کور / نوميالي / د موسی شفيق اړپېچلئ اند و ژوند د يادونو په هينداره کښي

د موسی شفيق اړپېچلئ اند و ژوند د يادونو په هينداره کښي

      (پايليزه بڼه)      پوهانددوکتور م.ا. زيار        اکسفورډ، 29-2-08



ان له کوشنيوالې يې يو خوبولی غوندې انځور د يادونو په هېنداره کې راځلېدلی وو. يو خوايې سره رودۍ ترور زموږ کليواله وه او ترورزي يې د جلال اباد په يوه ښوونځي کې د هملوستۍاو انډيوالۍ کيسې رالېږدولې او بلخوابه يې د نجم المدارس ټولګيوالو د يوه مخکښ شاګرد په توګه ستاينه کوله.


پر 1332ل. کال چې تر شپږ کلنو لومړنيو او څلور کلنو ځانګړو زده کړو وروسته په شپېني ښوونځي کې د منځنيو زده کړو په موخه له خپل لنډ تنګ کليوال چاپېرياله ارت و بيرتې او ګڼ مېشتې پلازمېنې کابل ته راغلم، په خپرونو کې يې چاپ شويو ليکنو او شعرونو زما له تېرو يادونوسره اړخونه بدلول او د ليدلو تلوسه يې راتاندوله او توندوله. يوه ورځ مې د مرکزي کتنځي مخې ته په خورو ورو پرتو کتابونو کې پر دوو نويو کوشنيو پښتو شعري ټولګو سترګې ولګېدې چې يوه د ګلاب ننګرهاري ((رېدي ګلونه)) او دا بله د موسی شفيق((پيغام)) وو.


هغه مې را نيولې او داچې له جوليز پلوه په دواړو ټولګو کې له الفه تر (يې) پورې زياتره لړ پېلې(مردفې)  څلوريزې را اوډل شوې وې، نو تر سبا مې پرله پېيلې تر پايه ولوستې. چې رښتيا خبره وي، په پرتليز ډول راته د ننګرهاري تر هغو د شفيق دا ډېرې خوندورې او زړه راکښونکې و اېسېدې او بيا بيالوستلو ته يې ورڅکول کېدم. داځکه چې له نامه سره سم يې په هماغه ښکلې هنري جوله او جامه کې يوه لمسنده او ژوندي ((پيغام)) سترګې غړولې، د يوه بدلون او پرمخيون پيغام:


د ژوندون ميره اوږده ده، ستړی کېږي


      ګوټ د شونډو د شربت درسره واخله


د وصال ډيوه به مړه وي، موږ به نه يو


      دا په ياد د محبت درسره واخله!



درنه ځارشم، سر راپورته کړه يوځلې


      په اشنا جامو کې ورک يې ستا نظام کړ


په اسانه پکې ساه اېستل محال دي


      هومره تنګ يې ستا هغه پراخ نظام کړ!


     \\  \\  \\


د هاتي غوږکې ويده يې يه افغانه


      خلک ګرځي د اسمان په کنارو کې


ته لا وايې الف بې د تربګنيو


      د نفاق او جهالت په سيپارو کې!


په دې توګه يې، د اند و ژوند کوم انځور چې کلونه کلونه زماپه زړه او ذهن کې وش و وده موندلې وه، ګرد سره پر بل  مخ اوښتی را وبرېښېد. او چې بيامې ښکلې او کېښکلې سريزه په ځير ور ولوستله، نوريې هم پسې هېښ پېښ کړم.


په هغه کې  يې  له خپل لومړني ((مدرسه يي)) ژونده يو راز کرکه او بېزاري څرګنده کړې، د ناجوت برخليک(مجهول سرنوشت) پېر يې بللی او داسې يې راښوولې چې پلار يې د يوه نوموتي دينښووان په توګه په وچ زور ور اړېستلی وو.


ښايې ځينې داسې و انګېري چې ګوندې دغه احساس ورته امريکا ته تر تګ وروسته ور پيدا شوی، هغه هم په دې لاسوند چې دغه سريزه يې هماغه مهال له تازه شعرونو سره يوځای د چاپ په موخه بېنوا صاحب ته را استولې وه. خو زما پر اند يې شاليد تر هغې نور هم پر شا ځي، ان تر هغه مهاله چې په جلال اباد او بيا کابل کې يې تر لومړنيو زده کړو را وروسته په کور او ورپسې په نجم ا لمدارس او کابل دارا لعلوم کې خوښ نا خوښ ديني زده کړې پرمخ وړلې. هغه په کابل کې  زېږېدلي وو او د لومړني ښوونځي د همزولو ټولګيوالو غوندې به يې هرو مرو  دا ارمانله چې هملته يې حبيبيه، استقلال يا بله لېسه لوستی وای!


