کور / هراړخیز / دخپل ملګري شهيد احمداميد خپلواك په ياد

دخپل ملګري شهيد احمداميد خپلواك په ياد


له يوې خوا دغرمي ۱۲:۰۰ بجي او له بلي خوا ددوبې سره ګرمي وه له ځان سره مي داسي پريكړه وكړه چې څوشيبي به سترګي پټي كړم هسي هم دهلمند نږدې ټول خلك په غرمه كې ويديږي، كنه  ژورناليستان  خو اصلاٌ خوب ته وخت هم نلري په مياشتو مياشتو دروځې له سهاره ترماښآمه پكاربوخت يې خو دامي دځان لپاره مناسب وخت وباله يو ډول ګنس غوندي هم ومه .


په هر صورت خبره رانه  بلي خوا ته لاړه  نه  سي خپل مطلب ته  راګرځم دفترته مي يوه ملګري بريالي رحيمي  يو سور كوچنۍ بالښت  له  خپله كوره  راوړى دى كله به ما  او كله بريالي سر پري ايښودى په دې ورځ هم بالښت ما ونيوه سرمي پري كيښـوده سترګي مې لاسمي نه وي پټي شوي چې دتيلفون(  اېس اېم اېس)د زنګ غږ مي تر غوږ سو، دتل په څير مي يې ليدل اړين وبلل ځكه چې مدام ځيني خلك اوياهم دطالبانو وياندويان تيلفوني پيغامونه  راليږي ماويل چي دكومه  مهمه پيښې معلومات به يې راليږلي وي .


په  هر صور ت كله چې مې له خوبه په پټو سترګو  دتيلفون  دپيغامونو بكس خلاص كړ دپرسيستان لخوا يو پيغام  راليږل شوى وو داد هغې رسنۍ نوم دى چې ځينوكسانو ته  په تيلفون كې خبرونه  ليږي.


په  تيلفوني پيغام كې ليكل شوي وو چې دترينكوټ په  ښاركې دوه  پرله  پسي چاودني شوي دي خو نورجوزيات يې نه و ليكلې داپيغام  په  ۱۲:۵۳ بجو راته ورسيده.


تيلفون  مي بيرته  كيښود ډيره  جالبه  نه وه راته تر دي وړاندي هم هر ورځ دهيواد په بيلابيلو سيموكې دې ته  ورته  پيښي كيدي ما ويل كيداى سي همدا دوه چاودني وي بيرته ويده   سوم تيلفون مې كيڼ اړخ ته  تر ميزلاندي كيښوده.


زما دفتر دهلمند ازادو ژورناليستانو دپرييس كلب رياست دى په همدي دهليزي كې كيڼ اړخ ته ميډياسنټردى چې دسهار له اتو څخه  دماپښين تر ۶ بجو پوري شاخوا ۱۵ ژورناليستان راپورنه  پكي جوړوي اوله همدي لاري يې خپلو رسينو ته ليږي .


څو شيبي لا نوي تيري شوي چي له همغه دفتر څخه يوه  خبريالا منډه راخيستي وه او په درب يې دروازه  راخلاصه كړه زه هم راپورته سوم دخبريال رنګ  اوښتى وو خپه  غوندي وو بيله  ځنډ يې راته وويل: ستانكزيه  خپلواك شهيد شوو.


كوم خپلواك؟ ، ملګري خبريال مي وويل،  اميد خپلواك، دارزګان خبريال خپلوك ؟؟ هو اميد خپلواك يادوم بيله دي چې له ده سره نوري خبري زياتې كړم خپل تيلفون مې په بيړه وكاته چې نوى (اېس اېم ،اېس ) خو به نه وي راغلى تيلفون مې وكاته نوې څه  نه وه ، دپښو خواكې مې تلويزون هم په تيټ ږغ چالانده وو هغه هم څه ندي ويلي ځكه  مايي په ينمه خوب كي ږغ اوريده كوم بيړنى خبر هم ندى خپور شوى.


ملګري مي وويل  نه نه تلويزون داخبر نده خپوركړى له كندهار څخه  تنوير زنګ راته وهلى وو څه وخت ؟ همدا څو شيبي وړاندي منډه مي واخيسته  دپژواك سايټ  چې زه  خپله ورسره كاركوم ومي كاته  هلته هم خبر نه وو خپور شوى زړه مي يو څه  داډه شو دملګرې خبره مي يو څه  بابيزه  وګڼله چې ځه ګواكې دايوه اواز ه ده.


دځان د ډاډ په خاطر مي تيلفون راواخيست او خپل مركزې دفتر كابل ته مي ( دپژواك دفترته )كوم چې زه او خپلواك يې خبريالان يو  زنګ  وواهه ، جاويد  هميم په تيلفون كې ځواب راكه ماورته وويل سلام هميم صاحب ، هميم، وعليكم، هميم صاحب دخپلوك معلومات هه ه لري؟ هو هغه ته دعا كوه  هغه دروزګان په نننې بريدونوكې شهيد شوى دى.


