کور / د ډيورنډ کرښه / د افغانانو د ملي وحدت او بشپړتيا په لور

د افغانانو د ملي وحدت او بشپړتيا په لور

په لندن کې د ډيورند جرګې د ٢٠١١ زيږديز کال اپريل د ٢٣ نيټې په کنفرانس پسې پرله پسې – د جون د مياشتې پر ١١ نيټه د المان په کولن ښار او د جون پر ١٨ نيټه د هالند په روتردام ښار – کې دوه غونډې وشوې. د لندن کنفرانس لويه لاس ته راوړنه، چې له کمي او کيفي اړخه بريالى کنفرانس و، د يوه يوولس فقرئيز پريکړليک منل وو چې د ګډونوالو له  خوا يې په هکله د جرګې مشرتابه پلاوي ته مشخصې لارښوونې شوې وې.


د  پريکړ- ليک بشپړ متن:  


بِسْمِ اللهِ الرَّحْمٰنِ الرَّحيمْ
In the name of Allah the Merciful and Compassionate
RESOLUTION


د ډيورند دتپل شوي اواستعماری کرښې په اړه د لندن د نړيوال کنفرانس پرېکړه ليک
قطعـنـامـۀ کنفرانس جهانی لندن درمورد خط تحمیلی و استعماری دیورند
 
Resolution of London international conference concerning the imposed colonial “Durand Line”


نن د شنبې ورځ د ٢٠١١ ز کال د اپريل ٢٣ چې د ١٣٩٠   هجري لمريز کال د ثور له ٣ نيټې سره سمون لري د ډيورند جرګې په بلنه، يو شمير ټولنيزو، سیاسي پوهانو، ليکوالانو، ژورنالستانو او د فرهنګي او اجتماعي ټولنو او سیاسي ګوندونو استازو او منلو شخصيتونو په ګډون په هيواد مينو لر او بر افغانانو په ګډون د برتانيا په پلازمينه، لندن کې د ډيورند د استعماري کرښې په خلاف نړيوال کانفرانس جوړ شو.
امروز شنبی  ۲۳ اپریل ۲۰۱۱ میلادي که مصادف است به سوم ماه ثور سال ۱۳۹۰ هجری شمسی به دعوت دیورند جرګه یک تعداد شخصیت ها و نویسنده ګان اجتماعی، سیاسی ، ژورنالیستان و نماینده ګان سازمان های فرهنګی، اجتماعی و احزاب سیاسی و به اشتراک  شخصیت های قبول شده  و دوستداران  میهن اعم از افغانهای این طرف و آنطرف خط تحمیلی دیورند در پایتخت کشور بریتانیا، لندن، بر ضد خط استعماری دیورند کنفرانس جهانی تدویر یافت.
 
Today, Saturday, 23 April, 2011 which corresponds to 3rd of Sawr, 1390 an international conference was convened in the capital of The United Kingdom, London, at the invitation of the Durand Jerga concerning the Durand Line. A number of social and political intellectuals, writers, journalists, representatives of Afghan cultural communities, and personalities took part at the conference.
 په دغه کانفرانس کې څيړونکو او تاريخ پوهانو د ملي، تاريخي ،او نړيوالو منل شوو حقوقي ارزښتونو په رڼا کې د ډيورنډ تپلې شوی کرښې په خلاف هر اړخيزې خبرې وکړې اوټولو ويناوالو په ډاګه کړه چې د دې خيالي او تپلې شوې کرښې دواړو خواو پرتو ولسونو هيڅ کله د ډيورند استعماري کرښه له هماغه لومړی ورځې څخه چې يو واحد ملت  يې په دووبرخو ويشلې، نه ده منلې. “ډيورند لاين” يوه نامشروع، غيراخلاقى او ناقونونى کرښه ده.
