کور / تازه خبرونه / كندهار:دستراحمدشاباباتلين لمانځل كيږي

كندهار:دستراحمدشاباباتلين لمانځل كيږي

په كندهاركې دنوي رامنځ ته سوي مشورتي اصلاحې جرګې په نوښت اودكندهاردولايتي شوراپه ملاتړدعليحضرت احمدشابابا تلين سباپه كندهاركې لمانځل كيږي .


مشورتي اصلاحې جرګه هغه جرګه ده چې په دي ورستيوكې دلوي كندهاردټولوميشتوقومنوداستازوپه ګډون نوې جوړه سوې ده .


دكندهاردولايتي شوراريس احمدولي كرزى وايې چې ددوشنبي په ورځ يې دولايتي شوراپه نوبتي غونډه كې پريكړه وكړه چې دقومي مخورو،كلتوري كړيو،علمې كسانواوګڼ شمېرمينه والوپه ګډون  دستراحمدشابابا تلين دكب په اته ويشتمه نيټه دولايتي شوراپه انګړكې ولمانځي .


نومه وړي زياته كړل چې راتلونكې هركال به په همدي ورځ دستراحمدشاباباتلين لمانځل كيږي .


ښاغلي كرزى زياته كړل چې دمشورتي اصلاحې جرګې سره به په ګډه دملالۍ ميوندۍ ،علامه بينوا،علامه  حبيبي  اونوګڼوعلمي اوتاريخې كسانودزوكړي ورځي ولمانځې .


دمشورتي اصلاحې جرګې اودكندهاردولايتي شورا دغه اقدام ته په بې سارې ډول هركلي ويل سوي .


په دي اړه به مفصل جزيات سبادسي شنبي په ورځ له لمانځل غونډي څخه وروسته په ډاګه سي .