کور / خبرتیا او پيغامونه / د غازي محمدجان خان وردګ په باب سيمنار جوړېږي

د غازي محمدجان خان وردګ په باب سيمنار جوړېږي

د ستر مجاهد غازي محمد جان خان وردګ د ژوند او مبارزې په اړه علمي او څېړنيز سيمنار جوړيږي.
دغه سيمنار چې د رفيع کلتوري او مدني ټولنې له خوا يې د جوړلو تابيا شوې ده، د روان کال د چنګاښ د مياشتې په ٣١ مه نېټه د جمعې په ورځ به د کابل طبي
پوهنتون د غونډو په تالار کې جوړ شي.
په دې سيمنار کې به د ولسمشر او نورو اکاډميکو مرکزونو له پيغامونو وروسته دغه مقالې ولوستل شي:
• غازي محمدجانخان د انګرېزي آرشیفي اسنادو د یوه لیک په چاڼ کې ( پوهنوال رشید صیب)
• غازي محمدجانخان د ولس په زړونو او د ولس په سندرو کې ( څېړندوی حبیب الله رفیع)
• غازي محمدجانخان وردګ او د هغه په نوم یاده شوې یوه سکه ( استاد رسول باوري)
• د غازي محمدجانخان وردګ پېژندګلوي ( حیات الله حلیم)
• غازي محمدجانخان او د هغه ولسي او پوځي نفوذ ( سرمحقق سیدمحمدامین مجاهد)
• جنګ دوم افغان وانګلیس ونقش غازی محمدجانخان درین جنګ ( معاون سرمحقق عبدالحکیم صافی)
• غازی محمد جانخان، قهرمان با عزم و بی ادعا ( محقق محمد فاضل شریفی)

له تاسو ښاغلو ټولنو او بنسټونو هیله کیږي چې نوموړي سیمینار ته خپل پیغامونه راولېږﺉ

اړیک شمېرې:

۰۷۷۷۲۰۰۳۰۱،۰۷۸۷۶۵۳۵۵۵، ۰۷۰۰۸۰۲۰۰۳