کور / تازه خبرونه / هندوستان د نړۍ تر ټولو ستره د یورانیم زیرمه و موندله

هندوستان د نړۍ تر ټولو ستره د یورانیم زیرمه و موندله

هندوستان د نړی تر ټولو ستره د یورانیمو زیرمه و موندله چي ټول حجم یی ۱۵۰۰۰۰ ټنه اټکل شویده. داخبره د هندوستان د اټومی انرژۍ د برخی عمومی سکرټرکمار بانرجی د هندوستان ټایم ته به خپله ځانګړی مرکه کی کړیده.
د زیاته کړه چي شاید د دی یورانیمو حجم تر دی هم دری چنده زیات شی.
هندوستان د خپل ضرورت لپاره یورانیم له فرانسې، قرغستان او روسیې پور کول.
ښاغلی بانرجی زیاته کړه چي موندل شوی یورانیم له سپړلو وروسته سره به هندوستان له همدغو هیوادو څخه یورانیم واردوی.
د یادولو وړ ده چي هندوستان دری فیصده خپله انرژی د یورانیم له غنی کولو څخه لاس ته راوړی. او د موندل شوی یورانیمو له سپړلو سره سم به تر ۲۰۵۰ کال پوری په کال کی ۲۵٪ انرژۍ لاس ته راوړی.