هلمند : د ماين چاودني دوه ماشومان وژلي

عطاالله محمدي | جولای 27th, 2011


د هلمند ولايت مقام د مطبوعاتي دفتر څخه يوه رالېږل سوې خبرپاڼه ليکي چي د دې ولايت د نوزاد ولسوالۍ اړوند د عليزي ګل په سيمه کي دوه ماشومان پر يوه ماين ختلى او ځاى پر ځاى وژل سوي .
خبرپاڼي دا کار د وسله والو طالبانو بللى او هم يې غندلى .
په دې اړه تر اوسه وسله والو طالبانو خپله څه نه دي ويلي .

Copyright Larawbar 2007-2024