کور / علمي / د پوهنتون پر ځای دانشګاه

د پوهنتون پر ځای دانشګاه

له هر څه نه مخکي غواړم ووايم، چي ددې ليکني او زما دمخکنۍ ليکني نه زما موخه دافغانستان داطلاعاتو او کلتور دوزير ښاغلي کريم خرم دکړونو تائيد نه دی!!!!!
دفيبروری د۱۳ نيټې دليکني د « رد ادعاهای دو استاد‍ يګانه – دو استاد ی که يک ګپ حسابي هم نزدند »تر سر ليک لاندي مي کړې وه ، دادی لاندی ټکي ياد داشت کوم . دا ځکه چي تر اوسه پوري لاهم د شر اچونکو شور ماشور اوچت دی .
لکه څنګه چي ومي ويل، په دغه ليکنه کي زما دخبرو اصلي مطلب دافغانستان حکومت ته متوجې نه دی، بلکي زه غواړم دموضوع پر اصلي هسته او اصلي مدعا باندي لنډ بحث وکړم، په دې ترتيب چي :
۱ ــ موږ ولي د ٫٫ پښتو ٫٫ دغه کلمات چي دري ژبي ته ننوتي دي او٫٫ دري ٫٫  شوي دي، ليري غورځوؤ؟؟؟
۲ ــ ولي هره ورځ په سلګونو او زرګونو عربي، انګليسي، هندي، ترکي، مغولي او آن روسي کلمات بې درېغه کاروؤ، خو دپښتو دڅو کلمو داستعمال په خاطر مو شور ماشور او واويلا وي جوړي کړي دي ؟
۳ ــ ولي غير پښتون افغانان دپښتو دڅو کلموؤ داستعمال نه ، چي ډېري ښکلي هم دي،وشرمېږي؟؟؟
۴ ــ آيا دپوهنتون پر ځای د دانشګاه استعمال ، د دري ژبي سره مينه  که د پښتو ژبي سره دښمني، څرګندوي؟؟؟
۵ ــ کله چي موږ په دري ژبه کي د پښتو ژبي دپنځوسو نه تر سلو پوري کلمات نه شو زغملای، نو آيا په داسي حالت کي کېدای شي دخپلو خلکو د ژبني او قومي پوهاوي او نژدې والي نه خبري وکړو؟؟؟
۶ ــ کله چي وينو، چي افغان پښتانه په خپلو خبرو او ليکنو کي په سلګونو او زرګونو دري کلمې بې له تعصبه او بې له درېغه استعمالوي، نو آيا دا به ډېره بې رحمانه بې اصافي نه وي ، چي دپښتو د څو محدودو کلمو په وړاندي دومره حساسيت وښودل شي؟؟؟
آيا دا ددري ژبو دوه ګونۍ چلند او ژبنۍ تعصب او دپښتنو بې تعصبي نه څرګندوي ؟؟؟
۷ ــ آيا دغه عار کول او شورماشور جوړول زموږ په خپل واک کي دي او که يا دګاونډيو مفتنو هيوادونو او
په ځانګړې توګه دايران دشووينست او پراختيا غوښتونکي اخوندي دولت، لاسونه په کي دي، تر څو دمچ دوزرنه غر جوړکړي او په دې ډول زموږ دهيوادوالو يو والی له مېنځه يوسي ؟؟؟
۸ ــ ولي نه شو کولای په دې پوه شو، چي دايران مفتن او دروغجن چارواکي غواړي د کلماتو له لاري دخپلي ژبي ځانګړې وجهه ( ډول )  او دځانګړي وجهې له لاري خپل فرهنګ او دخپل فرهنګ له لاري خپل سياست زموږ په مظلوم او نيم ارام هيواد کي پلی کړي ؟؟؟
۹ ــ ولي زموږ ځيني سپېڅلي هيواد وال ـــ هو زموږ سپېڅلي هيوادوال ، دايران مزدورو ژب دښمنو  وسُرنا ته غوږ نيسي او داسي فکر کوي چي  ګواکي دپرديو دنوکرانو دغه شورماشور پر حق دی او ګواکي په افغانستان کي دري ژبه په خطر کي ده .