يوه نژدې کورني دوست يې راته د نورو کيسو په لړ کې د دارالعلوم د وختو يوه کيسه کوله چې د کاه فروشۍ يا کتاب فروشۍ د جومات په يوه وړه اوجره کې اوسېده او دی پرې د شپې ناوخته ور پېښ شوی وو، چېلم يې مخې ته اېښی وو، شېبه پر شېبه به يې بې تمکو تيلی ورته کاوه او هسې يو کوړ به يې ترې اېسته.


يو نيم شعر به يې چې چېرې د خپرېدو کابو وموندله، لاسباړې يې د يوې ورځې تماکو نه ور برابرول.


استاد رښتين چې شعروشاعرۍ له همغه زده کړوځي تر پښتو ټولنې رسولی وو، ورته وړتياوې يې په شفيق او ننګرهاري کې سهي کړې او د هڅونې او لا غوړونې لپاره يې د نورو وتليو پېښوري شاعرانو د شعري بېلګو تر څنګه د يونس خليل چاپ کړې څلوريزې په واک کې ورکړې. هغوی هم ورباندې له لا نوښتګرانه ژب- ښکلا ييزې جولې او ژب- انديزې منځپانګې سره خپلې وړتياوې ښه ترا وازمايلې او په لږ وخت کې د وتليو ځوانو شاعرانو او ليکوالو په توګه راڅرګند شول. تورې ږيرې او سپينې پګړۍ خو يې لا له مخه هيسته کړې وې او د نورو ښوونيزو منځيو له زده کړه والو او ځوانو قلموالو سره يې نور توپير نه کېده. له فراغت سره ننګرهاري په قبايلو کې دنده ترلاسه کړه او شفيق په شاهي دار التحرير کې.


له مصره د اسلامي حقوقو او له امريکا د مدني قوانينو له غبرګو ماستري بريليکونو سره تازه راستون شوی او په عدليه وزارت کې يې د قوانينو د لوی مدير په توګه کار کاوه، چې مټې يې په کومه راديويي مشاعره کې په ليدلو زما زوړ ارمان خړوب شو. پر 1338 ل. کال چې ما د ادبياتوپوهنځې په پښتو څانګه کې په زده کړه پيل کړی وو او څو مياشتې مو د منطق استاد نه درلود، نو د پوهنځي مرستيال او د ساپوهنې او فلسفې استاد مجروح له شفيق صاحب نه هيله وکړه، چې په حقوقو پوهنځي کې د نړيوالو او پرتليزو حقوقو تر څنګه زموږ هغه مضمون هم پر غاړه واخلي. په دې ډول يې د شاګردۍ وياړ هم را په برخه شو او زياتره به يې له ورور(هارون جان) سره عدليې ته ورتلم او کله نا کله هم د هېواد ورځپاڼې د خبريال په پلمه له څېره کښ(عکاس) سره د مرکې لپاره.


هارون هم لږوډېر شعر وايه، خو د خپل ورور او نورو پخو شاعرانو، په تېره د ستر استاد حمزه ډېر غزل يې پر ياد ول او په ځانګړو بنډارو کې به يې په خورا خواږه اواز اورول. ان په څرخي زندان کې يې چې له ماسره په يوه کوټه کې بندي وو، د شپې په شومه دم کې را انګازه کول. له دې ناخبر چې  يوه شپه به يې رانه ((اميني جلادان)) د تل لپاره بيايي او د بېګناه شهيد ورور په ګناه به دی هم پر شهادت رسوي. موږ څو پاتې ملګرو يې هغه درد و وير په هماغه راپاتې شعر سپکاوه چې څه مهال وړاندې يې ليکلی او کمپوز کړی وو او يو شکر دره وال بندي په خپل کوډګر غږ کې را اوراوه. ګومان کوم چې ړومبۍ مسره يې داسې وه:


((ريباره  حال په غوږ کې د جانان مې ووايه…))!


