پاکستاني چارواکي وايي چې دوزيرستان په واڼه سيمه کې ديوه قامي مشر پر کور داوو توغنديو دتوغولو له کبله تر دامهاله ٢٠ شل کسان وژل شوي او همداراز ٧ اوه نور هم ټپيان دي . ښايي مرګ ژوبله نوره هم ډېره شي . ډېره مرګ ژوبله ښځينه او ماشومانو ته وراوښتې ده . په راکټو ويشتل شوى کور دملک نورالله په نوم يادېږي . ځيني وايي چې عرب وګړي هم په دغه بريد کې وژل شوي دي .