کور / تازه خبرونه / کندهار:ناټو يو افغان وګړى په ګوليو وويشت

کندهار:ناټو يو افغان وګړى په ګوليو وويشت

دغه ولسي وګړى يو موټر چلوونکى دى او نن سهار وختي په نوي ښار کې ناتو ځواکونو ډزي ورباندي وکړې . دټکيسي موټر چلوونکى په لاس کې ټپي شو او سمدستي يې ناټو ځواکونو پر سړک درملنه وکړه او رخصت يې کړ . ډزي دناټو په چوکاټ کې کاناډايي ځواکونو وکړې . ناټو تل خلګو ته خبردارى ورکوي چې ددوى له کاروان سره دي نه نېژدې کېږي يا دي ددوى تر کاروانونو دتېرېدو هڅه نه کوي .که څه هم دنني کس په اړوند لا تراوسه ناټو ځواکونو خپل غبرګون نه دى ښودلى خو عيني شاهدانو دټپي شوي کس روغتيا يي حالت دډاډ وړ وبلى .