افغان چارواکي رسنيو ته غلط معلومـــــــــــــات ورکوي

34 | مارچ 17th, 2008


دهلمند ولايت په ګريشک ولسوالي کې نني ځانمرګي بريد وښودله چې افغان چارواکي رسنيو او خبريالانو ته ناسم او غلت مالومات ورکوي . نن دهلمند امنيه قوماندان مل پاسوال محمد حسين انډيوال خبريالانو ته وويل چې په نني ځانمرګي بريدکې يوازي درې افغانان وژل شوي او دده په وينا اوه نور ټپيان دي دانډيوال په وينا چې ناټو ځواکونه مرګ ژوبله نلري .


نن دښاغلي انډيوال خبرو وښودله چې دده ناسم مالومات پر ټولو رسنيو خپاره شول ، انډيوال که خه هم دډېرى نورو افغان چارواکو په څېر دپېښي دپټولو ډېره هڅه وکړه خو نړۍ والو ځواکونو ومنل چې درې سرتېري ، يو افغان ژباړونکى او درې عام وګړي په دغه پېښه کې وژل شوي دي . نړۍ وال ځواکونه وايي چې څلور سرتېري او شپږ افغانان هم په دغه پېښه کې ټپيان دي . ډېرى خبريالانو لراوبر ويپاڼي ته وويل چې دافغان چارواکو ناسم او غلت راپورونه په سيمه کې درسنيو سره دافغان چارواکودناسم چلند ښيي.  

Copyright Larawbar 2007-2024