سياسي او درباري ژوند


ويل کېدل، چې ارواښاد پلار يې دواړه ورونه په هماغه وړکينه کې ظاهرشاه ته ور وستي ول او تر غوږه يې ور تېره کړې وه چې خپله شاهانه لورېينه به ترې نه سپموي. کشری يې خو په هماغه وړکينه کې دسرغړاوي له کبله له پرله غښتو زده کړو بې برخې پاتې شوی وو او ډېر را وروسته يې د کامې لېسه ګره بره تر يوولسم يا دولسمه ورسوله. خو مشر يې په خپل کمال ځان په سترګو کې ور ننه اېستی وو او لورېينې يې تر سروزيرۍ ورساوه. پاچايې هم چې له وزارت راهيسې يې لکه يو نژدې انډيوال پر خپل خورمنځ برابر موندلی وو، د همدغې وروستۍ دندې په تړاو په يوه نيمه رسمي غونډه کې د بېسارې استعداد منښته او ستاينه کړې وه او ورسره ورسره داخبره هم پټه کړې نه وه : ((کله کله رانه داسې تری تم شي او هېڅ يې پته لګولای نه شم)) ، خو دايې په اروا کې هم نه ګرځېده چې 8- 9 مياشتې وروسته به يې خپل تره زوی له هغه سره يوځای څلوېښت کلنې ټولواکۍ ته پايټکی ږدي!


که نه، هغه تر مصر او امريکا وروسته په همدې موخه د سياسي لارې رودې (career) د ښه ترا ورسيخولو لپاره ديپلوماسي زده کړو لپاره پاريس ته هم استولی وو. په دي توګه ترې په ځوانه ځوانۍ کې يو داسې پوخ پياوړی ديپلومات او سياستمدار وتلی وو چې نه يوازې ورته د ډېرو مخنيو په توپير د((بې دېپلومه دېپلومات)) ګوته نه نيول کېده، بلکې دافغانستان د سياسي نظام په ټول تېر مهال کې يې ساری او مخينه نه وه ليدل شوي!


داهم  څرګنده وه چې د هېواد په حکومتي اډانه کې تر ټولو په لږ منګ کې تر وزيرۍ او سر وزيرۍ رسېدلی وو. د وزارت له نومونې سره يې دا ګړ بړ روان وو چې د کارمندانو د قانون له مخې يې بايدعمر تر څلوېښتو يا دوڅلوېښتو کم نه وای او دی 38کلن وو. حال داچې په سروزيرۍ کې مټې دوڅلوېښت کلن شوی وو.


د ګوښوالي پر مهال درې څلوېښت کلن وو او د شهادت پرمهال نه څلوېښت،ټيک پر هماغه منګ چې دکتور نجيب اله همداسې بېګناه او بې محاکمې د يوه پاکستاني کرنېل له خواشهېد کړشو.


د اړپېچونو په پېچومو کې


داچې شهيد موسی شفيق له ګردو بېسارو سياسي او بياعلمي او فرهنګي ځانګړ تياوو سره سره د سيمې او ان ښايي پر نړيوال کچ يوعياش ترين او لوکس ترين سفير، بهرني وزير او بيا سروزير هم بلل کېده او ورسره ورسره يې زياتو کارونو هم د نندارې او ځانښوونې بڼه درلوده، اَره او سرچينه يې د هماغه لومړني ژوند پېر تمبېدلي ټولنوټيز ارمانونه او ګرومونه ول. په بله مانا، هغه د بې کچو نا پوخلاکېدونکو اړپېچونو په  پېچومو کې رالوی شوی او وش و وده يې موندلې اوهغه هرڅه يې په ذهن و زړه، يادارواشننې (psychoanalysis) په تخنيکي نومونه، په ناځانخبرۍ (تحت ا لشعور)کې يوه ځاله او زېرمه جوړه کړې او بيا يې په يوځايي توګه د اند و ژونداو وګړې (شخصيت) په وررغاونه کې يوه پرېکونې ونډه اخېستې ده. په راوروسته هوسا او بسياژوند پېر کې يې، لکه تڼاکې ورو ورو را بهرېدې او را چاودېدې او په ځانخبري او نا ځانخبري ډول يې د واکمنو ټولنيزو دودونو او ارزښتونو پر وړاندې يو راز سرغړاوي ته ور څکاوه!


دا هم يوه هېښنده پېښه وه چې مټې يې دوه دوه نيمې لسيزې وروسته د سروزيرۍ پر مهال له مېرمنې رقيه ابو بکر سره د واده ژمنه په خورا پرتمينو دود و دوستور پرځای کړه.


هرګوره، د فرانسې اوسني سر کوزي سروزيريې دوه نيمې لسيزې وروسته پر پله پل واخېست او د مخينۍ ښځې له پرېښکې(طلاق) سره يې له يوې اېټاليي مودلې سره واده وکړ.


