کور / هراړخیز / دسلطان محمد فاتح….په زړه پوری تاریخی داستان ۱۷مه برخه

دسلطان محمد فاتح….په زړه پوری تاریخی داستان ۱۷مه برخه

ددې په زړه پوري ناول تېره برخه له دې ځايه ولولی


« درونده سلطانه !   په ډیر احتیاط سره  یوه خبره  کول  غواړم  »
سلطان  د قاسم په لور مخ کړ  او د سر په خوزولو سره یی د خبرو کولو اجازه ورکړه . قاسم ورته  بیا وویل :
« درونده  سلطانه  !  دحیرانتیا خبره ده ……. شاهي سراغ  رسان  ته  د یوه ځایه درې  پرې کړل  شوې  ګوتې تر لاسه شوي دي  چې مونږ د پلټنې  له پاره  په مشک و  کافورو   او  قدرتي واوره  کې  خوندي ساتلي دي…. که چیرې  شوخي یی  و نه ګڼئ  نوزه دا ویل غواړم   چې طبیب  سلیم پاشا  د معظم سلطان څخه  کومه خبره پټول  غواړی ….»
قاسم  خبرې کولې او دسلیم پاشا  پښې  د ویرې  څخه په لړزه  وي  ، قاسم  چې کله  ددرې  پرېکړل شوو ګوتو خبره وکړه  نو د سلیم  پاشا  راز  یی  را وسپړود. دهغه مخ د خزان  شوي  پاڼې په څیر  ژیر ګرځیدلې و، او د پادشاه  سترګو ته دکتلو په ځاې  یی  زمکې  ته په کتلو پیل وکړ .دهغه  ټول  دغه حرکتونه د سلطان  له پاره  ډیر حیرانونکې و …..په همدې خاطر سلطان په لوړ  اواز  ورته وویل :
« طبیبه !…..   پښې  دې  ولې  لړزیږي …؟ داسې بريښې  چې  ته هم دهغو دریو  ګوتو  سره  کوم تړاو  لرې ؟ »
دسلطان خبرو دسليم پاشا  هغه پاته   توان  هم  له منځه یوړ . په همدې وخت کې قاسم  یو ځل بیا وویل :
« درونده  سلطانه ! ماته دغه  درېواړه  پریکړل شوې ګوتې په خپل کور کې تر لاسه شوي دي  ، اوزما  ورندار  دخپل مرګ  نه  څو لمحې مخته  ویلي و  چې هغې دحمله کونکو سردار زخمي کړې  و .  خو درونده سلطانه  ، دا  ضروري  نه ده   چې دا ګوتې دې  حتما  د طبیب  سلیم پاشا ګوتې وي .»
قاسم  دغه  اخري خبره  قصدا  لږ څه په زوره  وویله . اوس نو هغه  په سلیم پاشا  باندې  نیغ  په نیغه  خپل  شک  څرګند کړې و . دسلیم پاشا حالت  هم  هره  ګړۍ  خرابیده . ژبه یی ګونګه  شوه  ، قاسم  چې ښکار په جال کې وکوت  نو سمدلاسه یی  وویل :
« درونده سلطانه !….. د پټې محکمې ماهرینو ددې  پریکړل شوو ګوتو  او د سلیم پاشا د لاس د نورو ګوتو د کتلو وروسته  په اسانۍ سره ویلاې شي  چې  ایا دا ګوتې دسلیم پاشا دي او که  د بل  چا…….»
دقاسم خبرې  لا په پوره ډول  پاې ته  نه وې رسیدلې چې په همدې شاهې خونه کې یوه  په زړه  پورې پيښه رامنځته شوه . کله چې  سلیم پاشا خپل  ځان په  جال کې  را ښکیل وکوت  نو د برق په څیر یی  خپل  چپ  لاس  د چپنې لاندې  ور ننویست   او  یو  تیز  ځلیدونکې  خنجر یی ترې  را وویست . اوپه  سلطان مرادخان  ثاني باندې یی  حمله وکړه . ډیره  زیاته  ممکنه وه چې دهغه ددغې ناڅآپې حملې   په واسطه  دسلطان  ګیډه څیرې  کړل شوې وې. خو په همدې وخت کې اربان  یو عجیبه  حرکت وکړ او د برق په څیر د سلطان مخې ته و درید. د سلیم پاشا  خنجر د اربان  تر پښتیو پورې  ورسید  خو سلطان  ددې حملې څخه خوندي پاته شو .
