کور / هراړخیز / د جهاني د شعر او شخصيت سلاست

د جهاني د شعر او شخصيت سلاست

کلونه کيږي چې د ادېسي په نه چندان ليرې ګاونډي مسکو کې ژوند کوم ، خو ادېسه مې د لومړي ځل لپاره د جهاني له برکته وليده. زه اديسې ته د جهاني له راتګ نه په دريم هېواد کې خبر شوم، خو دده له هنر، شعر او شخصيت سره زما ژورې ميني ادېسې ته ورسولم او د هغه به ليدو مې سترګې خوږې شوې .


هلته مې په هغه درنه او پرتمينه غونډه کې برخه واخيسته، چې د اديسې د ښار اوسېدونکو پتمنو افغانانو زموږ د غښتلي ، رسېدلي، ژبور او زړه ور شاعر، نامتو ليکوال، تکړه ژورناليست، غښتلي تاريخ پوه، زيرک ژباړونکي، هېواد پال افغان او د ټولو کلماتو په ريښينې معنی فاضل، غيرتي، درانه او مهربان انسان ښاغلي عبدالباري جهاني سره د ليدو کتو، د هغه دکلام او پيغام د اورېدو، او دهغه د شخصيت د جمال او کمال سره د اشنا کېدو په وياړ يې هلته رابللې وه. غونډه ځکه درنه او پرتمينه وه، چې رابلونکو يې د جهاني د شعر اوشخصيت سره په پوره اخلاص او صداقت ژوره مينه درلوده.


ما دغونډې برخه والو ته هم ددې خبرې لنډه يادونه وکړه او دادی اوس هم، ټول هغوی ستايم او مننه ورڅخه کوم، چې دغه پرتمينه غونډه يې نه د کوم مال او ثروت دترلاسه کولو په منظور، نه د مقام او چوکۍ د حصول په هوس او نه پر سينه د کوم نشان او مډال د ځړولو په نيت رابللې، بلکې يوازې او يوازې د خپل رنځيدلي ولس د وينو په زور د روزل شوي ، ساتل شوي او پائيدلي فرهنګ سره په لېونۍ مينه يې زحمت ګاللی او د افغان منلي او وياړلي شاعر جهاني د ليدو کتو او اورېدو محفل يې ښايسته کړی و.


تر دغه دمه د ښاغلي عبدالباري جهاني سره زما مخامخ ليده کاته يوازې د څو لحظو لپاره وو او پرما باندې دده دشعر ، ژبې او قلم له ساحرانه اغېز سره سره مشکله وه چې ويلي مې وای ، زه جهاني پېژنم .


په ادېسه کې د مېشتو افغانانو د فرهنګي مينې، هڅو او همت برکت و، چې ما وليدل ښاغلی جهاني په مخامخ مجلس کې تر کتابه لازيات خوږ ښکاري . جذاب ، محبتي او الهام بخش شخصيت لري . متين او ډاډمن دی . حريص او سولند نه دی . قانع، راضي، مستغني او نېکمرغه نما لري. افغاني غرور يې د هيکل نور او پرتم زيات کړی دی ، خو مدمغ او کبرجن نه دی، متانت او تواضع له نورو څخه جلا کړی او شخصيت ته يې جلال وربښلی دی. دی ملنګ دی خو قناعت يې تر خرقې لاندې اطلس دی او که هر څومره ملنګ دی ، خو نه دځان د خير ملنګ ، بلکي د جهان د خير ملنګ د انسان دخيرملنګ ،د افغان او افغانستان دخير ملنګ دی . په خبرو، ناسته پاسته او مخامخ برخورد کې مرموز نه دی ، په زړه او خوله يې يوه ده . دروند، سپېڅلی او رښتينی دی او دشخصيت سلاست يې دده دشعر په شان دی په ټولو ګران کړی دی.


