کور / تازه خبرونه / په كندهاركې دكانكورازموينه واخيستل سوه

په كندهاركې دكانكورازموينه واخيستل سوه

دهيوادپه لوړوموسسوكې ددولسموټولګيودزده كونكودجذبولوپه لړكې نن دكندهارپوهنتون په انګړكې له سل ګونوتنوڅخه دكانكورمتفر يقه ازموينه واخيستل سوه
.
په دغه ازموينه كې ترډيره بريده پورې دكندهار،هلمند،اوروزګان اوزابل ولايتونوددولسموټولګيونارينه اوښځينه زده  كونكوګډون كړي وو.


دلوړوزده كړودوزارت چارواكې وايې چې سږكال به دلوړوزده كړوپه موسسوكې دتيروكلونوپه پرتله په زياته پيمانه محصلين جذب كړي .


دكندهارپوهنتون ريس حضرت ميرطوطاخيل وايې چې په دغه متفريقه ازموينه كې ګډون كونكې دبرياليتوب زيات امكان لري .


ښاغلي طوطاخيل زياته كړل چې ددولسموټولګيوفارغين كولاي سي چې په اساني سره دلوړوزده كړوموسسوته لارپيداكړي .


دكندهارپوهنتون دم ګړي دطب ،انجنيري ،ښوني اوروزني  اوكرهڼي پوهنځي لري چې نږدي زرتنه محصلين پكې په لوړوزده كړوبوخت دي .


تردي مخكې داسي ويل كېدل چې دلوي كندهارله دولسموټولګيوڅخه فارغ سوي كسان له لوړوزده كړوسره مينه نلري .


خودكندهارپوهنتون داستادانوپه باورچې دنوروكلونوپه پرتله سږښونيزكال له دولسموټولګيوڅخه فارغ سوي  زيات زده كونكې غواړي چې دلوړوزده كړوپه موسسوكې زده كړي وكړي .


دكندهارپوهنتون  ريس حضرت ميرطوطاخيل وايې چې دښووني اوروزني اوكرهڼي په پوهنځيوكې به دشپې له لوري محصلينوته دزده كړواسانتياوي برابري كړي .


دنومه وړي په خبره چې دشپي دپوهنځيوله پاره به هم په راتلونكې كې دكانكورازموينه واخيستل سي .


ويل كيږي چې په كندهارپوهنتون كې به دشپي له لوري هغوكسانوته هم  دلوړوزده كړوامكانات برابرسي چې دجنګ جګړوپه وجه له لوړوزده كړوڅخه پاتي سوي اوياهم دولتي مامورين دي .