همدومره مهلت  کافي و ، قاسم سمدلاسه خپله توره  بې نیامه کړه  او مخته راغې او دسلیم پاشا  په څټ یی  ور کیښوده .  سلطان  هم په لوړ اواز  سره  دروازه  چې  را وباله ، دروازه چې  هم خپل توره را وویسته او په یوه منډه  دننه راننوت ، سلیم پاشا  بې وسه کړل شوې و  خو  په اخر کې  یی  تر ټول  زیات حیرانونکې  عمل  انجام کړ ،خپل خنجر یی د اربان  د پښتیو څخه را وویست او په خپله  ګیډه کی  یی  ور ننویست . دهغه رازونه راډاګیزه شوي و  اوهغه ته نور  ژوندي پاته کیدل  شوني نه و  ، په دې خاطر  یی ځان وواژه .
بله ورځ  د غدار  سلیم پاشا لاش  د ښار په  لویه   څلور لارې کې په  چپه را ځوړند کړل شوې و، تر څنګ  یی په یوې کوچنۍ  ستنه  یو  شاهي  اعلان  هم  را ځوړند شوې و  چې په هغې کې دغدار  سلیم پاشا  ټول  کړچار  ثبت   شوې و .  قاسم  خپله بدله اخستې وه اودهغه تر ټولو ستر  دښمن  او د هغه  په کور د حمله کونکو  نقاب پوښانو سردار  ، دقیصر خطرناکه  جاسوس  خپل انجام ته  ور  رسیدلې و . قاسم نن  ډیره خوشحاله و او دهمدې خوشحالۍ په حالت کې د اربان  دکور په لور ولاړ . هغه غوښتل اوس دخپلو بوسنیایی میلمنو پوښتنه وکړي .  خو په حقیقت کې دهغه په زړه کې  یو نامعلوم  غل  پټ  شوې  و . داسې بریښیده چې هغه به د بوسنیایی شهزادګۍ  د کتلو  غلا  وی . کله  چې د اربان  درواز ې ته ورسید نو ډیر  زیات  احساساتي  معلومیده . په لړزیدلې  لاس  یی ددې ښکلې  کور  دروازه  ور وهله  او هملته یی لږه شیبه  انتظار وکړ .
څو لمحې وروسته ،کله چې  دروازه  پرانستل  شوه  نو د احساساتو په  بهیر کې  وچ کلک  و درید. ځکه دهغه  تر مخه د بوسینا  شهزادګۍ  ولاړه وه . قاسم  دا هیله هم نه درلوده چې شهزادګۍ  حمیرا دې پخپله ددروازې دپرانستلو له پاره دلته راشي . هغه  حیران  و ، خو شهزادګۍ  حمیرا  دهغه څخه  زیاته   حیرانه ولاړه  وه ځکه هغې  ته دخپلو خوبونو شهزاده  په   ډیره  نا څاپې توګه  په مخکې  ولاړ  و . شهزادګۍ په  خلاصو سترګو د قاسم  خندانه  او دخوشحالیو نه ډکه  څیره کتله  ، هغې  په دواړو لاسونو د دروازې  دواړه پلې  را پرانستې  خو خوله یی د سکتې د حالت په څیر  وازه پاته  وه . دقاسم  دغسې ناڅآپې را تلل  د کومې معجزې  څخه کم  نه و . هغې  فکر  کاوه چې دمسلمانیدو نه وروسته یی  خپله لمړنۍ دعا  قبوله  تر سترګو شوه . ځکه هغې د مسلمانیدو وروسته دخپل خداې  نه د قاسم سره د بیا کتلو  دعا کړې وه . او نن قاسم پخپله دهغې تر مخه  ولاړ و .
