د پوهاند زيور پر مړينه د غمرازۍ پيغامونه
دډاکټرزيورپرمړينې دميدان ځوانانوخواخوږي
داپه يـــاددمـــحـبـت درســره واخـــله
دژوندون شمعه به مړه وي موږبه نـه يو
په دېرې خواشينۍ سره موخبرترلاسه كړچې دهېوادپه دووپوهنتونونو،کابل اوننګرهاراودهندپه ي،ه پوهنتون کې دپښتوژبې پياوړی استادپوهاندډاکټرزيورادين زېورله فاني نړۍ څخه سترګې پټې اودنيايي ژوندته يې دتل لپاره دپاى ټكى اېښی دی.
انالله و انا اليه راجعون
دميدان ځوانانودټولنيزې،ادبي اوكلتوري ټولنې مشرتابه په دغه سترويركې ځان ددوي له کورنۍ سره شريك بولي،ارواښاد ته دلوي خداى (ج) له دربارڅخه فردوس جنت او پاتې شونوته يې دجميل صبر غوښتنه کوي.
کل نفس ذائقة الموت
په خواخوږۍ
انجينير همت الله امين زى
دميدان ځوانانودټولنيزې،ادبي اوكلتوري ټولنې مشر
د پوهاند زيور پر مړينه د محصلينو د غمرازۍ پيغام
د پوهاند زیورالدین (زیور) په مړینه د چپرهار د محصلینو علمی اوپرمختیای ټولنی د غمرازی پیغام په ډيره خواشینی سره می د پوهاند زیورالدین (زیور) خفه كوونكي مړينې خبر چی د ټول افغان په ویبپاڼه کی خپورشوی وو ولوست د چی داسی لیک ول (( پوهاند زیورالدین هم پوره کړ )). إنا لله و إنا إليه راجعون ارواښاد پوهاند زیورالدین (زیور) د هيواد يو ستر ملی ، علمي، او سياسي هستی وه ، چی د خپل ژوند په اوږدو کی ډیری علمی او فرهنګی کار نامی لرلی، د هغه مړينه يو ه ستره ملی او فرهنګی ضايعه بولو. هغه اوس د دى دنيا څخه سترګی پټی کړی او لاړ، خو مو نږ په دی بارور لرو چی د هغه مرحوم نوم به د يو علمي ، سياسي او فرهنګي شخصيت په حيث د هيواد په تاريخ كښې د تل لپاره ځلاند او ژوندى وي.
زه د چپرهار د محصلینو د علمی اوپرمختیای ټولنی په استازیتوب د ارواښاد پوهاند زیورالدین (زیور) كورنۍ سره په دغه ستر غم كښې ځان شريک ګڼم . د الله پاك څخه ارواښاد ته د مغفرت دعا كوم او د كورنۍ غړو ته يې صبر جميل او اجر عظیم غواړم.
عبدالرحمن الفت محمودی – د چپرهار د محصلینو علمی اوپرمختیای ټولنی په استازیتوب