کندهار : ١٠ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

عطاالله محمدي | جولای 26th, 2011


د کندهار ولايت امنيتي چارواکي وايي چي د دې ولايت پر سرحدي سيمه سپين بولدک کي د يوې نښتي په پايله کي لسو تنه وسله وال وژل سوي . د چارواکو په وينا چي يادو وسله والو د سرحدي پوليسو پر پوستو په شوراوک او ريګستان ولسواليو کي بريدونه وکړل چي په پايله کي نښته رامنځ ته سوه او د نښتي په پايله کي لس تنه وسله وال او يو تن سرحدي پوليس وژل سوي او دوه سرحدي پوليس ژوبل سوي .
په دې اړه تر اوسه خپله وسله والو طالبانو څه نه دي ويلي .

Copyright Larawbar 2007-2024