کله چې ددواړو اړخونو حیرانتیاوې خپل  اخري حد ته ورسیدې  نودواړو  کتونکو یو بله  ته په ډیره په زړه پورې توګه وخندل  او بیا شهزادګۍ د قاسم څخه د پوښتنې پرته  ، قاسم ته د دننه  راننوتلو  ست وکړ او پخپله په یوه منډه  ولاړه او عباس او مریم  یی د قاسم د  ناڅاپې راتلو څخه خبر کړل . په دې وخت کې  اربان  په کور  کې نه و خو دوې درې واړه  قاسم  په خپلو لاسو کې واخست ، دقاسم په راتلو سره دشهزادګۍ کور څلور ځله روښانه  شو . هغه ولاړه  او په یوه ځآې کې کیناسته ، عباس  د احساساتو او خوشحالیونه په  ډک اولړزانده  اواز وویل :
« حمیرا لورې ! وګوره ! ….. ستا زلمې په خپله راغې ، زه ښه پوهیږم چې  تا ته دهمغې لمړۍ ورځې څخه  د قاسم سره مینه  پیدا شوې ده ،نو اوس  چیرې پټیږې ؟»
د حمیرا  څیره د حیا اوشرم  څخه د انارو د ګل په څیر و ګرزیده . سمدستي پورته شوه او دننه ولاړه . خو عباس  هغه د لاسه  و نیوله «  لوري ! ځې چیرې ؟ همدلته کینه ،  دومره  موده وروسته  قاسم یوځل بیا زمونږ کورته ر اغلې  دې  اوته ترې  تښتې ؟ خوشبوی او محبت  نه پټیږي ، ته  خو دا  هم نه منې چې ته دلته اورنه ته د قاسم  له پاره راغلې یی . »
حمیرا د شرم  څخه ویلې کیده . اوعباس  یی  لاس کلک نیولې و  ، بیا یی وویل :
«کاکا ! تا زما ددعاو  اغیز  وکوت .  قاسم بن هشام پخپله  زمونږ کورته  راغې . ته زما لاس  پریږده  ترڅو زه دهغه  له پاره دخوراک  څښاک  غم وکړ م .»
خو قاسم ددې ټولو حالاتو څخه ډیر  زیات  اغیزمن شوې و ، ځکه هغه هیله نه درلوده چې معامله دې تر دې  ځایه  پورې  ورسیږي . هغه خو د خپلې مارسي « غزاله » سره مینه کړې وه . خونن  یی په زړه کې  شهزادګۍ  حمیرا د مینې  شمه  بله کړې  وه . خو دهغه په ذهن  باندې د مارسي  مینه سپره وه. هغه ته داسې  بریرښیده لکه دمارسی د روح سره  چې بې  وفایی کوي . ددې وروسته چې هغه څومره  وخت ددې خلکو سره کیناست  په همدې  احساساتو کې  سوزیده ، او د حمیرا  مینه  یی  د سترګو  غورزوله . ان تر دې چې کله چې هغه د شپې  له مخې  بیرته کورته  ستنیده  نو حمیرا  ورته وویل :
« دورنده سالاره !…. ته  ماته ډیر  ورک ورک  معلومیدې . داسې ډاګیزه کیږي چې  ستا په زړه کې د بل چا د مینی  چراغ  لمبې وهي . نو که چیرې  زما  له خاطره تاته کوم  تکلیف  در  رسیدلې وي نو دزړه  نه در څخه بښنه غواړم .»
قاسم  ټکان وخوړ  ځکه  حمیرا  په  هغه  پوه  شوې وه .هغه  یو ځل بیا ونښت . له یوه اړخه دمارسی  یاد هغه  ځوراوه .  خو دبله  اړخه کوم غیبي  ځواک  هغه دحمیرا  په لور   کشاوه . دهغه د زړه  تارونه  سست  شوي و نو په معذرت کونکي  لهجه یی وویل :
« نه  ، درندې  شهزادګۍ !  …زه  ستا د محبت  وړتیا  نه لرم .  ما پخوا د یوه چراغ  د روښانه کولو  هڅه کړې وه  خو اوس  هغه روښانه چراغ  د زړه په تیارو کې  ډوب  شوې دې ، ته ډیره  درنه او محترمه  یی .  او زه تاته په زړه کې  یو ډول  خاصه  جذبه  احساسوم . خو زه  نه غواړم  تا په دوکه  کې واچوم . ستا څخه مخته یوې  نجلۍ  زما سره د ژوند  د ملګرتوب  ژمنه کړې  وه ، او همغه زما لمړنۍ  محبت  و .»
