کور / اسلامي / دثوابونو سیزن

دثوابونو سیزن

دا اصطلاح مې څوکاله وړاندې  په خپله سیمه کې له یوه ملاصیب نه اوریدلې وه چې په هدیره یې خلکو ته ویلې وه  ، روژې ته څو شپې پاته وې ، ملاصیب خلکو ته ویل اې خلکو دسیزن په معنی خو به پوهیږئ ، داچې ټوله  ورځ یې یو له بله یادوئ ، کله  دمزارد خټکیو سیزن وی ، اوکله دغزني دکشمشو ، کله  دکندهار انار خوست ته وړئ ، او کله دخوست ځنغوزي په کندهاریانو خرڅوئ ، دهرشي او هرې ګټې وخت او سیزن درمعلوم دی ، یوه ورځ مو هم  دغنمو دکر په وخت کې دشوتلې تخم خیشت نه کړ ، هرڅه په خپل وخت کوئ او دهرشي سیزن ته شپه ورځ منتظر یاستئ ، مګر اې خلکو اصلي شی ، اصلي ګټه او مهم سیزن مو هیر کړی دی ، هغه تجارت چې موږ  دهغه لپاره خدای تعالی پیدا کړي یو ، عبادت او ثواب ګټل یادوم ، عبادت خوټول عمر په موږ فرض ده  ، مګر اصلي سیزن  یې څو ورځې وروسته  رارسیدونکی ده ، چې درمضان مبارکه میاشت ده .
 که په ژور نظر ورته وګورو ملاصیب خورا پخه خبره کوله ، رښتیا هم موږ په دنیوي چارو کې  خورا څلورسترګي او فرصت شناس یو ، ددنیوي ګټې هیڅ کېچ هم نه رانه ډراپ کیږي ، دمادي ګټې او تاوان دسنجولو قوه مو خورا قوي ده ، او د هرشي وخت او موسم پیژنو .
لکه څنګه چې په دنیايي ګټو وټو کې دفرصتونو او سیزنونو په اهمیت پوهیږو ، راځئ په دیني چارو کې  هم مواقع وپیژنو او لکه څنګه چې ښایي همداسې ګټه ترې پورته کړو .
درمضان مبارکه میاشت چې  څو ورځې وروسته رارسیدونکي ده  بې له شکه الله تعالی ته دقرب ، توبې او عباداتو یوه بهترینه موقع ده ، په موږ او تاسو باندې که په عامه ژوند کې دغنمو دکر یا (وترو) موسم راځي ، نوله وړاندې مو تیاری ورته نیولی وي ، اصلاح شوي تخمونه  مو پیدا کړي وي ، پټي شودیاره او کبل ترې وهل شوي وي ، یوې  او سسپارونه ټول تېره او غوایي کار ته اماده وي ، دا ټولې تیارۍ دغنمو دکر دسیزن له راتلو وړاندې بشپړې  شوي وي  .
اوس چې په موږ دعباداتو او توبې ایستلو فرصت راروان ده ، ددې لپاره هم باید موږ مقدماتي ضروري کارونه ترسره کړو ، سرله اوسه باید دیوې سترې او مبارکې میاشتې دلمانځلو لپاره ځان اماده کړو ، ددې لپاره چې توبه مو دالله تعالی په درکې دقبول وړ وګرځي ، که نفس مو (اماره) وي ، باید په خپلوګناهونو په اعتراف او ځان ملامتولو سره یې ( لوامه )  کړو او که ( لوامه ) وي ،  باید په نور ریاضت سره یې   (مطمئنه ) وګرځوو .
روژه عادي میاشت نه ده په دې میاشت کې شیطانان په ځنځیرونو تړل کیږي ، دا دقران کریم دنزول او دالله تعالی له لوري درحمت ، مغفرت او له اوره دنجات میندلو میاشت ده .
دروژې په میاشت کې نفلي عبادت دفرضو مقام لري او او فرض عبادت ۷۰برابره زیات  اجر لري ،  زما په نظر خو دا عادي خبره نه ده ، تاسو ته  که په کال کې دیوې میاشتې تنخا دنورو میاشتو۷۰  برابره زیاته وټاکل شي آیا تاسو به دا میاشت عادي میاشت وبولئ ، او که چیرې مو بیا په دې میاشت کې دتنخازیاتوالۍ هم دکار له څومره والي سره وتړل شی ، نو تصور وکړئ  چې څومره زحمت به  کش کړئ ، زما په باور خو به هریو شپه او ورځ په ځان یوه کړو ، ترڅو خپلې ۷۰ برابرې تنخا  ته څو ځله بیا هم په ۷۰ کې ضرب ورکړو .
دروژې میاشتې ته  دکلني مهم فرصت په توګه  باید رسمي امادګي ونیسو، دعباداتو ، اذکارو ، نیکو اعمالو او صدقاتو لپاره کاري پلان  او پروګرام  له ځانه سره جوړ کړو ، له روژې سره باید دنورو ورځو او میاشتو په شان عادي چلند ونه کړو او نه ورسره ناڅاپي مخامخ شو، دغه راز په دې باید دالله تعالی شکر ادا کړو چې تریوې بلې روژې ، دمغفرت او له اوره دنجات میندلو تریوه بله فرصت یې راورسولو .