۱۰ ــ ددغو تالي څټو نه پوښتنه کوم، چي که فرضاً سبا داسي کار وشي چي زموږ په دري کي دايران دفارسي  اصطلاحات له کاره ولوېږي، نو آيا په دغه حالت کي  به دافغانستان دري سره وشلېږي او پښې به ئې ماتي شي ؟؟؟
۱۱ ــ آيا دغه ټول شورماشور دافغانانو ديوې ځانګړي ډلي او کړۍ ، چي په ايران کي ئې زده کړي کړيدی، په کچه مطرح دی او که يا زموږ دعاموخلګو بېلابېل قشرونه او طبقې هم ددغه ټکي نه اغېرمن شوي دي ؟؟؟
بېله شکه ټول پوهېږي چي ژبي يو دبل نه اغېزمني کېږي، يوله بل نه لغتونه اخلي او يو بل ته لغتونه ورکوي . دا خبره آن دهغو ژبو په اړوند هم صدق کوي، چي يو دبل نه دمځکي دنيمي کرې او نصف النهار په اندازه ليري وي، داسي ژبي لکه دري او پښتو خو هلته پرېږده، چي ديوې مور نه پيدا شوي، په يوه هيواد کي ديو بل تر څنګ ئې شتون لرلی دی او په پېړيو او زريزو ئې يو دبل تر څنګ او يو دبل په دننه کي ژوند کړی دی؟؟؟
که څه هم نوري ډېري پوښتني هم مطرح کېدای شي، خو ما همدا ۱۱ پوښتني را وايستلې .
که څه هم پوښتنو خپله تر يو ځايه ځوابونه ويلي دي او زيرک او حق ليدونکی لوستونکی ويني چي هره پوښتنه خپله ځواب هم وايي، خو زه کوښښ کوم دهغو يو شمېر ته ځواب ووايم . وروستۍ پوښتني ته لومړی ځواب وايم .
د ۱۱ پوښتني ځواب:
دا ټولو ته دکابل دروښانو ورځو په شان روښانه ده چي ددې موضوع نه يوازي يوځانګړی لوستی قشر، چي شمېره ئې دڅوسوؤ تنو نه نه زياتېږي، ماڼيجن شوي دي او ټولو ته څرګنده ده چي دغه قشر کوم دی؟؟؟           که نه نو زموږ خلک او مليونونه ولسونه نه سواد لري چي په دغه ډول مسايلو پوه شي او نه دغه ډول شيانو ته کوم ارزښت ورکوي . هغوی نه دموضوع نه خبر دي اونه دغه ډول کيسي کوم اهميت ورته لري . هغوی نه   دانشګاه او دانشکده او دانشجو دپلار په عمر کي اورېدلي دي او نه ددغه ډول کلماتو نه کارول دوی خواشيني کولای شي . هغوی چي دخپلو کوچنيانو لپاره ديوې ګولې ډوډی دپيداکولو په غم کي ډوب دي، چيرته کولای شي ددغه ډول بې ارزښته موضوعګانو په هکله فکر وکړي ؟؟؟ آن هغه وطنوالو چي څو ورځي ئې په ايران کي تېري کړي دي، نه ئې هلته د درس لوستلو او زده کړو لپاره ځای لرلی او نه د دانشګاه دانشکده او دانشجو نه کوم پوهاوی لري . نو هغوی هم دغه ډول مسايلو ته کوم ارزښت نه ورکوي .