درین کنفرانس محققین و تاریخ دانان بر اساس ارزشهای ملی، تاریخی ودر روشنی قوانین قبول شده ۀ بین المللی برخلاف خط تحمیلی دیورند صحبت های همه جانبه ارایه داشتند و تمام سخنرانان تصریح نمودند که توده های ساکن این طرف و آنطرف این  خط خيالى و تحميلى هیچګاهی از همان آغاز خط  استعماری دیورند را که ملت واحد را به دوقسمت تقسیم نموده است، نه پذیرفته اند. “ډيورند لاين”  خط نامشروع، غيراخلاقى و غير قانونى است. 
Participant analysts, researchers and historians spoke in detail about the imposed colonial Durand Line in the light of the historical, geographical, national facts and the norms of international law. All speakers declared that the people residing on both sides have never accepted this imposed, imaginary colonial line. The “Durand Line”, which has torn the united body of one nation into two parts, is immoral, invalid and illegal and the people living on both sides have never accepted this colonial line.
په ١٩٤٩زيږديز  کال کې د افغان اولس استازو د افغانستان (د افغان ملت د ملي شورى اوومې دورې)  د ١٨٩٣ زيږديز کال، ۱۹۰۵ زيږديز کال، ۱۹۱۹ زيږديز کال، او د ۱۹۲۱ زيږديز کال تعهد ليکونه  لغوه اعلان کړل.
در  سال ۱۹۴۹ میلادی نماینده های ملت افغانستان (دورۀ هفتم شورای ملی افغانستان ) تعهدات سالهای ۱۸۹۳ میلادی، ۱۹۰۵ میلادی، ۱۹۱۹ میلادی و ۱۹۲۱ میلادی را لغو اعلان کرد. 
In 1949 representatives of the people of Afghanistan from the platform of the Afghan parliament unanimously repudiated the imposed agreements of 1893, 1905, 1919, and 1921.
 د يادو شويو حقايقو او پدې اړه د نړيوالو حقوقي موازينو او ارزښتونو په رڼا کې د لندن نړيوال کانفرانس پريکړه کوي چې:
 بر اساس حقایق متذکره ودر روشنی موازین و ارزشهای حقوقي متعلقۀ بین المللی، کنفرانس جهانی لندن  فیصله میکند که:
In the light of the above mentioned facts and in the light of the norms and values of relevant international law, the London Conference resolves that:
 ١ –  کانفرانس پــه ډيـــر ټينګار سره د ډيورنډ د تپل شوې کرښې پر بنسټ د خپلو ټولو جلا کړی شويو سيمو د استرداد غوښتنه وکړه.
۱ –   کنفرانس  با تأکید استرداد تمام زمین های جدا شده از پیکر افغانستان را به اساس این خط تحمیلی مطالبه نمود.
1 – The conference demands with firm insistence the restoration of all the Afghan territories, which have been separated from historical Afghanistan under the imposed “Durand Line”.
٢ – “ډيورند کرښه” Durand Line يوه خيالي- مصنوعي کرښه ده چې هيڅ ډول عملي، اجرائيوي ،حقوقي او قانوني مشروعيت او اتبار نه لري. کانفرانس دغه تپل شوې استعماري کرښه او په پايله کې يې د  افغانانو دغه ويش په سيمه او افغانستان کې د ټولوستونزو او ربړونو بنسټ بولي او د تپل شوې کرښې دواړو غاړو ته پر پرتو  ولسونو باندې د ملي يووالي د دوام غږ کوي.
 ٢ – خط تحميلى ديورند يک خط تخيلى و مصنوعى بوده که هيچ نوع مشروعيت و اعتبار عملى، اجرائيوي، حقوقى و قانونى ندارد. کانفرانس اين خط تحميلى استعمارى و در نتيجه آن تقسيم يک کشور و ملت واحد افغان را سبب اساسى تمامى مشکلات و پرابلم ها در افغانستان و منطقه ميداند و بالاى تمام باشندګان هر دو طرف خط نام نهاد ديورند صداى دوام وحدت ملى را مينمايد.               
