کور / طنز / ګډوډخبرونه

ګډوډخبرونه

(طنز)


دناخبره اژانس خبريال حوالدار اكا خبر راكوي چه سږكال دفساد اورشوت نړيواله ورځ دهيواد په ګوټ ګوټ كي ونماځل سوه ، اودسږكال نړيوال شعار عبارت له (رشوت راكه رشوت واخله ) تعين سوى دى ،همدارنګه حوالداراكا اظافه كړه چه درشوت اوفساد نړيوال سازمان پريكړه وكړه چه دټولي نړى څخه به پنځه زره محصلين دافغانستان دفساد اورشوت دريسرچ انستيتوت ته دزده كړي لپاره واستوي ترڅو دفساد نوي اوزړي ستراتيژيګاني زده كړي ،دنوموړي استيتوت مشر ددي خبر ډير هركلۍ وكي اوويل چه دادنړي په كچه يوازنۍ انستيتوت دى چه ټول استادان يي كافي تجارب لري اوهريوه په  لكهاؤ اومليونو ډالرو رشوت اخيستى دى مګر يو هم نه دى نيول سوى .
داړودوړدمحلي رسنۍ يوخبريال وويل چه لالوجان به ډير ژر په خپلو دوو كله پزي دوكانو كي يومجهز روغتون پرانيزي ، خبريال وويل چه دلالوجان دكله پزۍ كاروبار دشكست سره مخ ؤ نو دشخصي سكتور دپاليسۍ څخه په استفادي سره يي داښه وبلله چه روغتون پرانيزي او دروغتون امريي دعامي ناروغۍ د وزارت څخه دیوي معاملي په نتيجه کي ترلاسه كړى دى او په دي روغتون كي به دزړه ، پښتورګو ،سترګو او هډوكو پيوند او نور جراحي عملياتونه كيږي، اوپخپله لالوجان به دكله پزۍ داوږدي تجربي په لرلو سره يوازي دغاښو كښل اوجوړول پرغاړه واخلي .
دبرښنا اوانرژۍ وزیر چه دترکمنستان هیواد ته تللۍ ؤ په خیرسره وطن ته راورسید ،کله چه دامو رود څخه په اوبازي راواوښت اودکالو په وچولو اخته ؤ،دملي رادیوتلویزیون نطاق ته یی وویل چه ډیرژربه مایع برښنا په ټانکرونو کي دترکمنستان څخه را وارده کړي .
دښاردوو مخورو سپين ږيرو چه ديوه تړلي دوكان مخ ته په بادرنګ خوړلو لګیا وه ،يوه يي وويل چه دپخوا شاهانو اوپاچاهانو به پرښارونو لوى لوى ديوالونه او قلعه ګاني راګرزولي خو اوس چارواكي اوزورواكي پرخپلو دفترو او كورو باندي دسيميټو ديوالونه راګرزوي حتي بعضي سړكان يي هم بندكړي دي او دبيچاره ولس دي نو خداى پرده وكي .
دملګروملتو دفترونو په مركز اوولاياتو كي خپل فزيكي موجوديت دپخوا په شان ساتلى دى اوپه جنوبي ولاياتو كي كله كله په اوسپنيزو واسكتونو او فلزي خولويو ملبس  په  ضد مرمي لوكسو موترو كي ددفترونوڅخه راوزي اودتوروهندارو تر شا وارخطا وارخطا ګوري .
دهواحالات :
دهواپيژندني اداري راپورراكوى چه په حمامونو كي دزړوټيرونو دسوځني په نتيجه كي دهيواد په لويو ښارونو كي دتورو اوشنو دودونو له وجي دشنه اسمان ليدنه ممكنه نه ده اوپه فضا كي داكسيجن فيصدي نيم په نيمه راټيټه سويده ،اونوموړي اداري دچاپیریال ساتني اداري سره په یوه خبري غونډه کي وویل چه دپنج شنبي رخصتي دکابل په ښارکي ښه نتیجه ورکړیده اوویل چه دوزیرانو شورا ته یی وړاندیز کړیدی چه درخصتیوشمیر دکاري ورځوسره برابرکړي یعني یوه ورځ کار اوبله ورځ رخصتي .
خبرتيا:
كه چيري يوترافيك دورځي په جريان كوم بارداره موتر دپنځوسو ياسلو افغانيو په بدل كي وښارته پريږدي نوسرمه خلاصوي اوځان كرارونيسى .