کور / تازه خبرونه / د ښه حکومت کولو، حساب ورکونې او نوښت ورکشاپ ترسره شو

د ښه حکومت کولو، حساب ورکونې او نوښت ورکشاپ ترسره شو

پرون سه شنبه د افغانستان د پرانیستې ټولنې په نوښت په کابل کې د ښه حکومت کولو، حساب ورکونې، او شفافیت تر سرلیک لاندې یو ورځنی ورکشاپ ترسره شو.
د افغانستان د پرانيستې ټولنې لخوا یاد ورکشاپ ته د کابل د ولایتي شورا غړي ، د مدني ټولنو استازي، د بشر د حقوقو د خپلواک کمسیون استازي، د حج او اوقافو د وزارت استازي، د دولتي او خصوصی پوهنتونونو استادان او د بېلا بېلا رسنیو استازي رابلل شوي وو. د غونډې په لومړۍ برخه کې د افغانستان د پرانیستې ټولنې لوی سلاکار ښاغلي عبدالصمد سراج دده ورکشاپ د موخو او اهمیت په اړه خبرې وکړې ښاغلي سراج وویل چې دغه ورکشاف د ښه حکومت کولو، حساب ورکونې، نوښت او شفافیت په اړه دی چې په دیموکراتیکو او ازادو ټولنو کې دغه چاره حکومت اړ باسي ترڅو ولس ته خپل ځان مسول وګڼي. وروسته د ورکشاپ د ګډونوالو لخوا د یادو موضوعاتو په اړه څرګندې او مفصلې خبرې وشوې.
د حج او اوقافو د وزارت د ښوونې او روزنې مرستیال ښاغلي مرتضی حامد په هېواد کې لویه ستونزه د قانون نه عملی کېدل وبلل د ښاغلي حامد په وینا تر دې مهاله په افغانستان کې قانون ته د غاړې ایښودنې او همداراز د حساب ورکونې کلتور وجود نه لري. د غونډې یو بل ګډونوال د کابل د ولایتي شورا استازي ښاغلي سجادي د بیان پر ازادۍ د حکومت په ټاکلو کې د خلکو پر ازادۍ او د دولت په جوړولو کې د ملت د برخې اخیستنې پر مهم والي تفصیلي خبرې وکړې. په غونډه کې د ډېری ګډونوالو د خبرو تمرکز په دې وو چې قانون یوازې په غریب سړي عملي کېږي ددوی په وینا لا هم په دولت کې پخوانی جنګسالاران، او زورواکان واکمن دي او قانون ته د ژمنتیا کوم ټکی په ذهن کې نه لري.
د ورکشاپ په وروستۍ برخه کې د رسنيو استازو او خبریالانو د ورکشاپ له نورو ګډونوالو د موضوع په اړه بېلا بېلې پوښتنې مطرح او د مېلمنو لخوا ورته ځوابونه وویل شول.