 2 – “Durand Line” is an imaginary and imposed line which has no legal, practical, rightful, and lawful credibility and validity. The conference declares this imposed colonial line and the consequent division the root cause of all the problems in Afghanistan and in the region. The conference calls upon all Afghans residing on both sides of the line for their continued national unity.
٣ – هغه څه ته چې د “ډيورند کرښې”  Durand Line موافقه ليک ويل کيږي، د لاسليک له هماغې لومړۍ شيبې څخه د نړيوالو حقوقو له عمومي پرنسيپونو، نورمونو اوپروسيجر سره په تضاد کې و. هغه نه د يوه خپلواک دولت له خوا، چې د نړيوالو قوانينو له مخې د  لاسليک واک اوصلاحيت ولري، لاسليک شوى، او  نه هم د افغان لوري د ازادې ارادې او رضايت څرګندوى دى.
۳ – آنچیزی را که به نام موافقتنامۀ “خط دیورند “Durand Line مینامند، از همان لحظات  آغازین امضاء مطابق به پرنسیب ها عام قوانین بین الدول، نورمها و پروسیجر حقوقي در تضاد بوده. این نه از جانب یک دولت مستقل که مطابق به قوانین بین المللی دارای صلاحیت و مشروعیت امضاء نمودن را داشته باشد، به امضاء رسیده و نه هم مظهرارادۀ آزاد جانب افغانی است.
3 –  The so-called Durand Agreement was in contradiction with the norms of international law from the first moments of its inception. It does not accord with the accepted norms and procedures of international treaties and agreements. That so-called agreement has neither been entered to by an independent state, which, under international law, has the authority of entering such an accord. And nor it is the indicative of free will and satisfaction of the Afghan side.
 ٤ – په تاريخي لحاظ د “ډيورند کرښه” Durand Line نه فزيکي (ډيفکتو) او نه هم د کاغذ پرمخ (ډيجور) حقوقي ارزښت لري. په دې خيالي کرښه کې ټول بشري، جغرافيايي اوحقوقي معيارونه تر پښولاندې شوي. د  يوه واحد افغان ملت واحد وجود يې څيرلى چې د تيرو ١١٧ کلونو په بهير کې ترې وينې بهيږي.
 ۴ – از لحاظ تاریخی “خط دیورند “Durand Line  از لحاظ فزیکی (دیفکتو) و نه هم روی کاغذ )ډیجوره) ارزش دارد. درین خط فرضی تمامی معیار های بشری، جغرافیايی و حقوقی زیر پاء شده.  تن واحد ملت واحد افغان را پاره کرده اند که در طول ۱۱۷  سال ازآن خون جاری است.
4 – Historically the “Durand Line” has neither “de-facto” and nor “de-jour” legal value. All human, Geographical, historical and legal norms have been trampled upon in the imposition of this artificial and imaginary line. It has torn the homeland of the Afghan nation. This cancerous wound has been bleeding in the course of one hundred and seventeen years.
 ٥ –  د ديورند تش په نامه او تپل شوي كرښه د لاسليك له وخت نه را پدى خواه دافغان چارواكو او دولتونو له خوا په رسميت نه ده پيژندل شوى او تل يي په دغه هكله د مقابل لوري د وړانديزونو  په وړاندې دنريوالو حقوقي او قانوني پرنسيپونو او د كرښْى دواړو غاړو اولسونو ارادى ته د درناوى پر بنست د رد حًواب ويل شوى دى.
۵ –  تا حال مقامات و دولتهای افغانی از همان لحظۀ آغازین امضاي خط فرضی و تحمیلی دیورند را  به رسمیت نه شناخته نه شده و به طور دوامدار درین مورد به پیشنهادات جانب مقابل مطابق به قوانین  و پرنسیب های بین المللی با رعایت ارادۀ  مردم هردو طرف خط، جواب رد داده است.
