کور / تازه خبرونه / په خوست کي دملکي هوآيي ډګر جوړيدل

په خوست کي دملکي هوآيي ډګر جوړيدل

په بګرام كې د ايتلافي ځواكونو عمومي قوماندان تورنجنرال راډرېګرز ، چې نن خوست ته په يوه سفرراغلى ؤ، يوې خبري غونډې ته وويل، چې ډېر ژر به د دغه ولايت له پاره د يوه ملكي هوايي ډګر د جوړولو چارې پيل كړي.
د خوست له سلو زرو زيات اوسيدونكي په بهر او ځانګړي توګه عربي هېوادونو كې اوسي او د تګ او راتګ پروخت له سختو ستونزو سره مخ وي.
راډرېګز دا هم وويل، چې د نوروز تر رارسيدو پورې به د خوست لس تنه هغه زندانيان، چې په بګرام كې له ايتلافي ځواكونوسره بنديان دي، خوشي كړي.
د راپورونو له مخې په بګرام كې د افغانستان له بېلابېلو سيمو شااوخوا شپږ سوه زندانيان ساتل شوي اوپه دې شمېر كې له سلو زيات يې يواځې د خوست ولايت څخه دي.
خوست والي ارسلا جمال پر همدې وخت وويل، چې هلته يې د ايتلافي ځواكونو له مشرانو سره خبرې شوي او هيله لري، چې د زندانيانو د خوشي كولو لړۍ به نوره هم وغځيږي.