کندهار:سلګونه کيلوګرامه نشه يي توکي وسوځول سوه

د لراوبر اداره | جولای 30th, 2011


دكندهار د امنيه قومنداني اړوند د نشه يي توكو پر ضد دمبارزي پوليسو په زياته كچه نيول سوي نشه يي توكي وسوځول.


دغه نشه يي توكي چي د شنبي په ورځ وسوځول سوه د تيرو څلورو مياشتو په ترڅ كي په بيلابيلو سيمو كي د ۴۷ تنو سره يو ځاي نيول سوي وه. دكندهار د امنيه قومانداني د نشه يي توكو پر ضد دمبازري مدير سمونوال شهزاده مومند وايي چي دغه نشه يي توكي د شپږنيم ټنو په شاوخوا كي دي چي يو اعشاريه اته سوه څلور ديرشكيلوګرامه هيروين اته سوه پنځوس كيلوګرامه ترياك ،پنځه زره درې سوه درو اتيا كيلوكرامه چرس ، ۲۴۵كيلوګرامه كيمياوي مواد شامل دي . دده په وينا چي دغه نشه يي توكي يې په ۴۷قضيو كي د ۴۷تنو سره يو ځاي نيولي دي،چي تورن كسان عدليي او قضايي ارګانوته سپارل سوي دي.

Copyright Larawbar 2007-2024