5 – The imaginary and imposed “Durand Line” has never been officially recognized by the Afghan authorities and states from the beginning of its inception. Proposals by the opposing side have been rejected on the basis of international law and principles, and in respect to the will of the people residing on both sides.
٦ – لکه څنګه چې په وروستيو څو لسيزو کې ويتنام، المان، يمن سره يو ځاى او هانکانګ په ١٩٩٧ زيږديز کال خپل څښتن ته وسپارل شو، په همدغه ډول افغان اولس هم دا حقوقي او قانوني حق لري چې له هغوى نه جلا کړل شوې خاورې او ولسونه په يوه واحد هيواد افغانستان کې ګډ ژوند ولري.
 ٦- چنانچه در چند دهۀ اخیر ویتنام، آلمان، یمن با هم یکجا شدند و هانګ ګانګ در سال ۱۹۹۷ میلادی به مادر وطنش اش سپرده شد، به همین طور ملت افغان هم این حق حقوقی وقانونی دارد که سرزمین ها و توده های  جدا شده دریک افغانستان  واحد زندګې بدارند.
 6 – As in the last few decades Vietnam, Germany, and Yemen – respectively – were geographically integrated, and in 1997 Hong Kong was been handed over to its motherland, similarly, the Afghans also have the lawful legal right to get integrated with its homeland and live together.
٧– کانفرانس د افغان اولس د ملي ارزښتونو د پالنې پر بنسټ د سولئيزې سياسي مبارزې په مټ خپلو موخوته د رسيدلولپاره نه ستړې کيدونکې مبارزه کوي. تر هغه پورې به خپلو داسې مبارزو او هڅو ته دوام  ورکړي تر څو د بشپړ افغانستان په جوړيدو سره دا ناسور زخم (“Durand Line”) د بشپړ تاريخي افغانستان له وجود څخه د تل لپاره لرې شوى نه وي.
 ۷- کنفرانس با پیروی از ارزش های ملی افغانی به مبارزات سیاسی صلح آمیز مبارزات خستګی ناپذیر خویش برای رسیدن به اهداف مطروحه مبارزه میکند. تا آن زمان به این مبارزات وتلاش های  خویش ادامه خواهد داد تا با ساختن افغانستان واحد تاريخى زخم ناسور “Durand Line”)) را به طور دایم از وجود آن دور سازد. 
7 – The conference is determined to struggle by means of the Afghan national values and through untiring, continuous and peaceful political means till the time when this cancerous injury is vanished for ever from the body of the re-established of the historical Afghanistan.
 ٨ – کانفرانس له نړيوالې ټولنې نه غواړي چې د تاريخي حقايقو په رڼا کې د بشپړ او تاريخي افغانستان د جوړيدو په لار کې پراته خنډونه له منځه يوسي. نړيواله ټولنه دې په دې پوه شي چې په سيمه اونړۍ کې سوله او ثبات د “ډيورند کرښې” د له منځه وړلو او دهغې دواړو خواو ته پرتو اولسونو پر يو کيدو پورې تړلي دي.
۸- کنفرانس از جامعـۀ جهانی می طلبد که درروشنی حقایق تاریخی  برای تشکیل افغانستان تاریخی و کامل  موانع سیاسی و جغرافیایي را از بین ببرد. جامعـۀ جهانی باید بداند که صلح و ثبات در منطقه و جهان به فسخ خط دیورند و وحدت توده های هردوجانب خط دیورند مرتبط  است.
 8 – The conference demands from the international community to remove all the political and geographical hurdles in the establishment of an integrated and historical Afghanistan in the light of the historical facts. The international community should realize that peace and stability in the region and the world are linked to the removal of the “Durand Line” and the unification of the people residing on both sides.