« لمړۍ محبت و؟ …. د   وه    څخه دې  مقصد څه دې ؟  هغه  خوش  قسمته  اوس  چیرې ده ؟ »
د قاسم په سترګو  کې د غم  ماښام  را ځلیدلې و . هغه  پورته اسمان ته په کتلو سره وویل : « هغه شهیده شوې ده .  داسلام دمحبت  په نامه  ،   هغه اوس  په دې نړۍ کې نه شته .»
«د حیرانتیا خبره وه چې  یو  سالار  او سپاهې دیوه شهید په شهادت  باندې  دومره  غمژن  دې . ما خو په اسلام  کې اوریدلې دې چې شهید  ژوندې وي  نو بیا ته ولې دهغې د بیلتون  درد  احساسوې . زه  له تاڅخه  یوازې همدومره غواړم   چې کله هم  په خپله زړه کې دهغې خوش نصیبه  د بیلتون   دروندوالې  احساس کړې  نو ما  بدنصیبې ته هم دخپل دغه  غم  څخه د لږ  د پورته کولو   اجازه  ضرور  راکړه »
دحمیرا  په سترګو کې  غټې   غټې  اوښکې  را تویدې . څرګنده نه  شوه  چې قاسم ته  څه ور پیښ  شول  چې یو ناڅاپه یی د شهزادګۍ  حمیرا  لاس و نیوه او ورته یی وویل :
« نه  ، حمیرا  ، نه  !  ته ماته دومره  درنښت  اوعزت مه راکوه  چې زه ستا په مینه کې  را ښکیل  شم . اودخپلې  غزاله  یاد  له یاده  و کاږم  . »
حمیرا  خپلې د اوښکو ډکې سترګې  راپورته کړې  ، په دې وخت کې دهغې د سترګو  څخه داوښکو څاڅکې لاندې  راپریوتل . داوښکو دغو څاڅکو د هغه په رخسارونو باندې  سترې سترې  کرښې  جوړې کړې . حمیرا  د یوې سلګۍ کولو وروسته  وخندل  ، دقاسم څخه یی خپل لاس  ازاد کړ  او سر یی ټیټ کړ او ویی ویل :
« ته به بیا کله راځې ؟ اوس  خو به زما غوږونه د دروازې   په لور  متوجه وي »
قاسم د حمیرا  په  رخسارونو  باندې  د جوړو  شو لکیر و ځلا  کتله  او د تلو دمخه  یی وویل :
« زه  به  هرو مرو  راځم ، د عباس  کاکا  او ستاسې د ټولو  سره به وینم ……تاسو هم زما کورته   را شئ ، تاته ما وویل چې زما کور زما د ورندار اوپلار د  شهادت  وروسته  وران ویجاړ دې او زما وریرونه علې او عمر  ډیر  زیات  خفه  دي. که چیرې تاسې هلته راشئ نو دهغوې  زړونه به  باغ  باغ شي .»
قاسم رخصت واخست او نیغ  کورته ولاړ . هلته په کور کې ورته یو میلمه منتظر ناست و . دا دهغه ځانګړې  استاذې و . اوقاسم  هغه د غزالې د پیدا  کولو په اړه  البانیه ته استولې و . کله چې  قاسم  خپل استاذې وکوت  نو ساه  یی بې واره  شوه . ځکه هغه نه غوښتل د غزاله په اړه کوم  بد خبر واوري . ددې استاذې په کتلو سره دهغه ټول  امیدونه  یو ځل  بیا را و ټوکیدل . خو کله یی  چې دخپل استاذي خبرې واوریدې  نویوځل بیا یی په زړه کې  داغونه  راپیدا شول. ځکه دهغه استاذې ورته وویل چې دغزاله په اړه یی هیڅ  ښه  خبر نه دې  تر لاسه کړې ، بلکه د سلطان مرادخان  ثاني  لیږل شوې  استاذی  هم  د سکندربیګ  په واسطه  وژل  شوې دې .