په بشري تاريخ کې هم ښايسته ډېرې سترې او  نومورې سټې د څه ناڅه ارثي وړتياوو تر څنګه د همدغه راز بې برخيو او ګرومونو زېږنده بلل شوې دي. که څه هم ډېری بيا چې سمه ښوونه روزنه يې نه ده موندلې، لږ و ډېربېلارې شوي او ياهم ګرد سره پر جنايتکارانو اوښتي دي.


په دې لړ کې زموږ نوميالی پوهيال، فرهنګيال او سياستوال هم که په مزو چړچو او ډال و ډيل(تجمل پسندۍ) کې له ښندې(افراط) کار اخېستی نه وای، په بله وينا، درباريانو او په تېره پخپله پاچا په لوی لاس دومره نه وای ورڅکولی، نه به يې د ژوند تنسته دومره لنډېده او نه به ترې راپاتې ادبي او فرهنګي شتمني له څومره ييز پلوه  دومره لنډه تنګه وه. که نه، له زياتو ادبي، په تېره داستاني پنځونو او يو راز ادبي- فلسفي سبک سره يې د پښتون – افغان ((جبران خليل)) ستاينوم د جوګه والي اټکل کېدای شو!


هغه که يو خوا د شاهي دربار په لورېينه د لوړو زده کړو او بيالوړو پوړيو جوګه شوی وو، خو بلخوايې په دا بله برخه کې د ښندې لامل شوی هم وو. تر دې چې خپله کورنۍ يې هم له خپل ((ځانځاني ښاماره)) ځار کړې وه. د نورو خپلوانو او دوستانو ګيلې ګوسې يې هم له چا پټې پنا نه وې پاتې چې له هاغو لوړو لوړو څوکيو او پوړيو سره سره يې څه ښمر و ښېګڼه نه ور رسېده. کومه ګټه وټه چې لاس ته ورتله، خپلځاني لګښت يې هم نه ورپوره کاوه. د څلوېښتمې لسيزې په وروستيو کې چې کابل ته د بهرني وزير په توګه ورغوښتل کېده، د تشلاسۍ له کبله يې له سفارته درې مياشتنۍ پېشکي له ځان سره را واخېسته او بيا دېته اړوتلی وو چې خپل ځايناستی هماغومره مهال ور وځنډوي.


د وزارت په ورځو شپو کې يې يوځل د منډې له مخې داسې مهال د پلار ليدو


لپاره کامې ته ولاړ چې په يخ کرخ جومات کې يې د مرګ پر تشتور کټ پروت وو او ده ترې بيرته پښې راسپکې کړې وې. که څه هم، ښايي کابل ته به يې د لېږدونې او درملنې ټټر ورټپولی وي، خو هغه مړه خوا انسان چې له امانه تر ظاهره د يوه بېلګه  قاضي په توګه په پاکۍ اوپرهېزګارۍ کې نوم اېستلی وو او له ده يې هم د بې کچه ((عصريت)) له کبله خوا پوره بده وه، کله يې((هو)) پر خوله راتلای شوه!


هسې خو په ټوليز ډول د ژوند په هره برخه کې د يوه ځانګړي څوب وخورمنځ(ذوق و سلېقې) څښتن وو.کله چې د بهرني وزير په توګه پر يوه رسمي سفر چين ته تللی وو، په راستنېدو کې يې تر الوتکې اورګاډی غوره ګڼلی وو او پدې توګه يې تر افغاني پولې د ورېښمو تاريخي لار را نغښتې وه او ورسره ورسره يې دځوځو ما ځوځو او ورپسې د بدري جمالې او سيف الملوک  دچين ماچين اوکاشغر و خوتن   د هوسيو او رمبوسيو د ګلو رمو په ننداره او دمشکو په خوږبوييو خپله شاعرانه تنده او تلوسه پوره خړوبه کړې وه!


په سوټ و بوټ کې يې د څلورګونوموسمونو، بېلابېلو ورځنيو مهالونو  او  بنډارونو له پلوه پاريسي مود و دود له پامه نه غورځاوه. د بهرني وزارت پر وخت يې د نوې څلورپوړه ودانۍ پرځای پر ستورې ماڼۍ او د سروزيرۍ پرمهال يې د اَرې اداري ودانۍ پرځای پر ګلخانې ماڼۍ د پاريس د ((شانزلېزې)) تنده ماتوله. د همدې لپاره يې شمال ته تېرېدونکی سړک  د ټرافيک پر مخ تړلی وو. له نا رسمي ليدو کتو يې زياتره د ناروغۍ په پلمه ډډه کوله، خو بياهم په ورځنيو دودو چاروکې کومه وټه نه راتله او په ورتلونکو(مراجعينو) کې ترې هم څوک ناخوال و نيمه خوا نه تلل او سيده ناسيده يې پرغوښتنو غور کېده.