په يو څو نوم بدو ، معلوم الحالو او ايراني پالو انټر نېټي سايټونو کي دڅو مونتاژشوؤ عکسونه ښکاره کول، چي  ګواکي په بلخ کي دخلکو مظاهرې څرګندوی، بېله ارزانه تقلب او دعکسونو جعلي مونتاژ نه بل څه نه دي!!!! ښه مي په ياد دي، چي پر اعراق دامريکا دلومړي تېري نه مخکي ، دلوېديځ ډله ايزو رسنيو وسايلو نړيوالو ته  دمظلومو الوتونکو څو عکسونه وښودل، چي وزرونه او بڼکي ئې په نفتو ککړي شوي وې . او دغه يوازنۍ عکس ئې په سلګونو اوزرګونو ځله وښود او داسي به ئې وانمود کول چي ګواکي دسړي وژونکي او ورانونکي صدام حسين دفارس په خليج کي پر نفتي بېړيو دبريد په پايله کي دخليج سواحلو دککړتيا سبب شوی دی، آن دا چی په زرګونو او سلګونو زره بې وزلي مارغان او الوتونکي ئې دغه حال ته رسولي دي . خو څه وخت وروسته خپله امريکايي ورځپاڼو داافشا کړه چي هغه ترحم پارونکی عکس ، داعراق دلومړی جګړې نه څو کاله وړاندي يعني دتېري پېړی داتيايمو کلنو په مېنځ کي دالاسکا دساحل نه اخستل شوی وه او دنايجريائې بېړی دماتېدو په پايله کي دهغه ځای داوبو دککړېدو نه ئې کيسه کوله . رښتيا هم چي دجعل فن او هنر تور سپين او سپين تور ، مظلوم ظالم او ستم کونکی ښودلی شي .
اوس دامريکا مزدوران راځي او دخپل نړی خوړونکي بادار په اقتداء داسي صحنه جوړوي، چي خلکو ته وښيي، چي خلکو د کريم خرم او د دانشګاه او دانشجو او دانشکده په خاطر څه ستر غبرګونونه ښودلي دي . زموږ بې وزلي خلک چيرته او ددانشجو ، دانشکده او دانشګاه نه دفاع چيرته؟؟؟ زموږ وږي او پښې لوڅي خلک، چي ټول وخت وږو اولادونو ته ديوې ګولې ډوډي او کاليو دموندلو په فکر دي، چيري ځان ته اجازه ورکولای شي، چي خپله ورځ ورکه کړي، دخپلو وږو او سر او پښو لوڅو بچيانو غم هير کړي او دڅو کلمو په خاطر واټونو ته راووزي او دغه ډول وړيا کار وکړي ؟؟؟ديوه سالم عقل لرونکي انسان، مسلمان او د يوه افغان منطق دغه ډول يو شی نشي منلای .



دغه عکس نژدې درې کاله وړاندي په يوه انګليسي فوروم کي خپور شوی وه او هغه وخت چي په افغانستان کي دولسمشری لپاره منډي تړنډي تودې وه، کوم چا دغه دوه عکسونه د لطيف پدرام په ګټه مونتاژ کړي وه . هغه لطيف پدرام يادوم چي تر څو مياشتو وړاندي ئې خپل نوم هم سم نشوای ليکلای .
ددغه ډول جعلي او دخندا وړ عکسونو ښودل، يوازي د هغو کسانو کمزوري منطق او ساده لوحي ښکاره کوي، چي دغه ډول جعل او تقلب کوي !!!!! خو الحمدالله زموږ خلک دومره هوښياري او پوهه لري چي په دغه ډول چلولونو هيڅ کله باور نه کوي !!!! مهرباني وکړي وپورته عکس ته چي په يوه مفتن، تقلبکاره او دايران داخوندی رژيم دنوکرانو او دپنجشېر دزمرود پلورونکو په سايټ کي خپور شوی دی پام وکړي او يو څه دقيق شی ورته ، نو جعلي والی به ئې خپله هم تصديق کړی .