 ٩ – دا کانفرنس د ټول افغان ملت پر دښمنانو او قاتلينو غږ کوي چې تر هرې پلمې او عنوان لاندې افغان-وژنو ته د پاى ټکى کيږدي.
 ۹- این کنفرانس بر تمام دشمنان ملت افغان و قاتلین صدا میزند که  تحت هر بهانه و عنوان از افغان- کشی دست بردارد.
9 – The conference call on all those enemies and killers of the Afghan nation, under any name or pretext, to stop the genocide of the Afghan Nation.
١٠ – کانفرانس پريکړه وکړه چې دا پريکړه ليک دې د ملګرو ملتو سازمان سرمنشي، امنيت شورا، د اروپا پارليمان، د اسلامي هيوادونو نړيوال کانفرانس سازمان، د شانګهاى تړون سازمان، د سترو هيوادونو مشرانو او په برتانيه کې کورديپلوماتيک نمايندګانو ته وليږل شي.
 ۱۰ – کنفرانس فیصله نمود که این قطعنامه  به سرمنشی سازمان ملل متحد، شورای امنیت  پارلمان اروپا، کنفرانس سازمان کشور های اسلامی، سازمان کشور های  شانګهای،  به زعماي کشور های بزرګ جهان و به نماینده ګې های کور دیپلوماتیک  مقیم انګلستان فرستاده شود.
10 – The conference decided that this resolution should be sent to the UN general Secretary, UN Security Council, European Parliament, Organization of the Islamic Countries, Shanghai Cooperation Organization, leaders of major powers of the world and the Members of the Diplomatic Corps in England.
١١ – دا پريکړه ليک په دريو ژبو پښتو، دري او انګريزي ترتيب، مهر او لاسليک، او ټول متنونه مساوي حقوقي ارزښت لري.
۱۱- این قطعنامه به  سه زبان (پشتو، دری و انګلیسی) ترتیب، مهر و امضا، و تمام متون آن به صورت مساوی اعتبار حقوقی دارند.
11 – This resolution is prepared in three languages (Pashto, Dari and English), signed and stamped, and all texts have equal legal value.
و من الله توفيق
په کولن او هالند کې د ډيورند جرګې د غونډو  اساسي موخه او ټاکل شوې اجندا  دا وه چې څنګه کيداى شي په لندن کنفرانس کې د منل شوي ١١- فقرئيز پريکړ- ليک متن په عمل کې پيل شي. په دواړو کنفرانسونو کې د ١١ فقرييز پريکړليک د ښه تطبيق پر خوا په يو لړ ګامونو پورته کولو ټينګار وشو. پدې برخه کې د هالند د غونډې دريځ پرېکنده او روښانه و. د هغې غونډې د مثبت عمل وياړ پر يوه شمير هالند ميشت افغان روښنفکرانو سربېره، ښاغلى صديق متين لري چې د غونډې د بريا لامل وګرځېد. په هالنډ کې، د لندن د کنفرانس په  هکله د يوه تائيدي پريکړ- ليک په ترڅ کې، چې د کنفرانس په پاى کې ولوستل شو، ويل کيږي چې: …  دا لاندې مواد دې د يوه مل په بڼه په عمل کې د ښه پلي کولو پر لور د اپريل مياشتې د ٢٣ نيټې له ١١ فقرئيز پريکړليک سره يوځاى شي:
لومړى: پر يوه مرکزيت راټوليدل
د پيل خبرې:
د افغانستان خلک، له خپلو لالهاندو روڼ-اندو او پوهياليو سره يو ځاى، تردا ننه پورې د پرله پسې ګردابونو په منځ کې ډوب پاتې دي – له يوه کوچني بُحران څخه وتلي نه وي چې بيا له بل سره لاس و ګريوان شي. زموږ برخليک له يوې غميزې څخه بلې ته ننوتل دي.  واقعيت دا دى چې خوځنده او له ځان او جهانه خبر ملتونه د تاريخونو له خورا کړکيچنو شيبو څخه له تورو تيارو سمڅو څخه ځان يستلى او د خپلو سالمو انرژيو د يوځاى کولو په پايله کې يې د ښېګڼې، ښيرازۍ اوازادۍ پر لور ځلانده کړکۍ پرانستلې دي.