هغه ته به غزاله څنګ  تر لاسه  شوې وې . اویا به دهغه جاسوس  څه ډول دغزاله  خبر تر لاسه کړې و .  ځکه چې غزاله اوس د سکندر بیګ په محل کې هم نه وه .  نن قاسم په پوره توګه ډاډمن شوې  و چې غزاله په دې نړۍ کې  نه شته .
هغه  تر څو ورځو پورې دغزاله د یادونو په فکرونوکې ډوب  و . خو اخر  تر څه وخته پورې ؟ … بلاخره څو ورځې وروسته هغه یو ځل بیا د اربان  کور ته ورغې . اوس نودهغه د ژوندانه نوې پړاو پیلیدونکې و ، تر څو میاشتو پورې هغه داربان کور ته  ته راته . ترڅنګ  به یی شهزداګۍ  حمیراهم د قاسم کور ته  تلله را تلله . دا لیدنې کتنې  ډیرې  ژر  په  میني اومحبت  باندې  بدلې شوې . اوبیا  یوه ورځ ددواړو کورونو په خوښې  اوخوشحالۍ سره  د  بوسنیا  شهزادګۍ  حمیرا  د قاسم  د ناوې  په څیر دهغه کورته  راوړل شوه .
*****
ددوه  ځلې تجربو  وروسته  سلطان  مرادخان  ثاني  دا  ډیره  ښه احساس کړې وه  چې اوس هم  سلطان محمد خان د سلطنت د امورو  د پرمخ  بولو له پاره  پوره وړتیا نه لري . ځکه چې هغه په یوه کال کې دوه ځله  په تخت  کیناست  خو هر ځل  سلطان دخرابو حالاتو د سنبالولو له پاره  بیرته  راستون شوې و . په دې خاطر هغه بیا د تخت  دپریښود و  فکر  و ځنډاوه . سلطان ددرې  ځلې تخت کیناستو نه وروسته ، خپل زوې  شهزاده  محمد  کوچنۍ  اسیا ته  ولیږده  ، تر څو هلته  پاته شي اودسلطنت د امورو د پرمخ  بیولو تجربه   ترلاسه کړي . پادشاهان د تخت نه  لاس په سر کېږي  خو دوه  ځلې د تخت  د پریښودو وروسته بیا په تخت  دکیناستو کار  ،په تاریخ کې  ، یواځې دسلطان مرادخان  ثانی  پورې  اړوند دي .  خودغه  فلسفی  سلطان  ددنیاوی  عظمت   د بې حقیقتۍ  څخه  دخبریدو  په اساس  یو ځل بیا د څلویښتو کالو په عمر  ګوښه ناسته اختیار کړ ه .
خو دا ځل  په تخت د کیناستو  سره سم یی عیسوی دنیا ته  بیا د سر  را پورته کیدو  موقع  ورنه کړه . او نه یی  پرته له  کومه  علته   پر هغوې ظلم اوتیرې وکړ . دا په داسې حال  کې چې  دقسطنطنیې  پادشاه  په خپلو شرارتونو اوفساد اچولو کې  همغسې  مصروف  و  اوهمغه د عثمانیانو پر خلاف  د فساد تر ټولو ستره  سر چینه  ګڼل کیده . دسلطان له پاره دهغوې  ځپل دومره ستونزمن  کار  نه و . خوهغه قیصر هم  په خپل  حال  پریښود . البته  ، دا ځل هغه د «موریا»  په لور توجه وکړه . په دې ځاې کې د قیصر دوه ورونه  «قسطنطین » او « تهامس »   په  بیلو بیلو ځایو کې حاکمان وو . قسطنطین  دخپلو  ملکیتونو دخوندي ساتلو له پاره  د « دکورت دخاکنا»  کلابندي  وکړه  او بیا دهغه  ځآیه د ډاډمن کیدو وروسته  یی د«تهیبس  » په  ښار  چې  پولو ته  نژدې  یی عثماني سلطنت پروت   حمله وکړه . سلطان ددې  حملې  څخه دخبریدو  سمدستي وروسته د موریا  په لور مخه کړه   دهغه ترمخه د  « فورنت»  ټینګه کلا  پرته وه ، خو د ستر اهنګر اربان د جوړو کړل شوو توپونو د ګوله باریو په واسطه  داکلا  ډیره ژر  له منځه ولاړه ، دا لمړنۍ جنګ و چې فوځ په کې  توپونه استعمالول پیل کړې و ، د فورنت  د فتحه کیدو وروسته  د موریا په لور لاره  بلکل  خلاصه شوې وه ، په دې اساس  د قسطنطین او  تهامس  له پاره دسلطان تر مخه د اطاعت  کولو بله لاره  نه وه.  هغوې  خراج ورکول  ومنل  او  موریا  هم د عثماني سلطنت د باج ورکونکو ریاستونو  په  ډلې  کې راغې .