د ښاغلي جهاني د شخصيت ټولو خواو، دده دنظم او نثر په هندارو کې پوره انعکاس پيدا کړی دی . جهاني به د ژوند په ډيرو چارو کې ځان ازمويلی وي او ښايي له هرې ازموينې څخه يې د کاميابۍ لږ و ډيره نتيجه هم ترلاسه کړې وي ، چې دی ور ځينې راضي وي ،خو د ده سرشت، د ده نوم او د ده معرفت تر هر څه دمخه په شعر پورې تړلی دی او دی له فطرته مورزادي شاعر دی .


اوس موږ شاهدان يو ، چې د فاضل شخصيت ارواښاد عبدالرحمن پژواک هغه اټکل څومره پر ځای او رښتيا ختلی دی،چې کلونه او وختونه پخوا يې ويلي وو : « عبدالباري جهاني يو استعداد دی ، چې که چېرې زموږ د اسير محيط د قيد او بند څخه ازاد پاتې شي، خپل رازونه به د سپېڅلو پيامونو د شعارونو په څېر جهانيانو ته ورسوي، چې د نني بازاري شعارونو بازار مات کړي .»


په دې کې شک نشته ، چې پر افغانستان د نازل شوي لمر ګرمو وړانګو، د باروتو او ګوليو لمبو ، بهاندو وينو، د شهيدو کاڼو بوټو ځګيروي او اوږدې جلاوطنۍ به دده دشعر ميوه ډېره پخه کړې او خوږه کړې وي ، خو دی ځکه مورزادي شاعر دی ،چې سرکښي او بغاوت دده دشعر دبيلتون نښه ده او دی پخپله ليکي چې سرکښي يې له وړوکتوبه عادت دی .


بغاوت او ژړا دوه متضاد او نه جوړېدونکي څيزونه دي ، خو د ښاغلي عبدالباري جهاني په شعر کې د دوو مينانو په څېر داسې غاړه غړۍ دي ، چې د مرګ په پوله ژوند بښونکي نوشدارو ورڅخه جوړ شي.


د جهاني همزولی ، دده همصنفي او ملګری ليکوال محمد معصوم هوتک ليکي چې : « جهاني له وړوکتوبه له شوخ طبعۍ سره سره د ډېرو نازکو عواطفو څښتن و او په برنده ځوانۍ کې يې څو ګښته ليدلی دی، چې په لپو لپو اوښکې يې ګريوان ته تويولې.»


له ده سره په لنډه پيژندګلوۍکې کولای شم ووايم :



داعجبه شان سرکښه ککرۍ ده


چې داسمان سره ډغرې وهي


خپلو سړو وينو ته اور غواړي


خو د يتيم ماشوم پاپۍ مچوي


د خپل شهيد وطن پر ګور ژاړي


په ورکه مېنه يې د اوښکو باران


د پايکوبونو ښار سمسور غواړي


دغه ياغي ملوک نوميږي د بدرۍ ملوک


د کوه طور د نور ملوک او د شپيلۍ ملوک


د سباوون په تمه ژاړي د کيږدۍ ملوک


د ښاپيريو د اتڼ او د سپوږمۍ ملوک


ځي د بدرۍ وطن ته


د ښاپيريو ښار ته


د لمر د کلي پر لور


په شپو په ورځو


په تيارو په سرو غرمو روان دی


ويجاړ ټاټوبی د افغان کور د ورورۍ غواړي


شرنګ دپازيبو په ګودر دښت کې کيږدۍ غواړي


ځانته د اوسپنې څپلۍ زور د ځوانۍ غواړي


د رباتونو د زمان او د بدرۍ په ژبه


د راز او نياز سندرې وايي او بدرۍ غواړي



سره له دې چې مخکې مې وويل جهاني له ازله زيږيدلی شاعر دی ، خوپرديسۍ او جلا وطنۍ دده پر شخصيت او دده پر روان له ډېرو خواو اغېز شيندلی او دده شعر ته يې ځانګړی سوز او ساز وربښلی دی .


