کور / تازه خبرونه / د ولسي جرګې وکيلي له ملامحمدعمر سره ليدلي

د ولسي جرګې وکيلي له ملامحمدعمر سره ليدلي

د آزادۍ راډيو وايي د ولسي جرګې د يوې غړي هماسلطاني او د کندوز د قعله ذال ولسوالي يو اوسېدونکى حاجي عبدالبصير ادعا کوي چي د طالبانو له مشر ملامحمدعمر سره يې مخامخ ليدنه سوې او له هغه څخه يې د سولي په باب لاسليک اخيستى دئ.
هما سلطاني چي په ولسي جرګه کي د غزني ولايت استازې ده، وايي يو کال دمخه يې د طالبانو له مشر سره د ډيورنډ کرښي ته څرمه په يوه ولايت کي وليدل، هغه ته يې د افغانستان د سولي طرحه وړاندي کړه او هغه هم تائېد او لاسليک کړه.
حاجي عبدالبصير وويل دى پر نړۍ واله ټولنه باندي ږغ کوي چي که رښتيا له طالبانو سره سوله غواړي نو خپل دريځ دي معلوم کړي او دى حاضر دئ چي ملامحمدعمر مخامخ ورته حاضر کړي.
حاجي عبدالبصير دا هم وويل چي د افغانستان جمهوري رياست ته يې د ملامحمدعمر د سولي پيغام ورساوه، خو هغوى رد کړ .
نوموړي د ولسي جرګې په غونډه کي دا هم وويل چي يو ځل خو ملامحمدعمر د کابل ١٥٠ کيلومترۍ ته راغلى وو چي له دولت سره خبري وکړي، خو د کابل حکومت پرشاسو.
د يادو سويو کسانو د ادعاوو په باب لا تر اوسه افغان حکومت او طالبانو څه نه دي ويلي.