د بله اړخه دعثماني  سلطنت  پخوانې  دښمن  «  هونیاډې » دخپلې  تړون  ماتونې  په اساس  او په اورنه کې دماتې وروسته  تر اوسه پورې د مسلمانانو پر  خلاف د فوځونو  په راټولولو  بوخت  و . دهغه  په لمن د وارنه  د ماتې  داغ  د ورایه  ځلیده . په دې اساس  هغه په څلور و کالو کې  د خپلو زیاتو کوښښونواتیا زره  وسلوال  فوځ تیار کړ  او د ډینوب  د دریاب  څخه تیرشو  او د سربیا سیمې ته ور ننوت . دلته دسربیا او بوسنیا  خلک یو ځل بیا دهغه په فوځ کې  ورګډ  شول ، په داسې حال کې   چې دسربیا او بوسنیا خلکو د وارنا د جنګ نه وروسته د  عثماني سلطنت  اطاعت  منلې و . خو د هونیاډې  هڅو ددغو  دواړو  سیمو حکومتونه د خپلو ژمنو څخه واړول ، اود مکملې ازادۍ  غوښتنې  دا دواړه  حکومتونه  د عثماني سلطنت  په مقابل  کې  د جنګ  میدان ته راښکل . د  ځواک  دا ازمیښت  د  « کسوه » به میدانو  کې تر سره شو . په دغو سیمو کې نژدې  شپیته کاله  مخته   لمړني  عثمانی  فرمانروا،  لمړې مرادخان  دسربیا ځواکونو ته  ماتې ورکړې وه .  اوهغه یی دخپل ځان  تابع کړې و . دا ځل ددرې  ځلو سختو جګړو وروسته د شعبان  په ۱۸ مه  ۸۵۲ هجرې کال  یا د اکتوبر  ۱۷مه  د ۱۴۴۸ کال  سلطان  دهونیاډې  فوځونو ته  سخته  ماتې ورکړه  او د کسوه  ددغه  ستر جنګ په پایلو کې دسربیا  ازادي  سلب  کړل  شوه  او د عثماني سلطنت  برخه وګرزیده . دا ځل سلطان دسربیا څخه   دخراج په  اخستو  اکتفا و نه کړه .   په دې جنګ  کې  د پخوا په څیر  قاسم بن هشام  په پوره میړانه ګډون  درلود . اوس  نو هغه یواځې یو مجاهد  او سپاهي نه و   بلکه  د سپوږمۍ په څیر د یوې  کوچنۍ لور پلار  هم و. هغه دخپلې لور  نوم   «غزاله » ایښې و خو کله کله به یی ورته مارسي هم ویله .  
دکسوده  دجنګ دپاې ته د رسیدو وروسته  سلطان  ، سکندر بیګ  ته دهغه  د قاصدانو د وژلو او نورو درنو جرایمو په  خاطر  سبق  ورکول  غوښتل ، په همدې خاطر یی په البانیه  باندې   حمله وکړه . خو  دسکندر بیګ   د ماهرانه  چالونو  په واسطه  البانیه د سلطان لپاره   ستونزمنه وګرزیده ، دهغې  سیمې د تاو   راتاو  درو او غرنیو  موقعیتونو  په اساس   عثماني فوځونو ته  د خلاص  جنګیدو  فرصت  په لاس  ور نه  غې ،  په دې اساس د  زیاتو هڅو  سره سره بیا هم  سلطان  البانیه  فتحه نه شوه کړاې . ان تر دې  چې په همدې وختو کې د سلطان مرادخان  ثاني د وصال  وخت  هم را  نژدې  شوې  و.