د۱۰ پوښتني ځواب :
نه ګرانه وروره؛ هيڅکله به داسي ونشي . څه موده وړاندي، هغه وخت چي د ايران فارسي لا د افغانستان د دري پر اوږو نه وه سپره شوې، زموږ ليکوالانو، پوهانو او استادانو هم ليکني کولې، هم ئې تدريس کاوه او خبرونه ئې خپرول او دعلم او پوهي او پيغامونو او خبرونو تبادله او راکړه ورکړه ئې کوله . زموږ دفترونو او ديوانونو، ښونځيو او مدرسو ، پوهنيزو او تعليمي  او دلوړوزده کړو موسسو خپل کار ته دوام ورکاوه . هغه وخت زموږ هيڅ کار تر نن پاته نه وه او له دې بابته په هغه کي هيڅ نيمګړتيا نه ليدل کېدل . دپرون او نن تر مېنځ توپير يوازي په دې کی دی، چي پرون يوازي پر ځان متکي وؤ او نن په نورو پوري تړلي او متکي يو . هغه وخت زموږ پوه ، اديب، شاعر او استاد، ښونکی او درس ورنکی فرهنګي او مطبوعاتي او دفن، هنر صنعت او پوهي خاوندانو خپله د دری کلمې او اصطلاحات جوړول او نن دا کلمات دايران نه واردوؤ . موږ نن ورځ په ټوله مانا يو استهلاکي او  واردونکی هيواد او دالمانانو په اصطلاح ايمپورټ لنډ شوي يو، چي هم مادي توکی واردوؤ او هم معنوي .
موږ چي خپله د دري ژبي پيدا کونکي يو، روزلې مو ده او وده مو ورکړې ده او دسيمي نورو هيوادونو ته ، په هغه لړ کي فارس يا نني ايران ته مو هم صادره کړېده، نن ورځ دايران نه دري کلمې او اصطلاحات واردوؤ او دا زموږ لپاره ډېر دافسوس ځای دی .
زه په يوزر او يو تحليلي دليل ثابتوم او ثابته کړې مي ده، چي زموږ دري خپل اصالت ( اصلي والی ) ساتلی دی او سچه او خالصه پاته شوې ده او په يوزر او يو دليل مي ثابته کړېده او ثابتوم ئې چي  دايران دري دغه اصالت نه لري . آيا بيا هم ددغه څرګند واقعيت په درک سره به دا مجاز وي ، چي خپل مصری يوسف په ايراني کوټه زرو وپلورو؟؟؟ هغه کسان چي په نا پوهی کي دايران فارسي دري پسې تللی دی د دوؤ څرګندو نا خوښيو نه ځورېږي  ، يو ئې دا چي خپله دري ژبه سمه نه پېژني . بل دا چي ايراني فارسي سمه نه پېژني . ځکه نو زموږ ددغو هيوادوالو عيب په دوؤ نه پېژندلو کي دی؛ هو په هم  دې دوؤ نه پېژندلو کي !!!!
ما دايران هيواد ته ګڼ شمېر سفرونه کړي دي او دهغو په لړ کي مي دهغه هيواد داديبانو، فاضلانو، شاعرانو او ژبپوهانو سره ډېري اړيکی لرلي دي .هغوی پر يوه خبره د نظر توافق لري او هغه دغه په زړه پوري اقرار دی، چي ايرانيان ئې يادوي، کوم چي زموږ په ګټه دی . دوی ټول بېله استثنا نه دافغانستان د دري پر سره والي اعتراف کوي او دا په خوله او د حال په ژبه بيانوي . ولاړ شی اودايران  د لسګونو وتلو پوهانو، اديبانو او شاعرانو نظريات ولولی او پيدا به کړی، چي هغوی په دې هکله څه ويلي دي ؟؟؟ ولاړ شی او داستاد بديع الزمان فروزانفر او استادسعيد نفيسي او استاد بهار-ملک الشعراء تقي بهار خراساني او استاد داکتر ناتل خانلري اونوروخدای بخښلو نظريات ولولی، تر څو پوه شی چي دوی ددغه بابته څومره حسرت او غم خوړلی دی !!!!


ادامه ….