کور / تازه خبرونه / كندهار : د ژورنالستانو لپاره كورس پرانستل سو

كندهار : د ژورنالستانو لپاره كورس پرانستل سو

دغه ټرېننګ کورس چې مالي چارې يې د کاناډا د خلکو له خوا تمويلېږي په کندهار کې د بېلابېلو اژانسونو شل تنه ژورناليسټانو ونډه پکې لري.
دغو ژورناليسټانو ته د ژورناليزم پر اساساتو سربېره يو شمېر نورو ژورناليسټيکي ارونه هم تدريسېږي.
د دغه کورس د پرانيستنې پر مهال د کندهار د اطلاعاتو او کلتور رئيس ښاغلی عبدالمجيد بابي د دغسې ټرېننګونو په لاره اچول يوه ستره لاسته راوړنه وبلله.
او زياته يې کړه چې ځوان ژورناليسټان بايد دغسې ټرېننګ کورسونه تعقيب کړي او ترې ګټه واخلي.
د دغه کورس ټرېنر محمدابراهيم سپېڅلي د دغسې کورسونو دايرول د ځوانانو لپاره يو طلايي چانس وباله او په ټرېننګ کې د برخه اخيستونکو ځوانانو سره يې وغوښتل تر څو له دغسې ټرېننګونو څخه ګټه واخلي چې په ژورناليسټيکي چارو کې له ستونزو سره مخ نه شي.
د دې کورس يوه ګډونوال عزيزاحمد چې دا مهال د اطلاعاتو او کلتور د تاريخي ابداتو مديريت هم پر غاړه لري د ځان په شان ځوانانو لپاره دغه کورسونه ډېر اړين وبلل.
د يادونې وړ ده چې په کندهار کې دا مهال ډېر شمېر رسنۍ په فعاليتونو بوختې دي، خو زياتره کارکوونکي يې د ژورناليزم له اصولو څخه بې برخې دي.