کور / کیسه / د خیانت سزا

د خیانت سزا

د خلیفه هارون الرشید تر مړیني وروسته د هغه د دوو زامنو مأمون او امین تر منځ د سلطنت په سر شخړه سوه، څو چي مأمون بریالی سو او امین مجبوراً د خپلو وفادارو ملګرو سره فرار وکړ. د امین د صادقو ملګرو څخه یو  د ده نژدې مشاور هم وتښتېد چي فضل نومېدﺉ. فضل د ده د پلار د امارت پر مهال وزیر وو.

   مأمون الرشید ډېر کوښښ وکړ چي فضل پیدا کړي او وئې وژني خو بریمن نه سو. بالاخره ئې دا وظیفه خپل یو وفادار ملګري ته وسپارله چي شاهک نومېدﺉ. شاهک هم اعلان وکړ چي که هر چا فضل را پیدا کړ نو هغه ته به د سروزرو یو زر سِکې د انعام په توګه ورکول سي. خو د دې سره سره شپږ کاله تېر سول د فضل هیڅ درک معلوم نه وو چي چیري دئ او هیچا ته ئې پته معلومه نه وه.

آخر فضل د خپلي ګوښه نشینۍ او فرار څخه بیخي ستړی سو څو چي یوه ورځ د ملنګ په لباس کي ښار ته راغی او شاوخوا ګرځېدی خو هیچا هم نه پېژندی. بس په دې ډول ئې هره ورځ په ښار کي چکر واهه څو چي یوه ورځ د مأمون الرشید پوځیانو وپیژندی او حمله ئې پر وکړه خو فضل په ډېر تکلیف ځان ورڅخه خلاص کړ او وتښتېد او هغوی تر شا پسي ځغستل. په دې منډو کي فضل د یوې زړې ښځي کورته ننوت او پناه ئې ځنی وغوښته. بوډۍ هم پناه ورکړه خو دا مهال هماغه پوځیان چي په فضل پسي را ایله سوي ول، راورسېدل او بوډۍ ته ئې وویل چي هغه سړی څه سو؟ هغې چي اوس بهانه ورته جوړوله، هلته ناببره فضل سُګلۍ وکړې. سپاهیانو وپوښتل چي دننه څوک دﺉ؟ بوډۍ ورته وویل چي زما وراره دئ او پسله ډېرې مودې څخه کور ته راغلی دئ. پر لارې غلو ټوله شیان ورڅخه اخیستي دي او هغه وږی دئ او په کور کي هم څه نسته چي ورئې کړم نو ځکه د لوږي څخه سګلۍ کوي. هغې سپاهیانو ته داسي ډاډ ورکړ: تاسي زما دغه ګوتمۍ واخلئ او په بازار کي ئې وپلورﺉ او په پیسو ئې لطفاً ما ته خوراکي مواد راوړﺉ. سپاهیانو هم ګوتمۍ ځني واخیسته او پر خپله لاره ولاړل.


   بوډۍ دا مهال فضل ته وویل چي د موقع څخه ګټه واخله او ژر ولاړ سه مبادا چي اوس و نه نیول سې. فضل هم بې له ځنډه راووت او د بوډۍ څخه ئې ډېره مننه وکړه.


   کله چي څه لاره ولاړ، نو نورو سپاهیانو وپیژندی او فضل دوري هوري وکتل چي یوه دروازه ئې خلاصه ولیده او بېله ځنډه هغه کور ته ننوت. هغه خبر نه وو چي دا په خپله د شاهک یعني هغه چا کور دئ چي مأمون د ده د نیولو لپاره مؤظف کړی وو. فضل چي شاهک ته وکتل نو هغه اشاره ورته وکړه چي راسه دلته کښېنه او مه بېرېږه. اوس ته زما کور ته راغلی یې او ځکه نو زما مېلمه ګڼل کېږې. دا صحیح ده چي زه تا له خدایه پر آسمان غواړم خو ته پر مځکه په لاس راغلې، مګر دا هم غلطه ده چي همدلته دي په دغه حالت کي ونیسم او پاچا ته دي لاس تړلی بوزم. دغسي کار د بې غیرته کسانو وي، راسه دلته کښېنه او په ارامه سره ډوډۍ وخوره او ځان ښه موړ کړه او وروسته ولاړ سه. زما له خوا دلته نه بلکي بل ځای باید ته ونیول سې.



   فضل هم په ماړه نس ډوډۍ وخوړه او د شاهک څخه یې ډېره مننه وکړه او وروسته د ده له کوره ووت. څنګه چي سپاهیان هره خوا ورپسې ول، نو فضل د یو سوداګر کور ته ولاړ چي د خپل وزارت پر مهال ئې ډېري مرستي او نېکۍ ورسره کړي وې. سوداګر هم ښه سلوک ورسره وکړ او کله چي فضل د ډېري ستړیا له امله بیده سو، نو سوداګر فوراً خلیفه ته احوال ورکړ او هغوی هم بې له ځنډه راغلل او فضل ئې ځای پر ځای ونیوی.


   کله چي ئې فضل د خلیفه حضور ته وړاندي کړ نو هغه ځني وپوښتل چي د فراري توب پر مهال څه حالات درباندي تېر سول؟ فضل هم هر څه چي پر تېر سوي ول، ورته بیان کړل. مأمون چي دا بیان واورېد نو امر ئې وکړ چي هماغه بوډۍ ته زر دیناره انعام ورکړﺉ چي فضل ته ئې پناه ورکړې وه. وروسته د شاهک خوا ته متوجه سو او داسي ئې ورته وویل: شاهکه! زه ډېر درڅخه خوشاله یم چي تا د فضل سره ښه سلوک کړی دئ. که دي دغسی نه وای کړي نو ما به له کاره شړلی وای. وروسته ئې سوداګر ته مخ واړاوه او داسي ئې ورته وویل: تا د هغه چا سره خیانت وکړ، چي ستا سره ئې ډېری نېکۍ کړي وې. نو تا ته باید ضرور سزا درکړه سی او هغه دا چي د تل لپاره به زما د سلطنت له سیمي وزې او نور د دې خلافت څخه تبعید یې. وروسته ئې فضل داسي مخاطب کړ: که ته زما په وړاندي بغاوت نه کوې نو معاف به دي کړم. هغه ورته وویل چي یا، زه هیڅ بغاوت نه کوم. نو هغه وو چي مأمون الرشید هغه معاف کړ خو سوداګر ته ئې د خپل خیانت سزا ورکړه او له هېواده ئې وشړی. 


   هو ، نن سبا دغسی حالات هر ځای خصوصأ په اسلامی هېوادو کی مسلط دي چی د رحمان پر ځای  شیطان ، د صادق پر ځای منافق ، او د الله پر ځای امریکا نمانځی .


   مأخذ : د لیکوال اثر : « د پند او عبرت قصې » ، ۱۹۸ مخ .