تازه خبر : امید خپلواک امریکایانو وژلی دی

ډاکټر نثار احمد صمد | جولای 30th, 2011


د هغه تازه راپور له مخی چی په روزګان ولایت کی د آزاد خبریال ( امید خپلواک) د ورور او عینی شاهدانو په حواله « خبریال ویب پاڼی » خپور کړ ، امید خپلواک امریکایی پوځیانو ویشتلی او وژلی دی .
مخکی هر چا د هغه وژنه د احساساتو ، تبلیغاتو او عقیدوی اختلافاتو پر اساس پر طالبانو تاوان کړی وه که څه هم طالبانو ویلی وو چی هغه موږ نه دی وژلی .
اوس د مرحوم خپلواک د ورور (جاوید خپلواک) د پلټنی له مخی چی پر کره شواهدو متکی ده معلومه سوه چی هغه امریکایی پوځیانو څه نا څه لس مرمۍ ویشتلی دی .

Copyright Larawbar 2007-2024