د ۸۵۵ هجرې  کال   د محرم الحرام  په پنځمه  ، یا د ۱۴۵۱ ز  کال د فبرورې  په نهمه   سلطان مرادخان ثاني  د عثماني سلطنت  په مرکز   «اورنه »  کې ساه ورکړه  او تجهیز او تکفین  یی  ددې  سلطنت په پخواني پایتخت  « بروصه » کې  تر سره شو .
اوس  نو عمر او علي  هم په تر تیب سره    نهه  او دولسو کلن   شوې  و، او کوچنۍ غزاله  به  چې اوس کله دمور  سره قدم واهه نو د مور  ګوته  به یی نه نیوله. هغې په پنځه کلنۍ  کې خپل قدم ایښوده ، ددغې  شپږو کالو په  موده کې د قاسم  زړې  مور  هم خپل  ژوند له لاسه ورکړې و . او دخپل  رب   لورې ته ورغلې وه. دقاسم د هڅو په واسطه  طاهر  ددوو کالو غم او مصیبت  تیرولو وروسته  یو ځل بیا واده کولو ته تیار شوې و . په همدې خاطر  قاسم  د  زاړه عباس  د لور مریم  لاس د خپل ورور  طاهر  له پاره غوښتې و . خو طاهر  ، دمریم  څخه   کوم  اولاد  نه درلود. اربان او عباس  هم دقاسم سره یو ځاې  اوسیدل . قاسم اوس  یو ډیر پوښ او ذهین انسان ګرزیدلې و  ، دهغه عمر دسلطان مراد خان  ثانې دمړیني په وخت  کې  نژدې  دیرش کالو  ته رسیده . خو دهغه پوهه او زیرکتیا د فوځ  د ډیرو  سترو  اوغوره  سالارانو  څخه  هم پورته وه.
خو هغه  به اوس  هم کله  کله د  البانیایی کنیزې  مارتها د لور  مارسی  په غم کې   ځوریده . کله به یی چې مارسی  را یاده شوه  نو  ډیر غمګین  به شو . دخپلو همدغو یادونو په خاطر  به کله  کله  د لاله شاهین یادګار ته ورته  اوهلته  به  په  همغه ځآیو کې  چې مارسي به روسره په کې  کیناسته ، کیناست اوپخواني یادونه به یی  راتازه کول . دسلطان د مړینې وروسته قاسم ته هم پوره  تکلیف  رسیدلې و  ، اغا حسن تر اوسه  هم په یني چري کې موجود و  او  اوس دخپلې تجربې په  اساس د یني چري د ټول  فوځ  نائب سپه سالار  ټاکل شوې و .
د قاسم تر قومندې لاندې  هم  لس  زره  عسکر و و . خو  دهغه نور ګڼ  شمیر دوستان  یا شهیدان  شوي و  اویا تر اوسه  هم په خپلو همغو پخوانیو  دندو  کې مشغول  وو . په ځانګړې توګه ریاض بیګ تر اوسه هم  په  یني  چري کې موجود و . دسلطان د مړیني  څخه  سکندربیګ  ډیر خوښ  شوې و او دډاډ ساه یی اخستې وه .
دشهزاده عمر  اوس  پخلنې ته  رسیدلې و ، هغه یو ډیر  ذهین  او مبتکر ځوان و .  هغه  دپلار د وفاته   سمدلاسه  وروسته د کوچنۍ  اسیا څخه  را ستون  شو او  دلته په اورنه   کې په تخت  کیناست .  په دې وخت کې دسلطان محمد خان  عمر یویشت  کاله  و .
****** 
یادونه :  « ددرویش پادشاه »  لمړنۍ برخه  پاې ته ورسیده .
قریب الرحمن سعید . (۳۱ مارچ ۲۰۱۱ زکال )
پرلپسی لري ….