کور / هراړخیز / دكار لـټـولوشرايط په افغانستان كي

دكار لـټـولوشرايط په افغانستان كي

ددنیا ټول ملکونه په خپلو نشراتو تلویزیونونو ورځ ‍پا ڼو انتر نت اونورو برخوکی کی دکاریابی اعلانونه  او نشرات لری اوهلته یی ټول شرایط او  طرز دید خپل لیکلی وی چه دایو اسانه کار ده او هریو بیکار او بی وظیفی کس دهغه له مطالعی نه روسته کار او وظایف تر لاسه کوی خو بد بختانه افغانستان دی برخی ته لا وده نه ده ورکړی اوپه دی برخه کی لا تراو سه کوم ابتدایی دافغانستان له شرایطو سره برابری لاس ته راوړنی هم  نلری  دغربی ازادی امریکایی دیموکراسی دمنقي اړخونو څخه په ډیره چټکی سره تقلید کوی مګر مثبتو برخوته یی ملاماتی دی  موجوده نظام او دی قلابی ساختگی جمهوریت لا دی برخی ته خاص توجه نه ده کړی دا دموجوده له فساده ډک نظام گناه نه ده نور مصروفیات لری زه پدی برخه کی دکاکا  او درویش ماما په همدردی مرسته کوم اودا برخه داسی لیکم:
وایی چه دقزاقستان نوی نوم  کویت جدید ده خوزه بیا وایم چه افغانستان هم  د نوی دوبی نه کم نه ده( خړی هم له برګی نه کم نه ده)  ځکه خو دلته دکار او پیسو له پاره  په زرگونو کسان را ځی او کارونه کوی او پیسی پیدا کوی خوکه یوکس دډیرو پیسو پیدا کولو ارزو مند وی هغه باید یوه خاص  دعایداتو کرسی اومقام واخلی او که یو وار چا وکولای شو چه حکومتی وظیفه خریداری کړی نو بیاخو ټول عمر مزی دی لنډ منزلی به جوړی کړی او بهرنی بانکونه به یی په خدمت کی وی نن سبا خو دا فساد نه ده دا دغربی ازادی دیموکراسی امریکا  ناتو او موجوده نظام پیشن او د شکلا یوراز ده. خو  فكر کوی چه نور درنه خبر نه شی دا ځکه چه بیابه  بیر او بار جوړشی اود کرسیو او حکومتی وظیفو قیمت به لوړ شی .
په موجوده نظام کی دکار اخیستلو شرایط ډیر اسان دی او دا یوه فورمه لری او یو تعداد محدود شرطونه که دی پوره کړه بیاخو نه تعلیم ته نه  اسنادو او نه کوم بل شی ته ضرورت شته  بس په وظیفه به لا نه یی مقرر پیسی به دتا په لور درروانی وی او را غونډ وه یی او بهر ته یی لیژه خودا سی نه چه ټولی لکه دصديق چکړی  احمد ضيا مسعود  قدير فطرت دافغانستان بانك تير مشر او یا داسی نورو په شان ( میم زر ما ټو له دما ) عادت ولری که نه بیابه رسوا شی اود لندن دلورو هوټلونو ملا قاتونو ته به مچبور شی ….. لنډه داچه شرایط په یاد ساته او هغه دادی:
سیاسی روابط باید ولری لکه
لمړی :   دجمعیت روابط دشورای نظار روابط  دټلوالی روابط یاباید  دپنجشیر تذکره دپروان تذکره ولری اویا  پرچمی  ستمی بدخشی حد اقل دری زبان اوسی اود پشتو ویلو اشتباه ونکړی
دويم :  واسطه ضروری ده :
یابه کرزی ته واسطه لری  یا ربانی ته یا فهیم ته یا خلیلی ته اویا ددوی تیکه دارانو خبریالانو  او نطاقانو ته یا دشورا وکیل یا  بل یو بډایه کس باید ولری
دریم : داده چه پیسی باید ولری
دماموریت مدیرت ریاست وزارت  ولایت حاکم والی ولسوال علاقه داری دپوليسومختلفي چوكي او هر مقام خپل خپل قیمتونه دی دهریوه دپاره چه برابریدای شی هغه ستا برخه ده
 څلورم : پراو او شرط زور ده
که قدرت لری له ناتو امریکا جرمن فرانس انگلیس اوداسی نورو غربی طاقتونو سره روابط استخباراتی اړیکی مافیایی تړاوونه او باندیزم ولری بیاخو خارجه وزارت او هر یو شی ستاده .
 پنځم : که د ایو هم نه لری نو بیا حباب او شراب
بیابه د شایسته نازکي نازداني  په لاس دشرابو بوتل تهیه کړی او دزنانه حقوقو تر عنوان لاندی به  هغه واستوی لكه دسيما ثمر د حقوقو دكمسيون مشري  په شان که هغه دعالی جناب سکرتره هم وی خیرده او که کرایی هم وی خیرده خوچه  دکار ورکولو وا لا خوښه وی او له کار کولو سره سره که دبودیزم او عیسویت پذیرش اودلچسپی درسره وی نو بیاخو مزی کوه دکانادا استرلیا اونوروملکونوته مهاجرت اوهریو شی ستادی
نورکه دایو هم نه لری دا اسناد دی خواری دی تعلیم دی یو په کار نه دی  ورکیږه .
ستا دپاره یوشی هم نشته  بیاخودنن ورځی کابل کی غربی تقلید کونکی روشنفکران دی چه څو ټکی انګریزی ژبه یی له کم‍پیوترسره لیکنی زده کړی وی تعلیمی اسناد به یی هم دکابل پیښور اوایران په چاب خانوکی  کی جوړ کړی وی او په مورنی  ژبه لیکلو کی له پراخه ستونزو سره  به هم مخ وی او یا بالکل په مورنۍ ژبه پوهیږی هم نه ته به هغوي ته القاعده ترورست طالب بنیاد گرا او دافغانستان  دښمن دامریکا او ناتونا مطلوب ددیموکراسی  ازادی او پرمختګ مخالف اود دی خلکو  له پاره دانتحار یو واسکټ یی .
اوس نو خوښه ستا چه  داغواړی او که هغه هو چه په کومه اندازه ډیر شرایط تر سره کولای شی اودا فورمه ښه ډکولی شی نو بیاخو ستا قدر منزلت عزت او هریوشی لا زیات ده او كه ښایسته خورلری  نو بیاخو دافغانستان له پاره ډیر قدر لری ډیر فهمیده یی او حتی قانون جوړولی شی او تدوین دقانون ستا کار ده او وزيرهم ټاکل کیدای شی   نور مزی چړ چي کوه .
دا ډیموکراسی هم ده ازادی هم ده  وطن دوستي هم ده  ملي ګټو ته پابندی هم ده جمهوریت هم ده اوترټولو شه اخلاص او صداقت هم بلل کیږی.