داچې اميد خپلواك له تيرو دري كلونو راهيسي زما نږدي ملګرى پاته شوى او مدام به مو په تيلفون كي يود بل حال اخيستى دشهادت  په خبر مې يې په غوږونوكې يو ډول ګړنګهار سو دبدن ويښتيان مې شخ ودريدل هك پك سوم نه  پوهيږم چې تيلفون ماقطعه كړاو كه هميم  خو له ډيره  خپګانه مي شونده تركه وچاودله.


دماپښين  لمانځه ته لاړم په ځايې اصطلاح  ګډوه مي واخيستل ددفتر مخكي مې اودس تازه كاوه دشهيد اميد خپلواك ډيرو يادونو له ځان  سره واخيستم دده هغه لهجه چې ماته به يي دستانكزي په  ځاى ستانيكزى او دهلمند به ځاى به يې ايلمند وايه  ډيرخوند به يې راكاو ه په  تيلفون كې به  يي راته ويل چي ستانيكزى صاحب په ايلمندكې څه حالات دې دكارونو په وړاندي خو به ستونزي نلرى مدام به مو په  دې اړه خبري كولي.


 خپلواك په داوروستيوكې ېوه ورځ  په تيلفون كي راته ويل ستانيكزى صاحب څومره داډه  يې چې خبرونه  به دي حقيقت ولري په ځانګړي توګه  امنتي پيښي چې ته يې راټولوي ،  ما هم ورته  ريـښتيا وويل ياره  خپلواك  صاحب ډير نه  يم ډاډه څو مره چې موږ وايو دومره  حقيقت به ولري.


ده وويل داخبره دي منم بيا يې زما او دخپل ځان د ډاډ په خاطر وويل والله  موږ هم  نه  يو ملامت موږ ددرواغجونو درواغ وايو هر څه چې دواړې خواوې  راته وايې هغه به خپر وو ځكه  په سيموكې تيلفونونه كار نه كوي دازادو سرچينو سره مو اړيكي نيول سخت كار دى خو خير په پاك نيټ به خپل كار ته دوام وركوو.


ده  راته وويل دعا به كوو چې په وطن كې مو خداى كراري راولي تر څو دجنګونو پرځاى په نورو موضوعګانو كار وكړو دمرګ ژوبلي نوم خداى ورك كړي، اميد خبر نه وو چې دده اميد اوهيلي به هم همدا جنګونو او امنتي پيښي له خارو سره خواري كړي.


خير داټولي خبر مي داوداسه پرمهال را يادې شوي ترلمانځه وروسته مي په ميډياسنټركي له خپلو ملګرو خبريالانو سره دخپلواك دوژلو په اړه ډيري خبري وكړي.


هر ملګري به چې پيژندګلوي ورسره در لودله هغه به يې داخلاقو او دښه ژورناليستكي فعالتونو خبري كولي بل ملګري به ويل څنګه به وژل شوي وي ؟ چاه به وژلي وي، دى خو په  راډيو تلويزون كې وو كيداى سي په همدي وخت كې يې دروانې جګړي تصويرونه  اخيستل او ويشتل شوى وي .


زما خپله هم  يقين  داوو چې خپلواك دپيښي عكاسي كوله چي له كوم  لوري به لګيدلى وى .


په هر صورت  زه  دخپل قيصي لمن راټولوم او په داډ سره وايم چې اميد خپلواك يو ريشتنۍ خبريال او ليكوال وو ځكه هغه ځوانيمرګ په يوه  داسي ولايت كې دنده  ترسره كول چې دخلكو دسواد كچه خو څه چې دجګپوړو چارواكو يې هم چنداني خوند نه وو.


يوه قيصه يې زما سره وه چې هغه مستنده قيصه ده له يو ه چارواكې سره  دمركي په حالاتوكې دى نوموړى خپله په كمره كې دهغه تصوير هم اخلي له مسول كس څخه دمركي په حال كې يوه  پوښتنه دښوونې او روزني په  برخه كې كوي خو هغه مسول كس باندي دومره بده لګيږي چې بيله ځنډه يې په  ډيرو بد الفاظو دكمري او ريكارډرونو دبنديدو غوښتنه كوي وايې كه دې داډول پوښتني كولي انجام به دي خراب وي.


وګورئ چي يوجګپوړى چارواكى يې  داسي خبري كوي دعام ولس به يې څه  حال وي.


خپلواك مدام دخلكودسوكالى او دهغوى دستونزو دراسپړلو په موخه  كاركوى او هڅه يې كوله چې داروزګان بيچاره جګړه ځپلي ولس ته دخپل مسلك له لاري چوپړ وكړي او داكار يې كړى هم وه.


درنو لوستونكو لكه څنګه چې دري كاله وړاندي مې ديوه  بل غښتلي خبريال عبدالصمد روحاني په وژنه څومره زوريدلى وم باور وكړى چي دځوانيمرګ اميدخپلواك وژني  له هغه هم  زيات ودردولم.


الله  دې يې شهادت په خپل دربارقبول كړي.


د شهيد احمد اميد خپلواک د وژني په اړه پيغامونه له دې ځايه وګورﺉ