کور / تازه خبرونه / بلوچستان نامعلومو وسله والو ١١ تنه مړه کړل

بلوچستان نامعلومو وسله والو ١١ تنه مړه کړل

دبلوچستان ايالت په مركزي ښار كوټه كي پرون سهار نامعلومو وسلوالو پريوه موټر ډزي كړي چي په پايله كي يي ۱۱ تنه وژلي او ۳ نور يي ټپيان كړي دي.
پيښه دكوټي ښار په سپين روډ كي رامنځته سوې .
د راپورونو له مخي نامعلومو وسلوالو پر يوه پك آب سوزكي موټر بريد وكړى ١۱ تنه يې ووژل او ۳ نور يې ټپيان كړل د ټپيانو د دوو حالت نازك ښوول سوئ، دغه ټول كسان شيعه مذهبه مسلمانان دي.
ترپيښي وروستيو قهرجنو كسانو په لاريون لاس پوري كړئ او يو شمېر موټرونو ته يې اور اچولئ. د هزاره ديمكرات ډلي د يوې ورځي لپاره ملي ماتم اعلان كړئ او سوداګريزو ماركيټونو ته يې د بنديدو خبردارى هم وركړيدئ
دا په داسي حال كي ده چي پرون هم په ورته بريد كي ۷ تنه وژل سوي او دري نورټپيان سوي ول.
په پاكستان امنيتي حالات زيات داندېښنې وړبلل كېږي ،چې له نورو زيانونوسره سره يې له ستروصنعتي ښارونوڅخه دپانگي دلېږدخبرونه هم وركول كېږي .