کور / علمي / ګوګل تر يو حده د انساني ذهنيت رول لوبوي

ګوګل تر يو حده د انساني ذهنيت رول لوبوي

سرچینه : فولکسکرنت (هالنډۍ ورځپاڼه) – ۲۰۱۱ز  کال، د جولای ۱۵مه
لیکوال : مارتن کیوله منس
د ژباړلو نېټه : ۲۰۱۱ز کال ، د جولای ۱۵مه، جمعه


امستردام –  د انټرنيټ نړیوال جال په لفظي ډول د انساني یاداښت یوه برخه ګرځي. یو څوک به خپل ځان د حقیقتونو په پیادولو کي هغه مهال کمزوره وبولي، که پوه سي چي همدغه رښتینی معلومات په کمپیوټر کي ځای پر ځای سوي دي.


په”ساینس” څېړنیزه مجله کي د امریکايي ارواپوهانو له خوا د څېړني د نتیجې له مخي د یو چا د لوستل سوو دقیقو معلوماتو پر ځای د دغو معلوماتو د لوستلو ځای ښه په یاد يي، چي چيري یې لوست کړئ دئ.


د کولومبیا دپوهنتون کارکوونکي”بېټسي سپاړو” او همکارانو یې د انساني یاداښت او د کمپیوټر تر منځ د تړاو د پلټني په موخه پر محصلینو څلور څېړني ترسره کړي دي. 


ګوګل تر يو حده د انساني ذهنيت رول لوبوي - مختار احمد احسان


دیوې څېړني په ترڅ کي محصلینو باید د عمومي حقیقتونو په اړه پوښتني جواب کړي وائ، چي په نتیجه کي یې جوته سوه، چي محصلینو په کمپیوټر پوري اړوندو لغتونو ته ښه غبرګون ښودلئ دئ . څېړونکي دغه څېړنه د دې نښه بولي چي محصلینو ته د رښتينو پوښتنو د جوابولو پر مهال دستي کمپیوټر وریادیږي.


سپاړو د یوې بلي څېړني نتيجې هک پک کړ. په دې څېړنه کي بايد محصلینو حقیقتونه په یاد زده کړي وائ او تر حفظولو وروسته هماغه حقیقتونه د کمپیوټر د لیکلو په پروګرام کي ثبت سول. د جوابونو ورکولو پر مهال څرګنده سوه چي د محصلینو د حقیقتونو د کمپیوټري بڼي نومونه د پاڼي د هغو په پر تله ښه یاد سوي وه.


– سپاړو د ذکر سوي موضوع په باب پورتنۍ نتیجه یوه لارښوونه بولي او په اړه یې وايي:
“دا څرګندوي چي موږ هغه څه زده کوو چي په کمپیوټر کي ثبت وي او کمپیوټر ځني خبر وي.
موږ اوسمهال د کمپیوټري آلو سره د سیمبیوتیکي (۱) اړیکو څښتنان کیږو .”


سپاړو یو بل ټکي ته هم اشاره کوي، وايي چي زموږ د ذهن د پراختیا کمښت نوې خبره نه ده، ځکه په ډلو کي د هماغه ګروپ يا ډلي غړي د یو او بل د ذهنیت او معلوماتو څخه استفاده کوي چي له برکته یې هر کس ته د ټولو موادو په یاد زده کولو اړتیا نه لیدل کیږي، د بېلګي په توګه یو خاوند یادولائ سو چي په خپلي مېرمني د کورنۍ د غړو د کلیزو یادولو اعتبار کوي (دغه بېلګه تر یو حده په غربي هیوادونو کي عملي بڼه لري . ژباړن) .


ګوګل تر يو حده د انساني ذهنيت رول لوبوي - مختار احمد احسان


د ډلي د هغې سره یې توپیر دادئ چي موږ اوس پر ګوګل تکیه کوو او له برکته یې د هر څه د حفظولو اړتیا نه وینو.


– سپاړو د همدغي موضوع په اړه داسي وضاحت ورکوي :
“خلک په زړه راکښونکي ډول اغېزناک دي .
اوس د انټرنیټ نړیوال جال د بهرني ذهنیت لومړنۍ بڼه ده، چــــــــــي زموږ د ذهن څخه بــــهــر ډله ییز معلومات پکښي ثبت سوي دي . “





(۱)  : سیمبیوتیکي: د سیمبیوسیس د صفت بڼه ده چي د ژوند د دوو بېلابېلو بڼو یوځای کولو ته ویل کیږي.