له پېښوره دلراوبر خبريال وايي چې دشمالي وزيرستان په واڼه سيمه کې ديوه راکيټي بريد په ترڅ کې ديوې کورنې ١٦ غړي وژل شوي دي . بريد ديوه ځايي قامي مشر پر کور شوى دى . تراوسه چا دبريد پړه نه ده منلې خو هلته ورته بريدونه تل وسله وال طالبان کوي . په بريد کې ښځي او ماشومان هم شامل دي . دعيني شاهدانو په وينا چې اوه راکټونه پر دغه کور ورتوغول شوي دي .