کور / هراړخیز / په کراچۍ کې سياسي پارټۍ امن راوستل نۀ غواړي

په کراچۍ کې سياسي پارټۍ امن راوستل نۀ غواړي

په کراچۍ کې ټارګټ کلنګ نن سبا ډېر شدت اختيار کړى دى، د ډېر وخت راسې دا لوبه روانه ده، په دې لوبه کې زياتره پښتانه مري او د پښتنو کاروبارونو او ودانيو ته نقصان رسولى شي. په دې هکله نن د pam (Pakhtun Awreness Movement) له خوا په سپرنګ نائټ هوټل پېښور کې يوه غونډه وشوه. د نظامت چارې شکيل وحيد الله ترسره کړې او د غونډې باقاعده پېل د قران پاک تلاوت نه وشو. افضل خان لالا چې په څه لامل غونډې ته رانغلو نو هغوى خپل نظر د ټېلفون په کرښه باندې ګډون والو ته واورولو، دۀ وويل چې د کراچۍ هومره پښتانه په يو ځاى کې هم نشته، دا ښار د پښتنو نه دى خو د دې په ابادۍ کې د ټولو نه زيات لاس د پښتنو دى.



دۀ زياته کړه چې سياسي پارټو او قوم پرستو پارټو مشران دې راغونډ شي او د دې ستونزې حل دې راوباسې. سعدالله جان برق صاحب وويل چې پښتانه کراچۍ ته د مزدورو لپاره تلي دي او ځي. دۀ د ايم کيو ايم په هکله وويل چې دا پارټۍ لس شل ځل د حکومت نه لاړه او حکومت پسې بيا ورشي او داسې يې واپس راولي، چې په دې وجه د هغوى سترګې نورې هم سرې شي، دۀ زياته کړه چې يوه جرګه جوړول پکار دي چې د سياست نه پاکه وي او د کومۍ پارټۍ مهر پرې نه وي لګېدلى، چې هغه دا ستونزه وپلټي او حل يې کړي. دۀ وويل چې دا کور سياسي مشران نه بلکې شاعران، اديبان، ليکوالان او ژورناليستان کولاى شي. ښاغلي اصف علي خان په دې هکله په خپلو خبرو کې داسې وويل: مونږ سره پردو خلکو دومره ظلم نه دى کړى چې څومره مونږ سره خپلو کړى. حېدر زمان صاحب په خپلې خبرې داسې وکړې: په کراچۍ کې د سياسي پارټو مقصد صرف ووټونه اخستل دي او ځان اقتدار ته رسول دي، هغوى دا هيڅ کله نه غواړي چې په کراچۍ کې دې امن راشي، سياسي پارټۍ امن راوستل نه غواړي. ښاغلي افضل خاموش چې خپلې څرګندونې داسې وړاندې کړې: د کراچۍ سياسي پارټۍ دا کوشش کوي چې په داسې واقعاتو او يا جلوسونو کې څوک مړ شي نو هر يو په دې پسې لګيا وي چې هغه خپل ثابت کړي، چې دا زمونږ په جلوس کې مړ شوى دى او داسې د خپلو شهيدانو شمېره زياتوي چې سبا پرې چوکۍ وګټي. ښاغلي عثمان خليل درې خبرې وکړې: يا به د کراچۍ پښتانه خپل څادر راخلي او راځي به، يا به د ځان نه هلته غلام جوړوي او يا به درېمه خبره په ابادۍ کوي. وحيد الله شکيل صاحب څه داسې وويل: که ايم کيو ايم مونږ په کراچۍ کې نۀ مني، نو مونږ يې په اسلام اباد کې نۀ منو، که هغوى مونږ له هغه ځاى نه ويستل غواړي نو مونږ به يې له دې ځاى نه وشړو. ښاغلي ثواب په خپلو خبرې کې دې ته هم اشاره وکړه چې په کراچۍ کې پښتانه ټول د ټرانسپورټ کاروبار سره تړلي دي او په داسې لانجې او جلوسونو کې ټول نقصان ټرانسپورټ ته رسي. په دې بحث کې نورو ښاغليو هم برخه واخسته چې څه نومونه يې په دې ډول دي: حمدالله جان، شکيل، سيد يعقوب شاه، ګلزار جلال يوسفزى، حاجي فريد او له دې پرته پکې ډېرو ليکوالانو، شاعرانو، اديبانو، وکيلانو، سياسي کسانو او ژورناليستانو هم برخه واخسته. د غونډې په اخر کې پنځه قراردادونه وړاندې شول چې څه په دې ډول دي:


“١ – په کراچۍ کې د پښتنو د ټارګټ کلنګ غندنه کوو”.


“٢ – پښتنو چې په کراچۍ کې په داسې ستونزو کې څه مالي او ځاني زيانونه رسېدلي دي، نو حکومت دې د هغې تلافي او مالي مرسته وکړي”.


“٣ – صيي مردم شماري او خانه شماري دې له سره وشي او دا دې د عدليه او فوځ د لاس لاندې ترسره شي”.


“٤ – ټارګټ کلنګ د موجوده حکمران جماعتي ذمه داري ده او د دې لپاره دې چټک ګامونه واخلي، قاتلان دې ونيسي او سزاګانې دې ورکړي”.


“٥ – په کراچۍ کې چې په ١٢م مۍ کې کوم پښتانه شهيدان شوي دي نو د دې واقعې تحقيقات دې چيف جسټس په خپله وکړي”.


په اخر کې يوه جرګه جوړه شوه چې د سياسي پارټيو مشرانو سره په دې ستونزه کې خبرې اترې وکړي او کراچۍ ته هم لاړ شي او د دې ستونزې څه حل راپېدا کړي.په جرګه کې شهاب الدين خټک، شکيل وحيد الله، سعدالله جان برق، افضل شاه خاموش، خالد ايوب او حېدر زمان نومونه شامل دي.