کور / تازه خبرونه / د ملي پوځ يو لوړ پوړﺉ چارواکی دطالبانو سره د همکارۍ په تور ونيول سو

د ملي پوځ يو لوړ پوړﺉ چارواکی دطالبانو سره د همکارۍ په تور ونيول سو

د ملي امنيت ادارې نن د ملي پوځ يو لوړ پوړﺉ افسر د طالبانو سره د ځانمرګو بريدونو ترسره کولو په کار کي د همکارۍ په تور نيولی دی . د ملي امنيت چارواکي وايي چي نيول سوي پوځي د کابل په درو مهمو پوځي مرکزونو کي د ځانمرګو بريدونو د پلان تر څنګ يو شمېر پوځي رازونه ، د پوځي مرکزونو نقشې او پټ مالومات هم له طالبانو سره شريک کړي دي .