د ناټو بم وریو ۱۶ ملکی انسانان ووژل

ډاکټر نثار احمد صمد | جولای 12th, 2011


سي ان ان خبری شبکه راپور ورکوی چی نن د ناټو [ اصلأ امریکایانو ] هوایی بم وریو د لوګر ولایت په ازره ولسوالۍ کی ۱۶ ملکی انسانان ووژل چی ډیرﺉ یې ښځی او کوچنیان دي . د کابل حکومت هم دا خبر تاییدوی خو امریکایان هغه نه منی او وایی چی هغوی ټول طالبان وو .
بلخوا ، هغوی په کونړ ولایت کی هم څلور ملکی انسانان د هوایی حملې په ترڅ کی ووژل او هغوی هم طالبان بولی .
سیاسی شنونکي وایی چی امریکایان په بې مسؤلیتۍ او بې پروایۍ سره د ملکی انسانانو بمباري کولو ته دوام ورکوی او د هیچا شکایت او انتقاد په باک نه رواړی .

Copyright Larawbar 2007-2024