کور / شعر / زه څه وم زه څه شوم

زه څه وم زه څه شوم

د ګلونو په جها ن کی د ښا یست د باغ با د شا وم


چا په زلفو کی ټو مبلم چا په لاس کی په مسکاوم


پاس دشین آسمان په غیږکی روښان ستوری دصباوم


هر چا زما  په لا ره تګ کړد و ختو نو ر هنما  وم


 ز ند ګی هم د خو ند ونو په نغمو کی تیر ید  له


مینه هم  زما د ستر ګو په ککو کی او سید  له


د نفرت د نیا فضا هم زما له سیمی تښتید له


زړه په مینځ کی می دحسن دنیا ګی ښه پسخیدله


خویو دم له کومه لوری څه اثرد خزان را غی


هر یو ګل له می د مینی سوی لو ی طو فان راغی


خړه وریځه تورلوګی می د تقدیر په آسمان راغی


هری سیمی ته می یو دم دمرګونو کاروا ن راغی


زما بچی زما له غیږی نه په کریکو باندی سرشول


کومه ورځ چه ما نه بیل نورو ملکونو په سفر شول


چاپه تن شوی جامی څیری څوک په ګیډو ښه نهر شول


څوک قربان شول په کلداری را نه خرڅ څوک په ډالرشول


دنفرت خړه فضا زما په سیمه را خو ره شوه


دجنګو نو سلسله می په وجود کی لا تو ده شوه


هره توره زما د تن په وینو ولمبیده سره شوه


د وهمونو شپه می زړه کی پسی لانوره اوږده شوه


خوزه غواړم په نړی کی ډ ک له امن یو هیواد شم


د بچو په ښه روزلو ښه پا للو باندی ښا د شم


پس له ډیری ویرانی نه بیرته جوړ بیرته آباد شم


دنړی نورو ملکونو په سیالی کی هم وریاد شم


هند وکش می په خنداشی ولولی کړی دموجونو


په غورځنګ مستی څپی شی را روا نی د سیند ونو


ګل غونډی هم لاښایسته شی ننګرهار هم په ګلونو


د سپین غرفضا ته را شی بیرته زاڼی په سیلو نو




دا نظم ما دګران هیواد په څولسیزه غمیزه با ندی لیکلی دی 


عبدالرحیم (صالح) دپروان ولایت دکوهی صافی ولسوالی (ملا احمدخیل)