زموږ، يانې د دې نسل ستره ستونځه دا ده چې د ځانځانۍ په تلکو کې بندي پاتې يو، بدمرغي، اسارت او تباهي په سترګو ګورو خو د هغې لپاره د چارې په موخه د لاسوهنې ځواک مو بيخي له لاسه ورکړى دى. هر سړى د بل په هکله مشکوک او بې باوره دى. هر څوک د يوه قوم، يوې ژبې او يوې سياسي او ديني ډلې د استازتوب ادعا کوي. د نورو پر خلاف او له يوه بل سره د تورو او تيارو سنګرونو له دريځ څخه تورې ته لاس اچوي. د همداسې فرهنګ په چاپيريال کې دي چې غواړو ټولې پوښتنې او ستونځې يا د زور ويلو له سنګر څخه؛ او يا د مسخره ژمنو کولو او کاذبو بغل- کشيو په برکت حلول غواړو. له همدې کبله استبدادي او لاسپوڅي رژيمونه چې فطرتاً د انسان په ازادي او نيکمرغي ګروهمن نه دي، د داسې فرهنګ په چوکاټ کې په عمدي توګه تکل کړى او کوي يې چې دا توره شپه سبا نه شي.
نو اړينه ده پر دې ځان پوه کړو چې د دې وخت تير شوى چې پرله پسې د بې باورۍ، ناوړتيا او پراګندګۍ له بُحران څخه وژاړو، خو يو کوچنى ګام مو هم د بُحران د له منځه وړلو لپاره نه وې پورته کړى. زموږ خورا لويه ستونځه دا پاتې شوې چې د ناروغۍ له پيژندنې مخکې مو د ناروغ په درملنه پيل کړى وي. او له همدې کبله ده چې زموږ په هيواد کې د ناروغۍ د ناتشخيص له کبله ناروغ او تشخيصونکى دواړه د مرګ کومي ته لاهو شوي او لاهو کېږي.


نو څنګه او څه کول په کار دي؟
بحث پدې کې نه دى چې ګنې زموږ په جنګ وهلې ټولنه کې ښه کسان وجود نه لري. زموږ ټولنه ډير وړ، ملي، مترقي، صادق، مبارز، عدالتخوښوونکي او باظرفيته شخصيتونه لري. بحث د دې خبرې پر سر دى چې داسې کسانو تر دې دمه په هيواد کې له روانې وضعې څخه د ژغورنې پر لور د سمو لارو چارو په پيدا کولو نه دي بريالي شوي. له سالمو او جوړونکو څيړنيزو فلترونو څخه نه دې تير شوي. ټولنيزه تجربه او د ټولنيز تفاهم او سوچ لار يې نه ده موندلې. يو٧٥- مليوني ملت که هر څومره اسير او پرځاى ولاړ هم واوسي، سرانجام د ازادي، نيکمرغي او تکامل پر لور خپله لار پرانېزي. که چېرې له خوبه ځان ويښ کړو او د رغنده سالمو خبرو د پيل کولو په بهير کې د يوه داسې جوړښت او ميکانيزم پر شاوخوا راټول شو چې وکولاى شي د پرله پسې مرګونيو زهرو له څښلو څخه مو وژغوري او د دې خاورې د اولاد د تُکموژنې پر وړاندې نوشدارو وي. خو که چېرې موږ هم د عصري او باخبره ملتونو په شان ځان چمتو نه کړو؛ او د ناروغۍ د عواملو د له منځه وړلو پر لور مخ پر وړاندې لاړ نه شو؛ ځان او نورو ته درناوى ونکړو او په رسميت يې ونه پيژنو، نو د ٢١ پېړۍ په بهير کې به مو هم ژوند د بدمرغۍ په تورو- تيارو زندانونو کې تېر شي.


