ستا د بیلتون ورځ

رحيم ګل څاروان | جولای 25th, 2011


له نن نه اووه کاله وړاندې په همدغه ورځ زما د مېنې په نوي اباد شوي جهان کې ستا د بېلتون زورورې زلزلې د خوار زړه ودانۍ په بل مخ واړولې،د سترګو دجزیرو بندونه یې خلاص او د کریوانه ښار یې په یوه مخ یووړ.
په دغه ورځ زما د ژوند په هره لار او کوڅه کې د ارمانونو او هېلې جنازې بارېدې او وېر ژلو ساندو ټول ژوند په سر اخېستی وو.
زما د ژوند د ښار ټول بنسټونه و نړیدل او د دغې بي احساسې او بي عاطفې نړۍ هېڅ یو وګړي هم له ماسره په دغه بده ورځ مرسته ونکړه.
له هماغې ورځې راهېسې زما د خوار ژوند هرڅه وران او ویجاړ پراته دي او زما ذهن څو وارې د دغه ړنګ ښار د بیا ابادولو ماستر پلان جوړ کړی، خود بېلتون د زلزلې ځپلي زړه،کمزوری اقتصاد یې د عملي کولو توان نلري.
اوس هر کال زه د خپل ژوند د خوار زړه په ړنګ شوي ښار کې د ارمانونو اوهیلو پر هدېرې اوښکې تویوم او د زړه د ړنګوو شوو ودانیوپه کنډوالو کې دخپلې ناکامې مېنې بېرغ نیم ځوړند پرېږدم.

۲۵ـ۷ـ۲۰۱۱

Copyright Larawbar 2007-2024