اول خو داچې دی په پرديسۍ کې دارواښاد پژواک په قول زموږ د اسير محيط له قيد او بند څخه ازاد پاتې شوی دی، او د ارواښاد علامه پوهاند رشاد په قول، دی له رسومو بغاوت کوي او د فکر شهباز يې په نوو معنی ګانو پسې د پراخې نړي د کهکشان صحراته ډيرې هسکې الوتنې کړې دي او بې ښکاره نه دی راستون شوی .


دوهم داچې جهاني که پخوا هر څومره جهاني و، داېې د سرشت او طبيعت خبره ده ، خو په پرديسۍ کې د نړيوال فرهنګ له ګڼو اړخونو سره د جهاني نږدې رابطه ، د انګريزي ژبې په پراخه او غني ورشو کې د نړيوالو ادبياتو او شهکارونو ژوره مطالعه او څېړنه او ددې په څېر نور ډېر څيزونه ددې باعث شوي دي، چې جهاني پښتو ادب ته د نړيوالو ادبياتو په موازاتو کې نوې لار و ليکه و باسي .


د جهاني په شعر کې په ورکه مېنه پسې وير او دکلي ، کور او کوڅې ناستالجي ( Nostalgia )، په پایکوبونو او ګودرنو پسې ژړا هغه ژوره ښکلا ده ، چې ښايي يوازې به يې په پرديسۍکې د جهاني د شعر شارګونو ته لار پيدا کړې وي .


جهاني ته د بل د جنتي وطن نعمتونه، جامونه، شرابونه، غرونه، ښارونه ، جوماتونه او محرابونه بېګانه دي او خپل کنډوالې وطن ته د « زما جانان جانان وطنه» او « زما چمن چمن وطنه» د ترانو په اذان د عبادت سينه سړوي .


نامتو شاعر سليمان لايق جهاني ته کلونه پخوا د يوه ځوابيه نظم په ترڅ کې ليکي :


دا ته څومره زړه ور يې


يادوې ستړي خوبونه


د مغرب په جنتو کې


در ياديږي لغړ غرونه


 دا ته څومره زړه ور يې


 چې په سويو پسې ژاړې


 د بېغمو په دنيا کې


 د غمونو کيږدۍ غواړې


لا دې سترګې ښايسته دي


چې په خيال کې وطن ګورې


د خيالونو په زانګو کې


هغه ښکلی چمن ګورې


د جهاني په شعر او شخصيت کې د بغاوت ، متانت، مردانګۍ او اوښکو تويولو نمونې دده په کلام کې خورا ځلېدونکې او څرګندې دي، دی وايي :


چې اسمان يې د منصور په دود رقيب دی


چې د دار په سر ختلی ښه دی زه يم



يا وايي : جهاني به دې ملنګ وای په محراب کې


 ملاجانه که خيرن دې ضمير نه وای


او يا داچې : زه يو پرديس يو نا اميده شاعر


 زما اسويلي د اورېدلو نه دي


 زه د نصيب ښکاري ويشتلی مرغه


 نور مې وزر د الوتلو نه دي


 زما د خيالونو نړۍ ونړېده


 نه جهاني نه يې جهان پاته دی


 زما دارزو پسرلی ورژيدی


 نه يې نسيم نه يې باغوان پاته دی


د وړانديز په توګه د جهاني د شعري غونډو له ټولو تنظيموونکو او کوربنو څخه هيله کوم، چې د جهاني په اوا ز دده د ثبت شوو اشعارو ټول CD يا DVD ډيسکونه يوه ټاکلي ادرس ته ، چې زما په اند تر ټولو غوره به د لر اوبر وېب پاڼې د مسؤل چلوونکي ، ځوان عبدالله احسان ادرس وي راټول کړي . دا کار به ددې سره مرسته وکړي ، چې په راتلونکي کې د جهاني ساحرانه شعر دده په خپل ساحرانه اواز او انداز کې دده دکتابونو سره يو ځای د تل لپاره دده دشعر او شخصيت علاقه مندانو ته ورسيږي .


اوس همدومره


په مينه او درنښت


شېرحسن حسن


مسکو – د ۲۰۱۱ کال جولای ۱۵