دويم: جوړښت اوميکانيزم
زموږ په جګړه وهلي هيواد او سيمه کې د سياسي کار بنسټيزې ستونځې د توپيرونو ليدل، د ونډې اخستل ناليدل او له برتانوي امپيرياليزم راپاتي شوي ميراثونه دي چې د برياليتوب مخه مو يې ډب کړې ده. د  دې ستونزو او لاملونو پايلې پخپله د دې لامل کېږي چې هره خوا او هر لوبغاړى هڅه کوي پر نورو خپل نظر، سليقه او معيار وتپي. د دې لارو چارو پلي کول ناشوني او نادرست دي ځکه  چې موږ له يوه بل سره د پوهاوي له لارې جلا او تحريفوي.
له دې کبله د غوره اهميت وړ اصل دا دى په داسې يوه ميکانيزم فکر وشي چې لږ تر لږه د تجربه شويو ستونځو د بيا- تکرارېدو مخنيوى وکړي. د نهضتونو تاريخ ښيي چې د هغوى د بڼې غوره کولو په لومړيو ګامونو کې شورايي جوړښت ساده او اغيزمن ثابت شوى دى. پداسې جوړښت کې مخکې له مخه د مشر، مشرتابه، هيرارشي او په ميکانيزم کې يې د پړاويزو  نورو ستونځو مخه تر يوې کچې په ديموکراتيکه بڼه نيول کيدى شي. يوه لارښوده شورا، چې بشپړ تشکيلاتي او پريکړئيز صلاحيت ولري، کولاى شي چې يو سياسي اوهر بل خوځښت له پرې ځانګړنې ولکې، يکه تازۍ او استبداد څخه ژغورلى شي. د دې ګروهې پر اساس، اړينه ده چې منل شوى جرګئيز جوړښت دې د ښه- نومو، تجربه لرونکو او باظرفيته وړ کسانو له پر يوه ټغر کينولو څخه چمتوشي. په لومړنيو پړاونو کې به د ټاکل شوې شورا د کار دوره د يوې شپږ مياشتنۍ موقتې دورې لپاره وي ترڅو د نورو وګړو لپاره ورسره د يو ځاى کيدو او يا ترې بيليدو لپاره فُرصت موجود وي. د ډيورند جرګې د سيمييزو جرګو مشران به، چې تر دې د مخه د کميسيون د رئيسان ورته ويل کېدل، د منل شوې ټاکل شوې شورى غړي وي.
  د هالنډ په مل – پريکړ- ليک کې پريکړه وشوه چې د “ډيورند لاين” د حقوقي اړخونو څيړنه به د هالند- ميشت افغان حقوقپوهانو پر غاړه وي. او د “ډيورند لاين” د تاريخي سوابقو څېړنه به په لندن کې د مسلکي پوهانو له خوا سر ته رسيږي. دواړه خواوې به په منظمه توګه خپلې څېړنې او ارزونې له يوه بل سره شريکوي.
پــايــله:
د کنفرانس له خوا د منل شوې تشکيلاتي او اجرائيوي واکمنې شورا د بنسټيزې کار د يوه شمير کارپوهانو له خوا روان دى چې له بشپړېدو وروسته به يې متن خپور – شورا ته د وړ (ظرفيت لرونکو) وګړيو د ټاکنې پروسه پيل – او د هغې تر لارښوونې لاندې به د ډيورند جرګې فعاليت دوام وکړي. د المان او هالنډ په کنفرانسونو کې د “ډيورند جرګه” پر ځاى د يوه بل مناسب نوم د غوره کولو وړانديزونه هم وشول. دا او د نورو ورته غوښتنو په هکله به واکمنه شورى تصميم نيسي.