اوس اوس راته چا کيسه کوله، هغه شپې ورځې چې داودي کودتا چيانو تر سخي غاښي لاندې شاړو شډلو کوټوکې له درباريانو او نورو سره يوځای اچولی وو، تر ټولو يې مورال لوړ وو او هغه نازولتوب يې ګرد سره له ياده اېستلی وو!


پر سپرليو ګاډيو او لاريو باندې ليکلي شعرونه، دعاوې،او ځړېدلي ځونډي او تاويزونه يې په يوه بولۍ لرې کړل او هغه ناوړه دود يې نور د تل لپاره ورک کړ چې اروپايي ګرځندويانو ترې انځوريز ګوزارشونه جوړول او خپلو هېوادوالو ته يې د زړه راکښونکو او خندوونکو ډاليو په توګه له ځان سره لېږدول.


اجمل خټک يې چې د پاچاخان او د سياسي ډلې ټپلې د نورو کارندويانو غوندې له کلونو راهيسې په کابل کې اوسېده او کوم بهرني ژورنالېست يې دمرکې  په ترځ کې د ګډې وډې خوبخونې انځور اخېستی وو، په تېلېفون کې سپکه سپانده کړي وو.


په ولسي جرګه کې يې د باور رای اخېستنې دسيده بهير فېلمي ګوزارش يې بيا په هسکه غاړه پر بهرنيو خبريالانو سربېره د هېواد ټولو سېنماوو په واک ورکړی وو چې د سرفېلمۍ په بڼه يې تر يوه مهاله نندارې ته وړاندې کاوه. هغه هم په دې چې تلويزيون لا هېواد ته نه وو راغلی.


دوکتور جاوېد يې له ټولې پښتو او پښتون دښمنۍ سره يوازې د زړې يارانې په پار د کابل  پوهنتون مشر و نه ګوماره، بلکې تر هرڅه له مخه په دې موخه چې دهغې پوهنيزې منځۍ جوليز ډول و ډال ور برابر کاندې او هغه هم د سردار داود تر کودتا پورې ټول کچه لارې رودې ور پخې کړې او په شنو چمنونو او رنګارنګو ګلونو يې لکه ناوې سر تر پايه و پوښه. هغه يې هم د البيروني د نړيوال سېمينار د پرانېستې په پلمه د نندارې کابو وموندله. کله چې بيا بهرنيوګډونوالو دالبيروني دارامځای د ليدو لپاره دغزني د تګ غوښتنه وکړه، پر سباته يې د صدارت له زېرمتونه شل دېرش نوي کاغذ پېچ ګړندي ګاډي پوهنتون ته را ولېږل او غزني ته له رسېدو سره له لويې لارې د البيروني تر کتابتونه يو، يو نيم کېلومتره لار په قير او تر ارامځايه کږې وږې کوڅې په کاڼو او شګو پوښل شوي وې.


د پوهنغونډې پر وروستۍ ورځ يې د چهل ستون ماڼۍ په بڼ کې ګډونوالوپه وياړ مېلمستيا جوړه کړې وه چې د څلور- پېنځو کورنيو برخوالو په ډله کې يې زما نوم هم هوکې کړی وو. په زړه پورې يې بيا داچې تر روغبړ وروسته  له پيرګيلاني سره پر ماڼۍ ننوت او نور راښکاره نه شو او زما هم ورسره هماغه وروستۍ کتنه وه. مياشت پس يې نه هغه برم و پرتم وو او نه هغه درېګونې سرکاري ماڼۍ،نه کاريز مير، پغمان، نغلو او نور شاهي هوساينځايونه مېله ځايونه او نه خپل ځانګړي  ښکلي خيالي کورونه!


د کرغې پر لوړه غونډۍ رغولی کور ترې داودي کودتا پرژوندونې او د جلال اباد پر لوړه غونډۍ ودان کړی هغه ترې اميني کودتا پرمړينې وبلوسه. د سروزيرۍ په وروستيو کې يې ګرانبيه فرمايشي ګاډی خو ترې  په کومه فرانسي فابريکه کې همغسې نيمګړی پاتې شو او د هماغه کوشنوټي سورککي فولکس په ارمان يې کړ چې د قوانينو د مديريت په وخت  کې نوي  مسلمان شوي جرمن ((عبدالرحمان)) ور ډالۍ کړی وو!


ادامه ….