کور / هراړخیز / له اميدخپلواك سره مي وروستۍ ليدنه

له اميدخپلواك سره مي وروستۍ ليدنه

دزمري دمياشتي ۵ نېټه وه چې په ترينكوټ كې دولسي مشرانويوه ډيره لويه غونډه رابلل سوې وه .
دغونډي اصلي هدف دجان محمدخان ترمرگ وروسته دهغه زوى ته دپښتني دود سره سم دقبايلي مشرپه توگه دلنگوټې تړل وه .
دچهارشنبې دورځي پوره ۱۰ نيمي بجې وې چې له ځينونوروخبريالانوسره يوځاى زه هم په ترينكوټ كې هغي لويې غونډي ته ورسيدم چې گډون والويې له نوروولاياتوڅخه دمېلمنودورتگ انتظار كاوه.
هغه لوى سالون ته چې دغونډي لپاره ټاكل شوى وو ،له داخلېدوسره مي سم چاپراوږه باندي لاس كښېښود
– پوپل صاحب ستړى مسې ،څه حال څه احوال ؟
– اوهو! اميدجانه داته يې څنگه يې! ،ملگري څنگه دي دندي اوكارونه څنگه دي؟
– شكردى دالله (ج) فضل اوكرم دى تېرېږي .
دغونډي سمبالوونكوله ده څخه غوښتنه وكړه چې دسټېج دسرانانسري وكړي .
دغونډي لپاره يوازي يونيم ساعت وخت ټاكل سوى وو،ځكه دكندهار،هلمنداوزابل ولايتونوڅخه راغلي مېلمانه بيرته خپلوولايتونوته تلل .
دغونډي ويناوالو پردې اندېښنه وښووله چې په هيواداوپه ځانگړي ډول جنوبي سيموكې ناامني ورځ تربلي زياتېږي اودكارسړي لمنځه وړل كېږي .
اميدجان كوښښ كاوه چې دغونډي لپاره ترټاكل شوي وخت زياتى ونسي اوله ويناوالوڅخه وغوښتله چې په ټاكل شوي وخت كې خپله ويناوي پاى ته ورسوي .
ده ديوه باجرئته اومسلكي ژورناليست په توگه حركت كاوه ،له وخت څخه په گټه اخيستنه د انانسرى سره ،سره يې فلم برداري هم كوله اوله وړاندي څخه يې لادهغورسنيولوگووي پرسټېج اېښي وې چې ده ورسره دندي درلودې .
دمشرانوخبره ده وايې چې (( زموږافغانانولويه ستونزه داده چې دوخت ارزښت راسره نشته ))
ماچې اميد وليد په رښتيا دوروسته پاته روزگان لپاره داميدونو وړيوڅوك راته معلوم شوو .
دپنجشنبې په سهارمي لا دحج اواوقافو پررئيس مولوي حكمت الله باندي دسوي بريدپه باب دبي بي سي په دري اوپښتوخبرونوكې دده راپور واوريد.
دتقديرفيصله وه ،پدې نه ووخبرچې نوربه پردې فاني نړۍ داميد څودگوتوپه شمېرساعتونه ژوندپاته وي اونوربه په ژوندون اميد ته دچااميدونه نه وي .
پوره ۲۴ ساعته وروسته دپنجشنبې په هغه ساعت چې موږله اروزگان سره مخه ښه وكړل داميددشهادت خبرمي له خان آغامياخيل څخه واوريد .
دى په روزگان كې دروغتيا رئيس دى ،ديوې غوره خبري سرچېنې په توگه ټولورسنيودده له خولې څخه د روزگان دخونړۍ پېښي په ترځ كې دسر د اوښتي زيان كچه شېبه په شېبه بيانول .
مادروزگان دوالي ويانداحمدميلادمدثرته تليفون وكړ .
– څه حال دى مدثرصاحب ،تلفات څوتنوته رسېدلى ؟
– وروره تراوسه پوري لادقيق نشم درته ويلاى خوروغتون ته دڅونورو وژل سويوكسانوپه شمول دبي بي سي دخبريال احمداميدخپلواك جسدهم لېږدول سوى .
– آه !څه شي ،اميدخپلواك هم وژل سوئ ؟
– بلي هو.
مادځوانيمرگ اميدخپلواك دمرگ خبرپرداسي وخت واورېدچې لامي هم دتري (ترينكوټ)په غونډه كې دده دږغ انگازه له سرڅخه نه وه وتلې :
(( دوستانوپه اجنډاكې دزياتوكسانونومونه ليكل شوي كه مهرباني وكړى ټاكل شوى وخت په نظركې ونيسئ ))
ځوانيمرگ اميدخپلواك پردې فاني نړۍ دوروستي پيغام په ډول خپل مشر ورورجاويد ته په لېږلي تليفوني پيغام كې ددوعاوغوښتنه كړې
((وروره زه په جنگ كې راگېريم ،كه مړشوم دوعاوي وراته كوى ))
فاني دنياده پدې ټول مسلمانان الحمدالله ايمان اوعقيده لروچې (( هرژوندى ساكښ به دمرگ خوندڅكي )).
خولاهم يوازي او يوازي څښتن تعالى پوهيږي چې نوربه څومره دوستان پدغسي دردونكي او ناببره ډول دتل لپاره پداسي پېښوكې له يوبل څخه جلاسي .

دروېش وايي

په تاسو كي خو ستر خلګ وي ستري سرمايې
په موږ كي خو د سر سړي د دار لپا ره وي