کور / تازه خبرونه / ناروې: غبرګو چاودنو مرګ ژوبله واړوله

ناروې: غبرګو چاودنو مرګ ژوبله واړوله

د ناروې په مرکز اوسلو کي د دوو چاودنو له امله شاوخوا اووه تنه مړه سوي دي، او د يوه بل راپور له مخي له اوسلو څخه دباندي په يوه بل کمپ کي په وسله باندي څلور کسان وژل سوي دي.
چاودني د اوسلو سيټي سنټر په نوم يوه دولتي تعمير کي سوي چي وايي ځاني تلفاتو يې درانه مالي تاوانونه اړولي دي.
د دې چاودنو مسئوليت تر اوسه چا پر غاړه نه دئ اخيستى او د ناروې حکومت بېله دې چي په رسمي توګه کومه ډله تورنه کړې، وايي دا يو تروريستي عمل وو.