په ماسکو کي د عبدالباري جهاني نمانځنغونډه جوړه سوه
نن د روسيې فدراسيون په مرکز ماسکو کي د افغانانو د کاري مرکز سراسري کلتوري ټولني لخوا د افغانستان د نوميالي شاعر عبدالباري جهاني د نمانځلو يوه پرتمينه ادبي غونډه جوړه کړه .
غونډه چي دقرآن کريم په تلاوت او په ګران هيواد افغانستان کي د سولي ټينګښت په دعا پيل سوه ، دغونډي چلوونکی ليکوال او شاعر ښاغلی فاروق ( فردا) و ، پرانستونکې وينا په ماسکو کي د افغانانو د کاري مرکز ريس ښاغلي غلام محمد جلال واوروله ، نوموړي په خپلو خبرو کي د ښاغلي عبدالباري جهاني او له اروپا څخه د نورو افغان فرهنګيانو او کلتوري ټولنو له استازو په دې غونډه کي د ګډون له امله مننه او هرکلی وکړ ، نوموړي د خپلو خبرو په ترڅ کي وويل چي افغانان تر بل هر وخت يووالي او اتفاق ته اړتيا لري او زياته يې کړه چي په دې اړه د لومړي ګام پورته کولو ته تيار دﺉ .
په روسيه کي د افغانستان د لوی سفارت د کلتوري چارو مسول ښاغلي شينواري د عبدالباري جهاني ژوند ليک واوراوه ، ورپسې ليکوال او څېړونکي ښاغلي ډاکټر لطيف بهاند د عبدالباري جهاني پرع کار او ژوند مقاله واوروله ، ښاغلي عبدالباري جهاني خپل يو شمېر شعرونه او منظومي کيسې وړاندي کړې او ورپسې يو شمېر ماسکو مېشتو افغان ليکوالو او شاعرانو د ښاغلي جهاني د دې د ادبي خدمتونو ستاينه وکړه .

د يادوني وړ ده چي په دې غونډه کي دافغانستان د بېلابېلو قومونو او ژبو ويونکو برخه اخستې وه او په تودو احساساتو يې د ښاغلي عبدالباري جهاني د اشعارو استقبال وکړ ، ښاغلي علي کريمي د خيام د رباعیاتو د ژباړي په اړه وويل چي که حضرت خيام ژوندﺉ وای او ستاسو په لاس يې د خپلو رباعياتو خوږه پښتو ژباړه ليدلي وای ددې لپاره به يې نور رباعیات هم ويلي وای ، نوموړي د ښاغلي جهاني لخوا د خيام د رباعياتو پښتومنظومه ژباړه تر عربي ، فارسي او روسي رباعياتو برجسته او خوږه وګڼله او له دې امله يې ښاغلي جهاني صاحب ته مبارکي وويله .
ددې پرتميني غونډي تفصيلي انځوريز راپور به وروسته له لراوبره پرليکه سي .
د جولای پر ۱۷مه نېټه ښاغلی جهاني او ورسره په اروپا کي د کلتوري ټولنواستازي د روسيې په دوهم ښار لېننګراد کي د فرهنګپاله افغانانو لخوا وربلل سوي چي د ليدو کتو تر څنګ به يوه ادبي غونډه او د ښاغلي جهاني صاحب د شعرونو اورېدل هم شامل وي .