کور / تازه خبرونه / امريکا: اېران طالبانو ته وسلې ورکوي

امريکا: اېران طالبانو ته وسلې ورکوي

په کابل کي د امريکا سفير آيکن بيري وايي داسي شواهد لري چي د اېران حکومت له طالبانو سره د وسلو او پوځي تجهيزاتو مرسته کوي.
آيکن بيري چي په په افغانستان کي يې دنده پاى ته رسېږي ويلي اېران د خپلو حکومتي مسئولينو په مرسته له طالبانو سره دغه راز مرستي کوي.
امريکا او ناټو تر دې پخوا هم اېران له طالبانو سره په مرسته تورن کړى دئ، خو د افغانستان حکومت يې په باب څه نه وايي.