کور / تازه خبرونه / کندهار: په سره جامع کي ځانمرګې حمله سوې ده

کندهار: په سره جامع کي ځانمرګې حمله سوې ده

د کندهار ولايتي چارواکي وايي په سره جامع کي چيري چي د احمدولي کرزي د فاتحې مراسم شروع ول، يوه ځانمرګې حمله سوې ده.
د کندهار له ولايت څخه خپره سوې خبرپاڼه وايي په دې حمله کي ٢٠ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده، چي په مړيو کي د کندهار د عالمانو شورا رئيس حکمت الله حکمت شامل دي.
د خبرپاڼي له مخي نورو کسانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده، چي په وينا يې اکثره يې ملکي کسان دي.
د ولايت د مقام خبرپاڼه وايي د پېښي پر مهال په مسجد کي نور لوړ پوړي چارواکي هم حاضر ول خو هغوى ته تاوان نه دئ رسېدلى.
په پېښه کي پنځه تنه مړه سوي او ٢٠ ټپيان دي، چي تر اوسه يې مسئوليت چا پر غاړه نه دئ اخيستى.
د کندهار چارواکو دغه چاودنه ځانمرګى بريد بللى او مسئوليت پر طالبانو اچولى دئ.

په لومړنيو راپورونه کي ويل سوي وو چي د پېښي په مړيو کي د خرقې شريفي د جامع جومات ملا امام قاري عبدالباري هم شامل دئ، خو د کندهار له ولايت څخه خپره سوې خبرپاڼه وايي نوموړى جوړ روغ دئ.