بېړنی خبر:د احمدولي کرزي په فاتحه کي چاودنه وسوه
د احمدولي کرزي په فاتحه کي د کندهار د شپږمي ناحيې د سرې جامې په دننه کي د فاتحي په مراسمو کي چاودني لږ تر لږه پنځه کسان ځای پر ځای وژلي او يو شمېر نور زخميان کړي دي . د پېښي له ځايه د لراوبر خبريال انجنير عطاجان د ټيلفون پر ليکه وويل : چاودنه د فاتحې د مراسمو د جريان پر مهال درې څلور دقيقې مخکي رامنځته سوه . په سيمه کي تر چاودني مخکي هم سخت امنيتي مراسم نيول سوي وه خو تر پېښي وروسته هوايي ځواک هم سيمي ته رسيدلي او په هوا کي هيليکپټر ګرځي راګرځي .
په دې مراسمو کي يو شمېر لوړ پوړو دولتي چارواکو هم برخه اخستې وه ، څنګه چي پېښه ډېره تازه ده ترا وسه د وژل سوو او زخميانو نومونه ښوول سوي نه دي .
سيمه د پوليسو لخوا تړل سوې ده .نور جزيات يې وروسته پرليکه کيږي .