کور / تازه خبرونه / درې ايساف سرتېري يو ژباړونکى او درې عام افغانان ووژل شول

درې ايساف سرتېري يو ژباړونکى او درې عام افغانان ووژل شول

خبر:٢٠٠٨مارچ١٧


دکندهار په هوايي ډګر کې يووياند کپټن مارک وايي چې دهلمند ولايت دګريشک ولسوالي په نني ځانمرګي بريد کې ٣ دايساف سرتېري يو١ افغان ژباړونکىاو درې و٣ ولسي وګړي ځاى پرځاى ووژل شول او دايساف دڅلورو سرتېرو په ګډون لس نور ټپيان دي ، ټپيان دايساف نېژدې روغتون ته ددرملنې لپاره لېږل شوي دي . داځانمرګى بريد نن څه کم لس بجې ترسره شو .


په افغانستان کې دروان عيسوي کال له پېله داترټولو زورور ځانمرګى بريد وو چې درې دايساف سرتېري يې ووژل او څلور نور يې ټپيان کړل .


د هلمند ولايت څخه د لراوبر همکار عبدالودود هجران په خپل راليږل سوي راپور کي د پېښي په اړه داسي کاږي :




د هلمند په ګرشک ولسوالۍ کي د ناټو د ځواکونو پر کاروان ځانمرګى بريد سوى چي د چارواکو په وينا پکي درې تنه عام وګړي وژل سوي او څلور تنه نور ټپيان دي ، خو د ناټو د زيان په اړه يې څه نه دي ويلي .


د ناټو ځواکونو مطبوعاتي دفتر پر خپل پوځي کاروان د بريد د پخي تر څنک د زيان په اړه څه نه وايې


په سيمه کي عيني شاهدانو وويل چي درې ملکي کسان او څلور بهرني سرتيري وژل سوي او څلور تنه عام وګړي ټپيان سوي دي .


ددوشنبې په ورځ سهار مهال د هلمند ولايت د ګرشک ولسوالۍ په بازار کي د ناټو ځواکونو پر يوه پوځي کاروان چي د سيمي څخه د تېرېدلو په حال کي وو ځانمرګى بريد سوى چي د هلمند د امنيه قوماندان مل پاسوال محمد حسين انډيوال په وينا درې تنه عام وګړي پکي وژل سوي او اوه نور ټپيان دي  ښاغلي انډوال د بهرنيو ځواکونو د زيان په اړه نا خبري ښودلې ده .


په هلمند کي د ناټو ځواکونو مطبوعاتي دفتر ددوئ پر ځواکونو د ځانمرګي بريد پخلي کړي او وايې چي د زيان په اړه به يې وروسته جزئيات ورکړي .


په سيمه کي عيني شاهدانو  ته وويل چي په نني بريد کي د څلورو بهرنيو سرتيرو برسېره درې تنه عام وګړي وژل سوي  او څلور نور ټپيان دي . د بريد پړه وسله والو طالبانو پر خپله غاړه اخيستې .


ګرشک  لښکرګاه ته څېره د کابل هرات پر لويه لاره پرته ولسوالي ده چي تر نورو ولسواليو پکي زيات ځانمرګي بريدونه کيږي .