو حقیقت دی اوراتلونکی دی نن وی که سبا الله تعالی به داپریکړه کوی انشا الله تعالی .
دخلکو مصروف ساتل اوحکومت ورباندی کول دانګریزانو زړه پالیسی ده هر چرته اوهروخت عملی شوی ده ولی په افغانستان کی یی دوام داره عملی کول ستوزمن کاردی او لکه چی ګران هیوادوال یی عملآ ګوری چی دیوی ورځی څخه بلی ته کړکیچونه زیاتیږی ستونزی نوې نوې رنګ پیداکوی دحکومتی چارواکو اوبین المللی ملګرو څخه یی هم ورخ اوبو وړی دی هر بوټی ته لاس اچوی ولی ګټه نه لری .
لویه بدبختی داده چی په نظام کی داخل افراداواشخاص اوددوی حامیان هغه ځای ګره وی چی خارخ نه کوی
کله بن ته منډه کړی کله امریکا ته لاړشی کله پاکستان ته منډه کړی کله چین ، ایران اوروسی ته سر ښکاره کړی . کله دسولی کمیسون جوړکړی کله لویه جرګه راوغواړی کله نوری غونډی اوسیمینارونه جوړکړی اوکله دسولی د عالی شورا په تاسیس باندی دخلکو په سترګو دبوډۍ رانجه پوری کړی او کله بیا دطالبانو سره دسولی په خبرواترو دامنیت دتامین وعدی کره او پخی کړی ولی افغان ولس پوهیږی چی دوی څه کوی اوڅه به کیږی .
داکثریت مطلق افغان ولس ارادوته درناوی اودوی ته په نظام کی دګډون حق ورکول دقانون حاکمیت تنظیمی شخصی واکونوته دحدټاکل دټولو بدبختیو دله منځه وړلو لپاره بهترینه نسخه ده اوپه تحقق سره یی په ملک کی کامل امن راتللی شی .


مرض می ګران علاج اسان دی      دیار په تش دیدن رغیږم نه راځینه