کور / تازه خبرونه / دزابل دولایتی روغتون څخه خلګ سر ټکوی

دزابل دولایتی روغتون څخه خلګ سر ټکوی

په کلات ښارکی دامهال یوازي یومرکزي روغتون شتون لري چی دچارواکوپه خبره په ورځني ډول ورته لسګونه ناروغان مراجعه کوي .
ددغه ولایت یوشمیراوسیدونکي شکایت کوی اووایی چی په روغتون کی دیوي خوا درمل نه ورکړل کیږی اودوي یی په بازار کی په پیسورانیسي اوله بلی خوا اکثره ډاکتران شفري نخسي لیکي چی دوي یی له ګڼوستونزوسره مخامخ کړی.
دوی وایی چه مرکزی دولت اوددی ولایت مقام باید پدی اړوند جدی ګام پورته کړی.
که څه هم لمړی دولایتی روغتون رسیس نه غوښتل چه خبری وکړی خووروسته بیا په خپلو خبرو کی دخلکودا ادعاوي بی بنسټه وبللی.
ښاغلی ملک الدین احمدزی ددغه ولایت دښار ددرملتونونوځیښتنان په غیر مسلکيتوب تورن کړل.
نوموي وایی ددوي ناروغان زیات دی نوځکه ورته پوره درمل نشی رسیدلي او اکثره ناروغان بازارته استوي
بلخودزابل دیوشمیر درملتونونوڅیښتنانو دمرکزي روغتون درېس خبری رد کړی اوزیاته یی کړه چی دوی مسلکی کسان دی ډاکتران ناروغانوته شفري نسخی لیکی نوڅکه یی دوی نشی ویلای
دیادوني وړده
داپداسی حال کی ده چه پدی ولایت کی یوشمیر رغتونونودناامنیوله امله تړل شوی دی .
دپامه دوتلی نه وی چه دالمړی ځل ندی چه ددی ولایت خلګ شکایت کوی ، تردوړاندی هم شمیر ناروغانو په مرکزی روغتون کی دصحی اسانتیاوی له نشتوالی څخه سرټکوی.