کور / اسلامي / د ايام بيض (۱۳، ۱۴، ۱۵) د ورځو فضيلت – (محمود قادري)

د ايام بيض (۱۳، ۱۴، ۱۵) د ورځو فضيلت – (محمود قادري)

حضرت علي کرم الله وجهه فرمايي چي زه يو غرمه په بارګاه نبوي کښي حاضر سوم، حضرت رسول کريم صلی الله عليه وسلم په حجره کښي وو.
 
ما سلام ورواچوی، ده مبارک جواب راکړی او راته وئې ويل رانژدې سه !
او زه ورنژدې سوم ده مبارک ارشاد وفرمايل چي حضرت جبريل عليه السلام وتاته وائي چي هره مياشت درې روژې ونيسه .


د لمړۍ روژې په بدل کښي به خدای (جله جلا له) د ۱۳۰۰۰ کاله ثواب درپه برخه کړي، ددوهمي روژې په عوض کښي به د ۳۰۰۰۰ کالو په برابر ثواب او ددرېيمي روژې په بدل کښي به د يو لک کالو ثواب در نويشته کړي .


حضرت علي مبارک فرمايي چي ما عرض ورته وکړی چي يا رسول الله صلی الله عليه وسلم آيا دغه ثواب خاص زما لپاره دی  او که دټولو خلګو لپاره؟
ده مبارک صلی الله عليه وسلم وفرمايل چي خدای (جله جلا له) وتاته دغه ثواب در په برخه کوي او وه هغه خلګو ته چي ستا وروسته دغه عمل کوی .


حضرت علي صاحب وايي ما عرض ورته وکی چي يا رسول الله صلی الله عليه وسلم هغه کومي ورځي دي ؟
ده مبارک صلی الله عليه وسلم وفرمايل ايام بيــــــــض يعني دمياشتي ديارلسم ،  څوارلسم او پنځلسم ورځي د سپوږميز کال (دقمري : داسلامي مياشتي)  دتاريخ دي .



 


تر هر لمانځه وروسته په زوره درې (۳) واره کلمه شريفه ( لا اله الا الله ) ډېر اجر لري په اول وار ويلو سره ۱۲۰۰۰ کبيره ګناهونه معافيږي په دوهم وار ويلو سره ۲۴۰۰۰ او په درېيم وار سره چي پوره مکمله کلمه شريفه ووايي يعني ( لا اله الا الله محمد رسول الله ) نو ۳۶۰۰۰  ګناهونه ځيني پورته کيږي .